نړۍ

له ترکيې يونان تلونکې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۲۵ کډوال مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې سمندري ځواکونه وايي، له ترکيې يونان ته تلونکې بېړۍ ډوبه شوې، چې له امله يې ۲۵ کډوال مړه شوي دي.

د ترکي چارواکو په وينا دا پېښه ډبيم سيمې کې رامنځته شوې او د بېړۍ پنځلس نور مسافر ژغورل شوي دي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو چارو لپاره کار کوونکې نړيواله اداره وايي، چې د روانې فبرورۍ له اولې تر درېيمې نېټې يونان ته د رسېدو په لټه کې ۳۲۱ کډوال په اوبو کې مړه شوي دي.

په عين حال کې له يونانه مقدونيې ته تلونکو کډوالو پر مخ مقدونيې خپلې پولې تړلي او دې سره دا اندېښنه زياته شوې د مقدونيې پولې ته څېرمه به د کډوالو شمېر نور هم زيات شي او ستونزې به يې دومره زياتې شي، چې بيا به يې سمبالول ناشوني وي.

بل پلو ناټو هم پرېکړه کړې، چې د ترکيې او يونان ترمنځ سمندري سيمو کې به د انساني قاچاقبرانو پر ضد سخت ګامونه واخيستل شي.

د ناټو سرمنشي جينر سټالټينبرګ وايي، چې د انساني قاچابرانو د مخنيوي لپاره به د يونان او ترکيې سمندري سيمو کې خپله ځواکونه ځای پر ځای کړي او د دې ګام موخه د کډوالو مخنيوی نه، بلکې ترکيې، يونان او اروپايي هېوادونو کې د انساني قاچاقبرانو د کړنو مخنيوی دی.

د ترکيې اناضول خبري اژانس وايي، چې ايجين سمندر کې د بېړۍ ډوبېدو له امله ۲۵ کډوال مړه شوي او تر اوسه د سمندري ځواکونو په هڅو ۱۵تنه ژغورل شوي دي.

ويل کيږي، چې په دغو مړو شوو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شته.

هره ورځ د ترکيې له لاره نږدې دوه زره کډوال اروپا ته د تلو په موخه يونان ته رسيږي، د کډوالو او پناه غوښتونکو د چارو نړيواله اداره وايي، چې په دغو کډوالو کې ډېری شمېر د سوريې، عراق او افغانستان خلک دي.

په عين حال کې ډېری اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو پر وړاندې خپل قوانين نور هم سخت کړي، چې له امله يې د مقدونيې پولې ته څېرمه زرګونه کډوال په ساړه ژمي کې په تش ډاګ شپې ورځې تېروي، چې د خوراک څښاک او ځان پټولو لپاره هم څه نه لري.

په دغو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم دي.

150826095202_hungary_refugee_624x351_ap

اروپايي هېوادونو هم پناه غوښتونکو ته ګواښ کړی، چې اروپا ته د راتلو لپاره دې، خپل ژوند او دولت د انساني قاچاقبرانو په لاسونو نه غرقوي.

د اروپايي ټولنې د کډوالو د چارو سلاکار ډونلډ ډسک تېره اوونۍ ترکيې او يونان ته تللی و او د دواړو هېوادونو چارواکو ته يې ويلي، چې تر خپل توانه د کډوالو د ورتګ مخنيوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x