
غزنی: اندړو کې د يوې کورنۍ څلورم اربکی قومندان ووژل شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ځايي اربکی قومندان ځای پر ځای ووژل شو.
بريد تېر ماسپښين مهال د شلګر د غوټانو پوستې ته څېرمه وشو، چې مشري يې د کرش قومندان په غاړه وه.
کرش چې د خپلې کورنۍ څلورم اربکی قومندان و، په سیمه کې يې په اخلاقي فساد کې نوم درلود.
تر کرش وړاندې د هغه پلار، قومندان نادر، د هغه اکا حنیف او د هغه ورور کاجو قومندان هم د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې کرش او د هغه دپوستې ملګري د اندړو د هغو اربکیانو له ډلې دي چې ان د دې ولسوالۍ ښځمنې يې پر ضد لاریون ته اړ شوې.
یاده دې وي د اندړو ولسوالۍ چې دوه کاله وړاندې يې پراخه سیمه د ځايي اربکیانو په لاس کې و، اوس يې ګڼې سیمې د طالبانو تر واک لاندې او ځايي اربکیان په محدودو کلیو کې پاتې دي.
د سیمې اوسېدونکو پرلپسې له دولته غوښتي چې د دوی له سیمې د اربکيانو پوستې لرې کړي، چې د دوی په وینا سیمې ته اخلاقي فساد ور وړي او ماشومان يې پر نشه يي توکو عادت کوي.
د غزني امنیتي مسوولینو هم په اندړو کې د اربکیانو اخلاقي فساد منلی، که څه هم څو تنه يې پر همدې تور نيولي هم دي، خو د ټولو اربکیانو له دندې ګوښه کولو په اړه يې څه نه دي ويلي.
دا خو هم ډیره بدبخته کورنۍ ده چې هم یې دکورنۍ غړي له دنیا ولاړل او هم دتللیو غړیو آخرت هم تباه شو نو ویلی شو چې دنیا او آخرت یې تباه شو له داسې حال مو دې الله تعالی وساتي!