اسلام دغسې دين دی!

دادمحمد ناوک

ته دې په کور کې د کورنۍ مشر يې، د کوم کار لپاره بازار ته لاړې او کور دې یوازې پرېښود، مېرمن دې د کومې ګاونډۍ کره پوښتنې ته لاړه او ماشومان دې په کلي ساعت تېري کوي.

يو چا همدا موقعه وګڼله، منډه يې کړه د کور پر دېوال مو واوښت ده په ته په نظر یوازې دېوالونو ورځي او انګېري چې له خلکو تر دېوالو پټ دی، ټول کور يې لټ په لټ واړاوه، هغه تا چې ګوښې ايښې وې هغه ډېرې پیسې په لاس ور نه غلې، خو هغه چې مېرمنې دې درته ايښې وې چې ته باید له بازاره سودا پرې راوړې، له تا هېرې شوې او دې سړي په رڼه میدان پيدا کړې، جېب ته يې کړې او تر دېوال يې ټوپ کړل.

دا غل هیچا ونه لید، نه ته خبر يې، نه دې مېرمن خبره ده او نه دې هم ماشومان؛ نه په کلي کې چا ستاسې په کور در اوښتی لیدلی او نه غل پخپله اعلان کوي چې ما ستاسې پیسې یووړې، ښايي هغه پیسې دومره لږ وي چې ستا به هېرې وي، یا به ته دومره پیسې لرې چې هغه به دې تر ضرورت زیاتې وي، خو بیا هم داسې څوک شته چې ستا د پیسو پوښتنه وکړي، الله جل جلاله په لوی میدان کې له غله پوښتي چې که هغه په کور نه و، ما خو لیدلې، ولې د هغه کورته د هغه بې اجازې ورغلې، ایا هغه څوک نه درلودل!

ستا په غلا کې د الله جل جلاله ذره تاوان نشته، خو ستا په څېر د عاجز، واړه انسان پوښتنه د دې ټولو کایناتو خالق کوي!

«»«»«»

ته په بل ښار کې يې، دلته ستا په اړه خبرې کېږي، یوه غوږ ورته نیولی، بل ورته لګیا دی او ستا په اړه هغه څه وايي چې که يې مخامخ درته ووايي پرې خپه کېږي، دوی سره خاندي خپل منجلس پر مخ وړي او ته هم له دوی سره هيڅ په اړيکه کې نه يې، ان په بل ښار کې يې.

د دوی خبرې ظاهراً تاته هیڅ تاوان نه در رسوي، ان پرې خبر لا هم نه يې، خو دغه یو کس غواړي ستا په اړه د هغه بل کس تصور بدل کړي، ځکه خو ستا په اړه هغه څه ورته وايي چې تاته يې مخامخ نه شي ویلی او هغه بل اورېدونکی کس هم تر دې وړاندې ستا په اړه داسې څه نه و اورېدلي.

که ته بېخې له دې خبرو خبر هم نه شي او بیا په ژوند کې له هغو دوو کسانو سره په اړیکه کې هم نه شې، خو ستا پوښتنه له هغه چا نه کېږي چې ستا په اړه يې داسې څه ویل چې ته پرې خپه کېدلې او ستا په اړه يې د بل لوري د تصور د بدلولو هڅه کوله، ښايي هغه کس ته دا هیڅ هم نه وي ښکاره شوې، خو اسلام دا ډول خبرې غیبت بولي او په لویو ګناهونو کې يې ګڼي.

له خبرې کوونکي به ستا په اړه د څرګندونو پوښتنه کېږي، په لوی میدان کې د لوی الله جل جلاله له لوري، په داسې حال کې چې ستا په اړه د هغه غږېدوکي کس څرګندونې الله جل جلاله ته ذره تاوان نه شي رسولی، خو ستا په خاطر يې تر ګرېوان نیسي!

«»«»«»

تا غوږ ورته نیولی هغه درته لګيا دی او کیسه يې درته پیل کړې، ښايي دا کیسه د ده اتلولۍ وي، ښايي د بل چا کیسه وي، ښايي د کومې پېښې بیان وي او یا يې هم له ځانه د کوم کتاب حواله درکړې وي او سړی روان دی غږېږي.

که ستا په دې خبرو پسې ګټه یا تاوان نغښتی وای، يعنې داسې خبرې وي چې پر تا يې همدا شېبه مستقیم اغېز کولی یا ستا د ژوند کومه پېښه یا ان د ژوند روخ ورسر تړلی وای، بیا بېله خبره وه، خو اوس دا سړی له يوې داسې کیسې، پېښې یا حالته درته غږېږي، چې ستا په شخصي ژوند پورې هیڅ ارتباط نه لري.

ته هم ورته خاندې، خبرې مو روانې دي، پای ته ورسېدي، ته بېخې پوی نه شوې، خو غږېدونکي تاته داسې څه ویلي و، چې اصلاً هغسې نه و، دا ډول خبرې اسلام دروغ ګڼي، وړاندې مې وویل چې دې خبرو ستا په شخصي ژوند کې هم هیڅ تاثیر نه درلود، خو دا چې دې کس ته ولې په دروغو مصروف ساتلی وې، ولې يې ستا وخت پر دروغو در تېر کړ، ولې يې ستا ذهن د داسې څه په اړه مصروف وساته چې هغسې نه و؟؟؟ یعنې له تاسره يې دوکه وکړه!

په دې دوکه کې، دې دروغو کې، د الله جل جلاله هیڅ زیان نشته، خو په دې خاطر چې یو کس له تا سره دوکه وکړه، د هغه په عملنامه کې دا خبرې د لويې ګناه په لیست کې ليکل کېږي!
«»«»«»

په کومه موضوع مو جنجال سره راغی، ورور دې درنه خپه شو، لاړ، اودس يې وکړ او مخامخ قبيلې ته ودرید، لاسونه يې غوږو ته کړل او لمونځ يې وکړ، سلام يې وګرځاوه.

«»«»«»

مېرمن دې درته په غوسه وه، يا په پیسو، يا د ماشوم په سر یا دې هم د دې فرمایش پوره نه کړ او له بازاره دې ورته سودا رانه وړه، يا يې هم د اشپزخانې پخلی په تا وسپاره، هغه ماشوم ته ورغله، چې راغله پخلی سوځولی و، تا ته غوسه شوه، غوسه په خپګان بدله شوه، بلې خونې ته لاړ، لمونځ يې وکړ او له تا ګوښې څملسته.

«»«»«»

د کلي، ولس یا هېواد خلک د ده په اړه تبصرې کوي، یو يې هم صفت نه کوي، ټول يې په بدیو خبر دي او همدا نارې وهي چې هغه د شرعي امورو په برخه کې سستي او بې پراويي کوي، که څه هم زموږ مشر دی.

دی د خپل قوم په کیسه نه دی، لاړ په لمانځه ودريد، ختم يې کړ، سلام يې وګرځاوه.

«»«»«»

لمونځ د الله جل جلاله او انسان فردي رابطه ده، خو دا لمونځونه هم الله جل جلاله په دې خاطر نه قبلوي، چې ورور دې ولې له تا خپه شي؟ مېرمن دې ولې باید له تا خپه شي، له خپل مشر نه ولې خپل ولس خپه شي؟

ستا د خپګان په خاطر، ستا دورور، ستا د مېرمنې او ستاسو د مشر لمونځ نه قبلېږي، رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم په ابن ماجه کې فرمايلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د