
د طالبانو له رد وروسته، د اسلام اباد ناسته وځنډېده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې طالبانو د اسلام اباد ناسته کې د خپل ګډون اوازې رد کړې افغان حکومت اعلان وکړ چې دوی دا ناسته وځنډوله.
وړاندې تر دې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د مارچ لسمه راتلونکې پنجشنبه به له طالبانو سره مخامخ په اسلام اباد کې خبرې پیل شي، خو د اجرايیه ریاست د ویاند مرستیال وايي چې دا خبرې وځنډېدې.
جاويد فیصل د اسلام اباد د دې ناستې چې دوی له طالبانو سره مخامخ ناسته ګڼله، د ځنډ په اړه وايي چې دوی لا ورته بشپړ تیاری نه دی نیولی.
د هغه په خبره د مذاکراتو له ناستې سره کومه ستونزه نه لري خو پر همغږۍ يې کار روان دی.
جاويد فیصل وویل چې دوی د دې ناستې کره نېټه نه شي په ګوته کولی او په وينا يې دا ناسته تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېده.
دا ناسته د څلور اړخیزو غونډو په وروستۍ جلسه کې وړاندیز شوه او پاکستان افغان لوري ته ټټر وواهه چې طالبان به په اسلام اباد کې مخامخ خبرو ته حاضروي.
بل اړخ ته طالبانو د دې ناستو په اړه ناخبري ښوودلې او په اسلام اباد کې يې په مخامخ ناسته کې خپل ګډون کلک رد کړی دی.
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم طالبان ګواښلي چې باید په دې ناسته کې برخه واخلي او تېره ورځ افغان ولسمشر غني هم پر طالبانو غږ وکړ چې دوه لارې لري یا د دوی په خبره له ملت سره یوځای کېدل یا هم له دوښمن سره .
طالبانو پخپله اعلامیه کې ویلي چې تر څو دلته بهرنیان، جګړه او د دوی پر ضد عملیات موجود وي، د دوی له استازیو پرته د سولې په نوم ناستې له تېرایستلو پرته بله مانا نه لري.
د سیاسي شنونکو په اند د سولې په برخه کې له طالبانو سره د مستقیم تماس پر ځای پر پاکستان تکیه سوله لا لرې کوي.
د دوی په نظر له شکه پرته د داسې یوه حکومت له لوري چې تمویلوونکی جهت یې تر سولې جګړې ته ترجیح ورکوي ، او مسلطې مُهرې یې د جګړې لپاره عملې هڅې کوي د سولې په نوم هرډول ناستې او غونډې د وخت له ضیاع پرته هیڅ نتیجه نه لري.
دوی وړاندې زیاتوي چې دا حکومت نه خپله په یادو غونډو کې د شویو پریکړو د عملي کولو صلاحیت لري او نه له ځانه سره د بل کوم معتمد سوله ییز جهت د تضمین سند.
کابل مېشتی سیاسي مبصر انجینر نظر محمد مطمئن وايي چې د طالبانو انکار پر پاکستان او کابل دواړو دروند سیاسي ګوزار دی.
د هغه په خبره افغان حکومت لاسي یو ممکن کار نا ممکن کوي، خود انکار په صورت کې «به کابل حکومت د سولې مذاکراتو کې پړه پر طالبانو اچوي، وایې به چې موږ مذاکراتو ته حاضرو خو طالبان سوله نه غواړي، حال داچې همدې کار ته زمینه خپله حکومت برابره کړه، طالب هر ځل ویلي چې د پاکستان او یا بل بهرني فشار لاندي خبرو ته نه حاضريږي، او د بهرني فشار په نتیجه کې د سولې مذاکرات افغاني پایلې نه لري.»