ادبي لیکني

د ژوند ادبي بهير د څلوراويايمې ناستې راپور

دا غونډه د ننګرهار پوهنتون په اديتوريم کې د سميع الله مجاهد په وياندويي او د رحمت حکيمي په تلاوت پيل شوه. تېر راپور دادمحمد ناوک واوراو.

دغه ناسته چې د ژوند ادبي بهير بنسټګرو او فعالو ملګرو( زاهد الله ځيرک، داد محمد ناوک، محب جان لايځ او رحمت الله حکيمي) ته د ستاينليکونو د ورکړي او دوى ته له پوهنځيو د فراغت مبارکي ته ځانګړې وه، د پرانستونکې وينا له پاره د بهير نوى مشر خوشال دُرانى دريځ ته وغوښت شو، چې د بهير فارغېدونکو ملګرو ته يې د مبارکي تر څنګ د غونډې ګډونوالو ته د هغوی په هڅو وګړېد، ده وويل: (( زموږ بهير د خپلو څلورو هغو ملګرو لپاره چې د بهير بنسټ يې ايښی دی، او په پرلپسې ۷۴ اونيزو ناستو کې يې له موږ سره ګډون کړی دی، د زړه له کومې کوروداني وايي، اوس ورته يو-يو ستاينليک ورکوي او هيله لري چې دوی يې په ډېر څه ومني)).

دُراني وړاندې وويل: (( له يوې خوا که د دوی په فراغت خوښ يم خو له بلې خوا د دوی بېلېدبل نه يوازې ماته، بلکه د بهير ټولو ملګرو ته د خواشينۍ خبره ده)). خوشال دراني الله محمد اتل مشواڼى او نقيب احمد عزيزي د ژوند ادبي بهير مرستيالان، سميع الله مجاهد د راپور خپروندوى او هلال عاجز د اړيکو مسؤل اعلان کړل.

 وروسته اتل مشواڼي د  ښاغلي ناوک او ښاغلي حکيمي د ژوند ليکونه و اورول. ده وويل: (( ښاغلی دادمحمد ناوک له نن نه دروېشت کلونه وړاندې د پکتيکا په اومنه کې دې نړۍ ته راغلی دی، لومړنۍ زده کړې يې د يحی خېلو په ولسوالي کې د يحی بابا په په ښوونځي کې سر ته رسولې او د لېسې دوره يې د غزني د وکيل محمد جان کوچې په لېسه کې بشپړه کړې ده، چې بيا د کانکور له لارې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته بريالی شو، او اوس يې دا دی فراغت ته ګوتشمېر ورځې پاتې دي. د ناوک هغه کتابونه چې چاپ شوي دي، دادي: ( مکتبۍ«ناول»، د لنډې کيسې کرکټر«څېړنيز اثر»، مېخونه«لنډې کيسې»، د ماښام ستوري«تذکره، ګډ کار». او هغه چې ناچاپ دي دا دي: ( اروا څه ده؟« څېړنيز اثر» او خدای پامان« شعري ټولګه»)).

اتل مشواڼي د رحمت حکيمي په اړه وويل: (( ښاغلی رحمت الله حکيمي په ۱۳۶۹ لمريز کال د ميدان وردګ په سيدآباد کې زېږېدلی دی، لېسه يې هم همالته لوستې چې بيا د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته بريالی شوی دی، د حکيمي اوس يوه شعري ټولګه چاپ ته ده)).

ورپسې نقيب عزيزي د ځيرک او لايځ ژوندليکونه واورول، ده وويل: (( زاهد الله ځيرک درويشت پسرلي وړاندې د کندوز په چاردرې کې نړۍ ته سترګې غړولې، لېسه يې لوستې او اوس د ننګرهار پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي څخه د فراغت په درشل کې دی، ليکنې کوي، د هيواد په بېلابېلو ليکنو، برېښنايي او غږېزو رسنيو کې يې لکنې خپرې شوې دي. او ښاغلی محب الله جان لايځ د کونړ په شېګل کې هغه وخت وزېږېد چې پوره ۱۳۶۹ کال وو، لېسه يې په خپلې ولسوالي کې لوستې او اوس په ننګرهار پوهنتون کې د ښاغلي ځيرک، ناوک او حکيمي ټولګيوال دی. روان نثر لري، ليکنې کوي خو شعر نه ليکي)).

له دې وروسته د ستاينليکونو لړۍ پيل شوه، چې لومړی ستاينليک د خوشال درواني له خوا نه ښاغلي زاهد ځيرک ته ورکړل شو. دويم ستاينليک د صديق روان په لاسونو محب جان لايځ ته وسپارل شو. نقيب احمد عزيزي داد محمد ناوک ته او اتل مشواڼي رحمت حکيمي ته خپل-خپل ستاينليکونه او مبارکۍ ورکړې.

د ژوند ادبهير ټولو ګډونوالو له خپلو فراغېدونکو ملګرو څخه له فراغته وروسته هم د مرستې هيله وکړه، چې هغوی ورته هرکلی ووايه.

وروستۍ برخه خوږې مشاعرې ډکه کړه، چې وياندويي يې رحمت الله جاهد کوله او لسګونو شاعرانو پکې خپلې او انتخاب کړې سندريزې وږمې ولورولې.

١٣٩٢-٢-٨                                                                        راپور: نقيب احمد عزيزي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x