دیني، سیرت او تاریخ

پر مسلمان لعنت ویل لکه د هغه وژل

حامد افغان

په نورو باندې حکم کولو کې بېړه خطرناک کار دی، موږ باید ځانونه قاضیان نه کړو چې د خلکو په اړه احکام صادروو، ځینو مو د الله د رحمتونو او لعنتونو د ويش واک په لاس کې اخیستی وي او په خلکو یې ويشي، چا ته رحمتونه او په نورو لعنتونه او زحمتونه اوروي. که لیږ دې موضوع ته ځیر شو دا کار بیخي خطرناک او خورا تاواني دی. رښتيني مومن د الله د رحمت، نرمي او شفقت استازی او ژوندۍ بېلګه وي له خلکو سره نرم او مهربانه وي او له سختي او بدزباني نه منډي وهي.

د لعنت شرعي معنا د الله له رحمته لیري کیدل دي، شرعا دا هم ثابته ده چې د الله رحمت له قهر او فضله زیات ده، علماء لیکي: قرانکریم کې د الله په صفتونو کې د “الرحیم” صفت تر ټولو صفاتو زیات تکرار شوی دی او د دې مطلب دا دی چې هغه ذات ترټولو زیات مهربانه دی. نو د هغه مهربانه ذات د مهرباني او رحمت واک له هغه سره ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم روزنیزه لاره ټوله رحمت او مهرباني ده او خپل ملګري به یې هر وخت له سختي، غوسې او لعنتونو ویلو منعه کول. په دې اړه د رسول الله النبي صلى الله عليه وسلم څو زريني لارښوونې رااخلم.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: زه لعنت ویونکی نه یم رالیږل شوی بلکي زه رحمت رالیږل شوی یم. إني لم أبعث لعانا و إنما بعثت رحمة [رواه مسلم]

رسول الله النبي صلى الله عليه وسلم فرمایي: مومن به عیب پلټونکی، لعنت ویونکی او سپکې، فحش او بېحیا خبرې کوونکی؛ نه وي. ليس المؤمن بالطعان ولا اللعان ولا الفاحش ولا البذيء ” [رواه الترمذي]

رسول الله النبي صلى الله عليه وسلم فرمایي: رښتينی مومن باید لعنت ویونکی نه وي. لا ينبغي لصديق أن يكون لعانا ” [رواه مسلم]

رسول الله النبي صلى الله عليه وسلم فرمایي: مومن به لعنت ویونکی نه وي. لا يكون المؤمن لعانا ” [رواه الترمذي]

رسول الله النبي صلى الله عليه وسلم فرمایي: پخپلو کې په یوه بل د الله لعنتونه مه وایئ، او مه یوه بل ته د الله د غضب او اور ښېرا کوئ. لا تلاعنوا بلعنة الله ولا بغضبه ولا بالنار” [رواه الترمذي].

د أم الدرداء رضي الله عنها په مخ کې چا په خپل غلام لعنت وویلې، هغې ورته وویل: له ابودرداء رضي الله عنه نه مې اوریدلي هغه ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: لعنت ویونکي به د قیامت په ورځ سپارښت نشي کولی او نه به شاهدي ویلی شي. قالت أم الدرداء: سمعت أبا الدرداء رضي الله عنه يقول قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” لا يكون اللعانون شفعاء ولا شهداء يوم القيامة ” [مسلم].

ثابت بن الضحاک رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په مسلمان لعنت ویل لکه د هغه وژل داسې دي. عن ثابت بن الضحاك رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (لعن المؤمن كقتله .. ) [رواه البخاري]. یعني په حرمت او سزا کې.

په حدیثو کې په دې اړه ډېر څه نور هم راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مختلفو طریقو صحابه کرام پوهول څو په یوه بل له لعنت ویلو نه ځانونه وژغوري، ځکه لعنت ویل او یو بل د الله له رحمته لیري بلل له اخروي عذاب سره دنیوي ټولنیزي ستونزي هم لري، ځکه په دې بدخويي سره د مسلمانانو وحدت او یووالی ختمیږي او تفرقه او نفرت رامنځته کیږي.

لکه یو صحابي جرموزا الهجيمي چې وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې وویل: وصیت راته وکړه، هغه راته وویل: وصیت درته کوم چې لعان مه کیږه، یعني لعنتونه مه وایه. عن جرموزا الهجيمي قال: قلت يا رسول الله أوصني قال: ” أوصيك أن لا تكون لعانا ” [رواه أحمد]

د لعنت ویلو لوی تاوان دا دی چې لعنت لکه تکفیرداسې دی، په دې معنا که یو چا ته کافر وویل شي او د هغه په اړه دا خبره سمه نه وي نو دا خبره بیرته ویونکي ته راجع کیږي، لعنت ویل هم داسې دي که په بې ګناه او یا د لعنت نه مستحق باندې لعنت وویل شي نو دا لعنت ویونکي ته راګرځي. لکه په حدیث کې چې دا خبره تفصیلي راغلې ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: بنده چې په یوه شي لعنت ووايي، دا لعنت اسمان ته پورته شي، نو د اسمان دروازې يې پر مخ وتړل شي، بیا بیرته ځمکې ته راښکه شي، او د ځمکې دروازې یې هم پر مخ وتړل شي، بیا چپ او ښۍ خوا ته وګرځي، که کوم مستحق يې پیدا نشي بیرته هغه ته راوګرځي چې لعنت پرې ویل شوی، که یې هغه وړ او مستحق وي، او کنه بیرته ویونکي ته راجع شي. عن أبي الدرداء رضي الله عنه قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:”إن العبد إذا لعن شيئا صعدت اللعنة إلى السماء فتغلق أبواب السماء دونها ثم تهبط إلى الأرض فتغلق أبوابها دونها ثم تأخذ يمينا وشمالا فإذا لم تجد مساغا رجعت إلى الذي لعن فإن كان لذلك أهلا وإلا رجعت إلى قائلها ” [رواه أبو داود].

امام عبد الرؤف المناوي رحمه الله په فیض القدیر کې د دې حدیث په شرحه کې لیکي: (إن العبد إذا لعن شيئاً) یعني هرشی باندې چې لعنت وویل شي که انسان وي یا بل شی، او د اسمان دروازې یې ځکه پرمخ تړل کیږي چې اسمان ته یواځې ښه عمل او ښې خبرې پورته کیږي { إليه يصعد الكلم الطيب والعمل الصالح يرفعه} [فاطر:10]. نو د حدیث مطلب دا دی چې هغه څوک یا شی چې د لعنت مستحق نه وي په هغه لعنت ویل ناروا او دومره تاواني دي چې دا لعنت بیرته ویونکي ته راګرځي،

په بل حدیث کې راغلي: ابن عباس رضي الله عنهما وايي یوه سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکي په باد لعنت وویلې، هغه ورته وویل: په باد لعنت مه وایه، هغه ته امر شوی دی، او څوک چې په کوم شي لعنت ووايي او هغه یې مستحق نه وي نو لعنت بیرته په ده ورګرځي. عن ابن عباس أن رجلا لعن الريح عند النبي صلى الله عليه وسلم فقال: ” لا تلعن الريح فإنها مأمورة، وإنه من لعن شيئا ليس له بأهل رجعت اللعنة عليه ” [رواه الترمذي].

په بل روایت کې راغلي یو سړی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست و، هلته چرګ اواز پورته کړ او هغه سړي لعنت پرې وویلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په چرګ لعنت مه وایه، هغه مو لمانځه ته بولي. عن زيد بن خالد الجهني قال: لعن رجل ديكا صاح عند النبي صلى الله عليه وسلم، فقال: “لا تلعنه فإنه يدعو إلى الصلاة ” [رواه أحمد]

مطلب دا چې هر د ګټې او خیر شی د لعنت وړ نه دی که څه هم د هغه شي خیر او ښه د هغه د ارادې شی نه وي، او په ځانګړې توګه پر مومن لعنت ویل خو لکه د هغه وژل داسې دي لکه مخکي حدیث کې دا خبره په صراحت سره تیره شوه. او له دې حدیثو معلومه شوه چې لعنت ویل سخت ناروا کار دی او د مومن له شان سره لعنتونه ویل نا مناسب دي، مومن باید خلک د الله رحمت ته رانږدې کړي او لعنت ویل د الله له رحمته لیري کول دی نو مومن باید له دې کاره ځان وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x