افغانستان

اروپايي ټولنه: که ټاکنیز سیستم اصلاح نه شي دوی يې له ملاتړه زړه توري دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): اروپايي ټولنه وايي چې که د راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو تر ټاکنو وړاندې ټاکنیز کمیسیونونه اصلاح نه شي دوی به يې له ملاتړه لاس واخلي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی فرانز مایکل میلیبن وايي چې دوی له داسې ټاکنو سره مرسته نه شي کولی چې د موجوده کمیسیونونو پر مټ يې چارې پرمخ وړل کېږي.

د هغه په خبره ټاکنیز کمیسیونونه او د ټاکنو ټول سیستم اساسي سمونونو ته اړتیا لري، چې په وینا يې ګډ حکومت يې باید پخپلو لومړیتوبونو کې وګڼي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک او د ټاکنیزو شکایاتو اورېدلو کمیسیونونو د ځانونو د سپیناوي نارې پورته کړې دي، خو اجراييه ریاست د خپلو ټاکنو پر مهال هم دا کمیسیونونه له فساده ډک وبلل.

ولسمشر غني هم په دې وروستیو کې د ټاکنیزو سمونونو لپاره یو تقنیني فرمان لاسلیک کړی دی.

ياده دې وي ولسمشر غني، اجرايیه رییس او اروپايي ټولنه په داسې حال کې د ټاکنیزو سیستم او د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون غږ کوي چې موجوده حکومت هم د دې کمیسیونونو د کاري هڅو په پایله کې رامنځته شوی دی.

د شنونکو په باور که له ټاکنیزو منډو ترړو د اروپايي ټولنې مرسته بنده شي، ټاکنې به فلج شي، ځکه خو حکومت مجبور دی چې یاده ټولنه پر ټاکنیزو سمونونو قانع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x