افغانستان

افغان ملت ګوند له حکومته بېزاره شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر غني په ټاکنیزو منډو ترړو کې سرسخت پلویان د افغان ملت ګوند غړي بلل کېدل، خو دې ګوند له ګډ حکومته خپل ملاتړ بېرته واخیست.

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد وايي چې دوی له حکومته ځکه پښېمانه شول چې په وینا يې پخپلو ژمنو کې بشپړ پاتې راغلی دی.

شېرزاد وايي دوی له دې وروسته ولسمشر غني رامنځته کړي دولت ته شا کړه او د دې دولت پر ضد اپوزیسیون کې به په ګډه کار وکړي.

شېرزاد وايي د دوی ګوند رسماً د ښاغلي انورالحق احدي له اپوزیسیون؛ د افغانستان نوې ملي جبهې څخه ملاتړ اعلانوي.

وړاندې تر دې همدې ګوند د انورالحق احدي په مشرۍ د جوړې شوې جبهې مخالف و، خو له حکومت سره په مخالفت کې يې د دې جبهې ملاتړ اعلان کړ.

ياده دې وي پر ولسمشر غني تور دی چې خپل نږدې ملګري يې له عبدالله عبدالله سره د شوي توافق پر سر له ځانه ګوښه کړي دي، خو بلعکس عبدالله عبدالله د همدې توافق سره سره خپل ملاتړي خوشاله ساتلي دي.

ځينې شنونکي پر دې اند دي چې افغان ملت ګوند تر اوسه ځکه د دولت د ملاتړ تبلیغات کول چې له ولسمشر ورته د مهمو څوکیو ورکړې ژمنې کړې وي، خو چې عملي يې نه کړي دوی ترې جلا شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا فاسد ګوند مونږ نشي غولولی وروسته له دي چې جیبونه یې د cia په دالرو ډک کړل اوس کوشش کوي چې اولس
بیا وغلوي ! دا فاسدين دباندېنويو استخباراتو اجنټان دي چې زه یې په شخصي ډول ګوته په ګوته پېژنم !

که دا ګوند يو ملي ګوند وی نو دوی به پر دې فاسد دولت کې د اشغالګرو تر لاس لاندې هیڅ کار نه کاوو !!

پتنګ

الحاج استا ذ بیانزی

د افغان ملت د تش په نامه ګوند غلامانو تر هغی چه په غلامه ، ناوړه او فاسده اداره کی وزیران او ریسان وو ، میلونران او بیلونران تری جوړ شول ، دا غم ورسره نه وو چه د خاوری ، خلکو او خپلواکی پلورلو لوبه کی سهیم شوی ، ، تر دی چه تر کرزی ورته غنی (چه د نجیب له وختو لوی ملحد کمونست پاتی شوی او اوس سکولریست او ماسونیست او په څنګ ګی ورسره د نشنلستی شعارونه هم ورکوی ) د ځان په ګټه معلوم شو چه میلونری به مو پر بیلونری بدله شی ، مګر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x