افغانستان

تخار: د والي د دفتر رییس د معلول په نوم کلونه معاش اخیستی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د تخار د والي د دفتر رییس له کلونو راهیسې د معلول په نوم د کار، ټولنیزو چارو، شهیدان او معلولینو له وزارته میاشتنی معاش اخیست.

د تخار د والي د دفتر رییس له رسوا کېدو وروسته څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د تخار ولایت والي محمد یاسين ضیاء وايي چې که د نوموړي په اداره کې هر څوک له قانونه سرغړونه وکړي څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

د تخار والي وايي چې دوی په دې ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو د ریاست د کارونو څېړنه کوله چې پکې يې داسې اسناد وموندل چې د ده دفتر هم ترې څو کاله پرلپسې معاش وړی دی.

د هغه په خبره له څېړنو وروسته معلومه شوه چې د ده د دفتر رییس د معلول په نوم له څو کلونو راهیسې معاشونه اخیستي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د دولت په نورو برخو سربېره په پوهنیزه برخه کې ګڼې خیالي ښوونیزې ادارې فعالې دي، او د سیګار د راپورونو له مخې په امنیتي لیکو کې هم سلګونه خيالي عسکر معاشونه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x