نظــر

پر پنجشیر دطالبانو برید څه په ډاګه کړل؟

طالبانودخالدبن ولیدرضی الله عنه دعملیاتوپه لړکي  نن (مئ ۲۹مه )دپنجشیرولایت مقام اوامنیه قومانداني تراورلاندي ونیوه ،جګړه چي سهارڅلوربجې پیل شوې  وه ،دڅلورنیم ساعته پرله پسې  دوام څخه وروسته دمالي اوځاني تلفاتوسره پای ته  ورسیده .
دطالبانوویاند‌ذبیح الله مجاهدرسنیوته په  استول شوې خبرپاڼه کي ویلي چي :«دغه جګړه دشپږوتنوفدایانوله لوري  چي په سپکواودرنووسلوسمبال ووپیل شوه ،لومړی یې دامنیه قوماندنۍ په نظام قراول کي  اته تنه پیره داران ووژل وروسته دولایت  مقام ودانۍ اوامنیه قوماندانۍ ته  په ننوتلوبریالي شول ،دولایت  په ودانۍ کي یې هغه ملیمستون چي  خارجي اوداخلي مشاورین   پکي اوسیدل په نښه کړ ،

مجاهدلیکي چي :دبریدپه پایله کي یې دولایت په میلستون کي دوولس تنه مشاورین چي شپږیې خارجیان وو  وژلي اودروڅلوېښت کسان یې ژوبل کړي  ،اواته دیرش تنه دملي امنیت  ،اردوعسکراولایتي چارواکي یې دجګړې په جریان کي وژلي  ، دولایت ودانۍ په بشپړه توګه سوځول شوې  اته رینجرموټراونورمهمات پکي له منځه تللي دي .

که څه هم دځاني تلفاتوپه اړه چارواکي ضدونقیض خبرونه ورکوي ، خودپنجشیروالي کرام الدین کریم منلې چي دولایت مقام یې یومخ سوځول شوي  اودرون زیان ورته  رسیدلی دی .

د۲۰۱۱ز،کال داکتوبرپر۱۵مه هم  طالبانوپه پنجشیرولایت کي مېشت دامریکایې پي ،آر،ټي  ټیم په دفترباندي ورته حمله وکړه ،خو هماغه مهال هم دهمدې بریدپه شان  چارواکودځاني تلفاتودپټولوډیره هڅه وکړه اوخبریالانوته یې اجازه ورنه کړه چي سیمي ته  ولاړشي  حالات په خپلوسترګووویني  اودعیني شاهدانوڅخه دبریددڅرنګوالي اودزیانونودڅومره والي پوښتني  وکړي .

طالبان معمولاهرکال دپسرلي  په رارسیدوسره په نوي نوم نوي عملیات پیلوي سږچي یې   دخالدبن ولیدپه نوم  علمیات اعلان کړل ،دکرزي دحکومت دفاع وزارت همدې عملیاتوته د یوې تبلیغاتي هڅي نوم ورکړ چي په عمل کي  کومه پام وړجنبه نه لري ،خوروسته یې خپله ومنله چي طالبانوسږپه ډیرزورسره پسرلني عملیات پیل کړي دي .

رښتیاهم دخالدبن ولیددعلمیاتودپیل سره طالبانودهیوادپه ډیروسیموکي  داسي  زوروبریدونه وکړل  چي په تېرکي یې ساري  کم لیدل شوی ؤ.مثلاتېره اونۍ یې دکابل په زړه کي  دبهرنیانوپراستوګنځی ډله ییزبریدوکړچي دځاني اومالي زیانونه سره پای ته ورسید،دبدخشان  په وردوج ولسوالۍ کي یې  دکابل  حکومتي عسکرو پرله پسې بریدونه  چي هوایې ځواک اومځکنۍ توپخانۍ یې پوره ملاتړکاوه په شاوتمول ،دفاریاب  په مختلفوولسوالیوکي یې   داردواواربکیانوپه درځنونوپوستې  له منځه یووړې  ،په غزني ،کندهار،هلمند،کونړ،نورستان ،پکتیا،فراه او…..کي یې  یرغلګروځواکونواوداخلي عسکروته درانه ځاني اومالي زیانونه واړول .

دکابل دتیري اونۍ دبریدپه شان دپنجشیرحملې هم دخلګوسره ډیري پوښتني راپیداکړي  دي :

طالبان  څنګه توانیږي  چي  د کابل اوپنجشیرغوندي ولایاتوپه مهموځایونوکي چي دتحفظ په موخه یې دداخلي استخباراتي ارګان ترڅنګ په درځونونوبهرنیواستخباراتي ادارو ځالي  جوړي کړي اوچیچیان یې پکي ایستلي  مهم اهداف په نښه کړي  ؟
طالبانوڅنګه وکولای شول چي دومره ډیرمهمات  سیمي ته راوړي  چي په ساعتونوساعتونوجګړه ګرمه پرې وساتي ؟

استخباراتي ادارې  ولي دومره دغافله شوې  چي حتی پردوی خپله حملې کیږي ؟

 درې لکه اردواوپولیس  ولي نشي کولای چي  حمله کونکي ایساراوقابوکړي ؟

 ملي امنیت ولي نشي کولای چي  حتی په پلازمېنه کي حملې وارله مخه شنډي کړي ؟

او……؟؟؟!

دغه رازپه دې وروستیوکي دکابل حکومت دپوځي اوملکي ارګانونو منسوبین   په تېره محلي پولیس په ډله ییزه توګه دطالبانوسره یوځای کیږي ،وسلې اووسایط هم له ځان سره برمته کوي اوبیایې طالبانوته  سپاري چي په پایله کي یې حکومت  اویرغلګروته فوق العاده سرخوږی جوړکړی دی .

طالبانودارشاد،دعوت ،جلب اوجذب په نوم یوکمیسیون په دې موخه جوړکړی  چي دولتي  منسوبین خپلولیکوته جلب اوجذب کړي اویالږترلږه دحکومت سره دکارکولوڅخه یې  راوګرځوي ،کومو کسانو چي پربهرنیانواوداخلي  چارواکوحملې کړې هغوی یې ډیرښه استقبال کړي اونازولي دي  .

دجګړې دوه مهم عنصره لوړمورال اوجګړیزابتکاردی ،په اوسنۍ ناانډوله جګړه کي بې له شکه چي طالبانوداړینوامکاناتودنه شتون سره سره همدادوه عنصره ترلاسه کړي دي .هروخت اوهرځای  چي یې  زړه وغواړي  مطلوب اهداف په نښه کولای شي  .دطالبانویوبل امتیازدادی چي په کارکي ترخبروډیرزورعمل ته ورکوي  ،کومه څه چي  اعلان کړي   عملي اړخ  یې   تراعلان ډیرمؤثراوجوت وي .

مګریرغلګرځواکونه اودکرزي اداره بیاترعمل په خبروکي مخکي  ده ،دوی  په میاشتو- میاشتودعملیاتواعلانونه کوي  ،وروسته عملیات په خورادرزودروزسره شروع کړي  په لومړۍ ورځ دلسهاوومخالفانودوژني اونیوني اعلانونه کوي ،پراخي سیمي یې نیولي اوتصفیه کړي وي  !!خوپه واقعیت کي  دداسي غښتلي مقاومت سره مخ وي چي  دقابوکولوچل یې څه چي دتیښتي لارترې ورکه وي .بیاچي دتیښتي لارپیداکړي  داسي په پټه خوله له سیمي څخه وتلي وي  چي په اونیواونیوڅوک خبرنه وي چي عملیات  یې موفق شوي !!،مخه یې ډب شوي ! اوکه خوارخسته بیرته خپلوبارکونوته ستانه شوي دي !.

دافغانستان دچاروزیاتره څېړونکي اوس دې نتیجې ته  رسیدلي  چي  طالبان  که وغواړي دجنوب په څېر شمال اودختیځ په شان  لویدیځ کي هم هرډول چریکي اوتهاجمي  بریدونه ترسره کولای شي . دبېلګې په توګه پنجشیرولایت دکابل په شمال کي واقع هغه سیمه ده چي دطالبانوفعالیت ترډیره  کمزوری پکي محسوسیده ،خودغه بریدداپه ډاکه کړه چي طالبان دنوروسیموغوندي دلته هم پیاوړي ،دولسي ملاتړاوښه نفوذڅخه  برخمن دي .

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x