شعـــــرونه

وران وطن: هاشم سادات

                          غزل

ذمه وارې د وران وطن مو په سر بار پرته ده
ملګرو مونږ ته له په وړاندې اوږده لارپرته ده

پدې حالاتو کښ خندا او خوشحالې څه معنی
چه  دوطن  ناوې په سرو وینو سنګار پرته ده

د دې  یتیم  چاؤدلو  شونډو  ته  خندا  پکار ده
د بې وسئ اوښکه یی ګورئ په رخُسار پرته ده

دغه  بادونو  غورځولې  دې  جهنډې  په  قبر
که  د  شهید  کونډه  پریوتې  په مزار پرته ده

دا  کوم  طوفان  ده  غورزولې  د آزغو  دپاڅه
دا لوپټه د کومې  خور  ده چه  تار تار پرته ده

اللہ دې خیر کړې بیا  درز  اوشو  ژړاګانې دې بیا
توره  لوخړه  د  بارودو   پدې  ښار  پرته  ده

زوې یی شهید دې خو بوډئ مور یی له نده خبر
په  بستره  د مرګ  د زوې  په  انتظار  پرته ده

هاشمه” بیا دې  ټول  غزل  د اسویلو  نه ډک دې
دخیال مرغئ دې بیا الوتې په په انګار پرته ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x