
هلمند څپه څپه /دانش ملنګ
دانش ملنګ
راژوندۍ مو د پاڅون مسته ټپه ده
شور او ځوږ دی بیا ھلمند څپه څپه ده
ازادۍ بیا دځوانیو خیرات غواړي
ښایي بیا مو د دوښمن وینه سړہ دہ
آسپې زین تورې را واخلئ بیا غزادہ
بیا سپرلی شو واوری ویلې زمکه شنه دہ
د دوښمن په تبلیغاتو خطا نشئ
دوی دې وایي چې جھاد ندی جګړہ دہ
څو چی ستا په سر فساد وی دم بہ نشو
د وطن مورکۍ همدا زمونږ وعدہ دہ
درومه غاړہ خلاصوہ دانش ملنګه
دخدای حکم دی جھادھم فریضه دہ