نړۍ

خیبرپښتونخوا: شبقدر کې سرتیري برید ۴۷ کسانو ته مرګ-ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د چارسدې ولسوالۍ په شبقدر سیمه کې د یوې محکمې مخته سرتیري برید لږترلږه ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي.

سیمه ییز چارواکي وایې چې برید کوونکي غوښتل محکمې ته دننه ځان ورسوي خو پر تلاښئ ولاړو پولیسو یې مخه ونیول او پر برید کوونکي یې ډزي وکړي، د ډزو سره سم برید کوونکي په ځان پوري تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

په چاودنه کې چې ډیره زوروه وه د دوو پولیسو او یوې میرمني په ګډون ۱۷ تنه ووژل سول او ۳۰ تنه نور ټپيان سول، پاکستاني رسنیو ویلي چې په ټپيانو کې هم پولیس موجود دي.

د برید مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان (جماعت الاحرار) ډلي پر غاړه اخیستی، ددې ډلي ویاند احسان الله احسان ویلي چې دا برید یې د ممتاز قادري د اعدام د غچ اخیستلو لپاره کړی دی.

د یادوني وړده چې څه موده وړاندي په همدې چارسده ولسوالۍ کې پر باچاخان پوهنتون برید ۲۱ تنه ووژل او په متقابلو ډزو سره ۴ تنه بریدګر هم ووژل سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x