نظــر

طالبان څنګه سوله وکړي ؟ !

د کرزي رژیم له ډېره وخته د غرب په اشاره هڅه کوي چي د خپل واک دساتني، دامریکايي اهدافو د پلي کولو او په افغانستان کي د ځواني دیموکراسۍ د ساتني په موخه د سولي له نامه ناوړه ګټه پورته کړي.

د خواشینۍ ځای دادی چي غرب په شعوري او یو شمير مسلمان صفته افغانانو په غیرشعوري توګه طالبان تر اوسه ندي پېژندلي.

غرب پدې ښه پوهیږي چي طالبان ولي له موږ سره په جګړه کي دي، مګر پدې سر نه خلاصوي چي څنګه په مجموع کي دمسلمانانو اوپه خصوص کي دافغانانو ستونزي له منځه تللاي سي.

دوي په دې هیله چي هم يې خپلي ناروا ګټي خوندي ساتلي وي او هم له شرمناکي ماتي څخه ساتل سوي وي په پرلپسې توګه هڅي کوي چي دسولي ترنامه لاندي طالبان تسلیم کړي او ددې کار لپاره يې خپل افغاني اجیران په بېلابېلو نومونو استخدام کړیدي هم دي.

دا خبره د غرب او دکرزي د فاسد رژیم لپاره یوه لویه ناامیدي ګرځېدلې ده چي زموږ له دومره هڅو سره سره  بياهم طالبان ددوي په وینا ولي سولي ته نه دي اماده سوي او زموږ چلونو او زاریو هیڅ اغیز ورباندي ندی کړی ؟

له یو شمېر ساده لوحو او مسلمان صفته افغانانو نه هم دا خبره اورېدل کېږي چي طالبان ولي د کرزي له رژیم سره جګړه کوي ؟ را دي سي له کرزي سره دي په ګډه حکومت جوړ کړي او خپل هیواد ته دي خدمت وکړي امریکایان خو هسي هم یوه ورځ له وطنه وځي !

که د طالبانو او ددوي د نړیوالواو کورنیو مخالفینو اهدافو ته په ځېر وکتل سي نو په افغانستان کي دجګړې د دوام ، امن او ثبات او سولي ټول فکتورونه به روښانه سي او په ډېره واضحه او اسانه توګه به دافغانستان او اسلامي نړۍ د لانجې د پايته رسېدو لاره پیدا سي.

اوسمهال په افغانستان کي د ګوندونو او اشخاصو ترمنځ جګړه شتون نلري بلکه ددوو اهدافو د پلي کوونکو ترمنځ جګړه شروع ده.

د جګړې یو طرف نړیواله کفري ټلواله او ددوي افغاني تالې څټي دي چي یوازنی هدف يې په افغانستان کي د دیموکراسۍ پلي کول او لدې هیواده یو دیموکراتیک جمهوریت جوړول دي.

او د جګړې بل طرف مجاهدین طالبان دي چي یوازني هدف يې د الله جل جلاله پر ځمکه دالله جل جلاله قانون پلي کول دي.

دواړو جنګېدونکو طرفونو د خپلو اهدافو لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي او هیڅ یو هم دې ته تیار ندی چي له خپلو ارمانونو تېر سي.

  په افغانستان کي دشوروي دسرو لښکرو له ماتي وروسته چي افغان اولس د خپل بري د لمانځلو په درشل کي وو او دیوه اسلامي هیواد په توګه دنړۍ مظلومو مؤمنانو افغانستان ته د اسلامي خلافت د جوړېدونکي پلازمېني په هیله د امید سترګي کږې کړیوي غرب چي په سر کي ېې شیطانه امریکا وه یو ځل بیا د همدې مظلوم اولس پرزړه د خنجر وار وکړ او ددوي هیلي يې له خاورو سره خاوري کړې.

د مجاهدینو په منځ کي له اختلاف اچولو وروسته يې په افغانستان کي دخونړیو تنظیمي جګړو اورته په لمن وهلو افغان اولس داسي وکړاوه چي نور نو نه په هیواد کي د چا ناموس خوندي وو او نه يي د سر او مال دحفاظت فکر کولای سوای، په ټول هیواد کي مفسد توپکیان حاکم سول او هرې خوا ته دشر اوفساد سالارانو بي انتها ظلمونه شروع کړل.

د یوشمېرتنظیمونو دمشرانو د خپلمنځي جګړو په پایله کي افغانستان ټوټي ټوټی سو او په هره برخه کي يي مفسد او ناروا چارواکي حاکم سول، د خلکو پر ځان ، مال او ناموس باندي دغه تیري کوونکو ټوپکیانو بالاخره داسي کړني شروع کړي چي انسانیت يي په ذکر کولوهم شرمیدل، مؤمن اولس همداسي دناامیدی په تیارو کی حیران پاتي وو چي رحمن ذات جل جلاله دخپل رحمت په وجه ددوي پرتیاره کور دهیلو یو روڼ لمر را وخیژاوه.

عالیقدر امیرالمومنین ملامحمدعمرمجاهد حفظه الله  دخپلو څونورو مخلصو ملګرو په ملګرتیا دمؤمن اولس له منځه او ددوي په ملاتړ په سپیڅلي مبارزه پیل وکړ او دطالبانو داسلامي تحریک بنسټ یي کښېښود، لوی رب جل جلاله په لږ وخت کي دخپلو دغو باتقوی  بندګانو په لاسونو دشراوفساد ځالي یوپه بل پسي ونړولې اوحیرانوونکي پرمختګونه یي وکړل.

د هیواد په ۹۵ فیصده ځمکه کي د شرعي نظام په پلي کولو سره طالبانو نړۍ ته په واحد قیادت، استقلال او امن او ثبات کي بریالی امتحان ورکړ او نړیوالو هم پردې نقطو اعتراف کړیدی او دا هغه څه دي د کرزي رژیم يې د کفري نړۍ  له مالي اوځاني ملاتړ سره سره په ترلاسه کولو کي پاتي راغلی دی.

غرب په افغانستان کي د طالبانو له زغم نه وتونکو حیرانوونکو پرمختګونودې ته اړ کړ چي د ټولو نړیوالو منل سوو قوانینو خلاف پر افغانستان وحشی یرغل وکړي او د افغانستان اسلامي امارت ظاهراً له منځه یوسي ، خو طالبانو چي د مادیاتو پر ځاي پر الهي نصرت باور درلود او د ژوند یوازنی هدف يې دالله جل جلاله پرځمکه دالله جل جلاله د نظام قائمول وو ددې پروا ونکړه چي امارت يي له مینځه یووړل سو بلکه په پراخه حوصله او ټینګ عزم يې د کفري ټلوالي او ددوي دغلامانو په مقابل کي مقدس جهاد ته ادامه ورکړه او دادی الحمدلله له دوولسو کالو پرلپسې مبارزې وروسته د لوي الله جل جلاله په کامل نصرت بري ته نژدې دي.

امریکا او ملګرو يې د یرغل له لومړیو وختونو راهیسي تراوسه په دوامدره توګه د دیموکراسۍ دپلي کولو په لاره کي خپل په زرهاوو عسکر دمرګ کندي ولېږل او په میلیاردونو ډالر يې ددې ارمان د تحقق لپاره خاوری کړل.

پورته توضیحاتو ته په کتو سره هم دطالبانو او هم د غربیانو لپاره خپل ارمانونه مهم دي او هر یو يې د سرته رسولو لپاره پراخي هڅي کوي.

طالبانو په منطق نه پوهیدونکو غربیانو ته د توري په زور دا وښودل چي د دیموکراسۍ د تحقق لپاره که هرڅومره زر او زور وکاروئ ارمان به مو پوره نسي او له دیموکراسۍ سره یوځاي به په تورمخ شرمیدلی زموږ له هیواده شړل کیږئ .

غربیانو ته هم دا معلومه سوې چي د زور له لاري د طالبانو له منځه وړل یو ناشونی کار دی ولي له نورو دسیسو يې لا امید نه دی ختلی .

دسولي د پروسي په نامه چي امریکا کوم شیطاني پروګرام پیل کړی تر بل هر وخت يي اوس زیاته توجه ورته کړې او له بېلابېلو بنسټونو، اشخاصو او حتی هیوادو يي کاراخیستل پیل کړیدی، پدې لړ کي يې له ولسمشرانو نیولې تر هري طبقي خلک استخدام کړیدي.

اوس پوښتنه داده چي امریکا ددغه پراخ بهیر له لاري له طالبانو د سولي په نامه څه غواړي ؟

که د امریکا په شیطاني قاموس کي سوله د تسلیمۍ په معنی وي نو طالبان چي د دوولسو کلونو جنګي تکالیفو په مقابل کي ثابت قدم پاتي سول اوس امریکاته د زاریو په مقابل کي تسلیم سي ؟

 آیا دا به معقوله وي چي یو څوک دکمزورۍ په وخت کي نه تسليمېږي او د قدرت او واک په وخت کي دي تسلیم سي ؟

که امریکا سوله له خپل هدف څخه تېریدل بولي نو بیا خو نه هم طالبان سوله کوي او نه هم امریکا ! ځکه طالبانو هروخت په زغرده دا خبره کړې چي ددوي یوازنی هدف په افغانستان کي داسلامي او شرعي نظام پلي کول دي، او امریکا د کرزي او نورو ګوډاګیانو په ژبه څو واره دا خبره کړیده چي موږ په افغانستان کي د دیموکراسۍ له برکته را اورېدلي لاسته راوړني ساتل غواړو او په هیڅ قیمت يي بایللوته تیار نه یو!

ښايي ځیني ښاغلي به فکر کوي چي طالبان ممکن په افغانستان کي له یوه دیموکراتیک اسلام سره اړخ ولګوي او پدې ډول به اوسني دیموکراتان او طالبان په ګډه حکومت جوړ کړي!

دداسي فکر لرونکي اشخاص باید دا خبره درک کړي چي ددوو متضادو عقيدوي ډلو یوځاي کېدنه داسي دي له د اور او اوبویوځاي کېدل، ځکه :

په دیموکراسۍ کي اعتبار دخلکو اکثریت لره دی او په اسلامي شرع کي اعتبار د هرڅه په مقابل کی دالله جل جلاله حکم لره دی !

پارلمان د خپلو غړو په اکثریت دا فیصله کوي چي دغله لاس باید پرې نکړل سي ځکه دا له نړیوالوبشري حقوقو سرغړاوی دی !

د الله جل جلاله کتاب قرآنکریم دا فیصله کړې چي دغله او غلې لاس دي پرې کړل سي !

اوس دیموکراتان او طالبان څنګه فیصله سره وکړي ؟

که طالبان د پارلمان خبره ومني نو دقرآنکریم حکم يي شاته وغورځاوه او دوی هم دیموکراتان سول خودبخوده د طالبانو له تعریفه وځي.

او که دیموکراتان د پارلمان خبره رد کړې او دقرانکريم حکم ومني نو بیا دوي دیموکراتان نه سول دوي خودبخوده طالبان دي.

د سوله غوښتونکو افغانانولپاره یوه مشوره :

که تاسو حقیقتاً پرالله جل جلاله او دالله جل جلاله پرکتاب او رسول صلی الله علیه وسلم ایمان لرئ نو د د الله جل جلاله په کتاب کي په دغه مبارک آیات عمل وکړئ ! ( واعتمصوا بحبل الله جمیعاً ولا تفرقوا) ژباړه : دالله جل جلاله پر رسۍ ( قرانکریم) ټوله کلک لاسونه ونیسئ او مه سره بېلېږئ !

ددې مبارک ایت څخه معلومه سول چي د مسلمانانو دوحدت او یووالي اصلي محور دالله جل جلاله کتاب دی.

که سوله د مسلمانانو په خپل منځ کي د اتحاد راوستل وي نو بیا خو الله جل جلاله د سولي لار راښودلې ده او هغه دالله جل جلاله په کتاب عمل کول دي.

که سوله غواړئ نو ټول په یوه اواز دا اعلان وکړئ چي موږ په افغانستان او ټوله نړۍ کي د الله جل جلاله د سپېڅلي کتاب داحکامو عملي کول غواړو !

د سولي غوښتونکو ! پدې صورت کي به تاسو د طالبانو او طالبان ستاسو ورونه سي او د ګډ هدف په لرلو سره به خپل هیواد او اسلامي نړۍ آباده کړئ او د یوه رښتيني شرعي نظام په ښکلامزین اسلامي هیواد به ولرو. انشاء الله

اللهم یا مصرف القلوب ! صرف قلوبنا الی طاعتک آمین

عبد العزیز عازم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x