افغانستان

امريکا: که طالبان مذاکراتو ته تيار نه شي، راتلونکی اوړی به ډېر خونړی وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي وايي، که طالبان د سولې څلور اړخيزې غونډه کې ګډونه ونه کړي، نو راتلونکی پسرلی او اوړی به ډېر خونړی او له جګړو ډک وي.

جان کربي وايي، چې د طالبانو وروستيو بريدونو لپاره بايد افغان امنيتي ځواکونه او امريکايي پوځيان بشپړ تياری ولري.

تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزير د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم واشنګټن کې رسنيو ته ويلي و، که د سولې بهير ګړندی نه شي، نو راتلونکی راتلونکو وختونو کې تاوتريخوالي کې پام وړ زياتوالی راتلی شي.

جان کربي تېره شپه واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې د سولې بهير او طالبانو په اړه د امريکا او پاکستان دريځ يو دی.

کربي زياته کړه: «که افغان طالبان حکومت سره مذاکراتو لپاره نه تياريږي، نو موږ او افغان پوځ بايد راتلونکو مياشتو کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي او طالبانو د بريدونو لپاره بشپړ تياری ولرو.»

د امريکا بهرنيو چارو وزارت زياتوي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم دا وايي، چې طالبانو سره بايد مذاکرات روان شي.

د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه، چې افغانستان کې به د پاکستان اتومي وسلو د خوندي کولو په موخه امريکايي پوځيان تر ډېره پاتې وي، جان کري وويل، چې افغانستان کې د پوځيانو د زياتولو او کمولو واک د وسله والو پوځونو له اعلی قوماندان سره دی او ولسمشر لا له پخوا افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر له ۹۸۰۰ څخه د زياتولو پرېکړه کړې ده.

امريکا وايي، چې د افغان سولې ملاتړ کوي او دا مذاکرات بايد د افغانستان په مشرۍ کې وي.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې امريکا په څلور اړخيزه ناسته کې د سولې بهير کې ځان درېيمګړی کړی، مګر د افغانستان روانې جګړې پيل امريکا کړی، دلته يې زرګونو عسکر وژل شوي او تر اوسه دا لړۍ روانه ده، نو امريکا دا حق نه لري، چې د درېيمګړي رول ادا کړي، بلکې د ښکېل لوري په توګه بايد طالبانو سره مذاکرات وکړي.

طالبان وايي، چې امريکا له يو لوري نور پوځيان رالېږي او افغان حکومت هم خپلو عملياتو ته زور ورکړی، لسګونه زره ولسي خلک يې په ساړه ژمي کې بې کوره کړي، په داسې حال کې د مذاکراتو خبرې د طالبانو په اند د وخت ضياع ده، بله څه نه.

وړمه ورځ د طالبانو لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي و، چې امريکا او افغان حکومت سولې ته ژمن نه دي او يوازې د سولې په نوم مذاکراتو له لارې غواړي، طالبان ښکېل وساتي، مګر دوی به هېڅکله په داسې مذاکراتو کې ګډون ونه کړي، چې رښتينې پايله ونه لري.

طالبان وايي، چې دوی هر ډول مذاکراتو ته تيار دي او هر څوک، چې د افغان قضيې په اړه څه خبره لري، قطر کې دې د دوی سياسي دفتر سره اړيکه ونيسي، له هغه ځايه پرته دوی چا سره مذاکرات نه کوي او که څوک د طالبانو په نوم خبرو کې ګډون کوي، د دوی استازيتوب نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x