fbpx
لطف الله خیرخوا، لیکوال

عليکم بالجماعة

لطف الله خيرخوا

ډېره ښکلې نسخه ده، خو که ذات او انطوايي رويه غالبه نه وي. ځينې داسې صورتونه، چې شايد موږ ورته متوجه نه يو يا يې اغفالوو؛ د دې سترې نسخې د تطبيق مخه نيسي. په نفسياتي توګه د نوموړو صورتونو مطالعه انسان پر ځينو معلومو نقطو دروي او د همدې معلومو نقطو(ورانو نفسي حالتونو) علاج د يووالي په اړه ښه مرسته کولی شي.

مثلا ځينې خلک ذوق نيولي. د دعوت د پردې لاندې ذوقيات پالي. داسې صورت کې شونې ده د دوی تر منځ څوک رښتيا هم داعي وي، مګر د ذوقپالو ناسته پاسته يې له خپل ار مذهبه واړوي او په ناپامۍ کې دی هم ذوقي شي. دلته معلوميږي، چې دوی ته هر هغه څوک په ډېر قناعت راځي، چې دعوت ته يې زړه هم کيږي او ساړه هم. دی چې جهادي صف ګوري او د صادقينو سرښندنه ويني، ځان ورته پاتې ښکاري، مګر په دې هم قانع نه دی، چې پاتې راشي. ښه علاج ورته دا ښکاره شي، چې د دعوت په نوم ښه غوړ زېړ، ګرم نرم، مزی غوښين، موړ او خړوب وګرځي.

دا سړی نو د صادقينو ناسته پاسته په ذوقي مسائلو تَلي. روا ناروا يې هم له همدې زاويې معلوميږي. معيارونه يې هم په ذوقي کاڼو تلل کيږي، بالاخره په ناخبرۍ يا شعورا د تفرق لار نيسي.

دوهم مثال يې تنظيمي رجحان دی. تنظيمي انسان له لومړي سره يا پوه نه دی يا يې له دې پام اړول شوی، چې تنظيم د خداداد صلاحيتونو د تنسيق لپاره وي. مسلمانانو چې کله د خلافت تشه حس کړه، د خلافت د احياء لپاره يې حرکتي تنظيمونو ته پناه يوړه، مګر تنظيمونه په تدريجي ډول داسې ځای ته ورسېدل، چې ايله يو کار کوي؛ مستعد جامد کوي او جامد لوړ استعداد ته نه پرېږدي.

موږ خپل تنظيمونه وليدل، چې يوازې مذهبي نه، بلکې ذاتي رجحاناتو باندې وڅرخېدل. ښه تنظيم په کې همغه بللی شو، چې ليدلوری يې يو ډول(نيمګړی) شرعي اصالت ولري او له بده مرغه، چې دا ډول تنظيمونه هم د امت په کچه د ګوتو په شمار دي. تنظيمونو خلک تر شعارونو محدود وساتل. شکلياتو باندې يې مصروف کړل. د استعدادونو مطلوبه وده او د فکر د ارتقاء مسئله په کې د خوب ليده شو.

همدلته د تعصب خبره پيدا کيږي او تر هغه حده رسيږي، چې د امت ډېر لوړ مصالح وننګوي. د مباديو پر ځای پر شخصيتونو څرخېدل پای کې سترې سوبې پر ناکاميو بدلې کړي او په همغه کچه شرم راوړي، چې څومره يې د مفاخرو تمه کيږي.

درېيم مثال يې هغه خلک دي، چې رواني ناروغي لري او مخکې له دې، چې د امت په اړه د کوم لوړ مصلحت درک وکړی شي، د خپل نفس پر وړاندې داسې مسائلو کې مات وي، چې کلونه يې ايله رواني درملنه ونيسي. دا خلک تل د عام مصلحت په اړه ګونګې، مجهولې او حقيقتا سطحي خبرې کوي. تل منفي نکات برسېروي. د منفياتو د اصلاح خبره ورته تر وراني جوړولو وروسته ښکاري. دوی خپله رواني ناروغي په داسې داعيو کې پټوي، چې ظاهرا ښه ځلا او غوړ لري. د دې پر ځای، چې خپله درملنه وکړي، کوښښ کوي، چې خپل نفسيات په اختلافونو کې بوخت وساتي. يو په ظلم تورن کړي، بل په خيانت، بل په غلا، بل په درباريتوب، بل په چل و ول او …

دوی په نظام کې ځان غواړي. د نظام خبره ورسره مازې تر همدې محدوده ده، چې دی په کې شته او که نه؟ که په کې دی، مګر د ده د خوښې منصب نه لري، نو نظام د دوی په نظر مشکل لري، خو بيا هم ګوزاره په کار ده او که دی په کې نه و، نو نظام ډېر خراب وي، دا ټول خلک، چې له چا راتاو دي يا يې پيسې اخيستي يا موټر يا کور يا …!!

ځان ته نه ګوري، چې دی د کوم درد دوا دی؟ د امت ډېر لوی مصلحت(اتفاق) په داسې دلايلو ننګوي، چې بالاخره د ده د ذات ترجيح ته ورسيږي. د ځان په اړه اقلا په دې واقعيت هم نه پوهيږي، چې ډېر نږدې خلک پر ځان نه شي راټولولی، خپل حواشي ترې داسې تيت و پراګنده ګرځي، لکه بيخي پردي او نابلده. همدا خلک کوښښ کوي، چې د اتفاق لور ته روانه خبره ورانه کړي. همداسې بزرګان مې وليدل، چې مجلس کې داسې غونج ناست وي، ته وا وحې پرې نازليږي، خلک به خبرې کوي، دی به تسبې اړوي، مګر هر ټوکېدونکي اختلاف ته به زړه کې ګوړې ماتوي!!

څلورم مثال يې هغه خلک دي، چې د هجرت وجهاد په برکت يې روزګارونه درَز کې روان دي او د روزګار د ضياع له وېرې يوه تيږه پر بله نه اړوي. دا صاحبان، چې غوړ خوراک وکړي، بيا يې په داسې خبرو هضموي، چې د ده په کې هيڅ دخل نه وي. دوی خودکفا اقتصاد لري، د کوم اسلامي نظام يا حرکت بوديجې ته اړ نه دي، نو فکر کوي، چې معاش يې نه اخلي په اړه يې مسئوليت هم نه لري. فکر کوي، چې دا دومره جمِ غفير هسې ځان تکليفوي. د نړۍ د دې ستر يرغل په اړه همدومره نظر لري، چې ولا که پوهېږو، استخباراتي لوبې دي، سړی ګنګس کړي!!

په همدې نفسياتو مسلمانانو کې د تفرق او تعصب تخم شيندي. شکونه او تشويشونه پاروي. په سلو کې يې يو رګ هم دې خوا ته نه اوړي، چې د ده يوه بې باکه خبره د مرګونو موقف درنوي، د وينو موقف ته هوا ورکوي، د امت د هيلو بېړۍ ډوبوي، د هغو سرونو..هډونو..ځوانيو او غوښو وينو سپکه کوي، چې د نړۍ د خونکار ښامار مخه يې ډب کړې!

پينځم مثال يې هغه د “اوو ژرندو سپږۍ” دي، چې په هر اخور خوراک کوي، په هره اوږه لاس ږدي، هر خپل و پردي ته ماما وايي، ژوند يې په دې تېرېږي، چې د يو او بل سيوري ته پاتې شي. دی چې د هر مجلس شاهد وي، بل مجلس کې جوړه لاسونه الوزوي، چې زما معلومات دا دي..زما معلومات وايي..زه خو وايم..زه فکر کوم..زه او زه…

دې خلکو ته دې وويل شي :
څومره جونګړو ته دې اور پورې کړ
چې خپل محل ته دې رڼا راوسته

نوموړي صورتونه ما ته مازې نفسياتي مشکلات ښکاري. زه خپله هغه لوري ته، چې دا ډول خلک جلبول ورته مهم دي، مشوره ورکوم : په دوی نفسياتي کار وکړئ. دوی ته د دوی داخلي مشکل حل کړئ. دوی د خپل ذات پر وړاندې مات دي، دې جګړه کې ورسره مرسته وکړئ. دی چې د خپل ذات فاتح شو، بيا يې نړۍ مخ ته نه شي ټينګېدلی. بيا دی ډېر ښه پوهيږي، چې “عَلَيْكُمْ بِالجَمَاعَةِ” څه معنی؟ ډېر ښه به يې سر خلاص شي، چې”مَنْ رَأَى مِنْ أَمِيرِهِ شَيْئًا يَكْرَهُهُ فَلْيَصْبِرْ عَلَيْهِ” څه معنی؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود جان
میلمه
محمود جان

السلام علیکم…
خیرخواه صاحب په ډیر ادب سره تاسوډیره زیاته خواری کړیده الله ج دی درڅخه قبوله کړی مګر لغاتونه یی ډیر سخت دی که دی په اینده مقالو کی څه اسانه لغاتونه استعمال کړل دابه ستاسو زموږ سره ډیره همکاری وی.

په احترام محمود جان