نظــر

طالبانو ته نوې دسیسه

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتونو ځانګړى استازى جمیز ډوبینس کابل ته راغلى او د کابل مزدوری اداری مشر کزری سره يې دلیدلو وروسته د طالبانو د ځپلو او په ورته وخت کې د طالبانو سره د خبرو اترو نوې  طرحه وړاندی کړه. ددی نوې شعوري ستراتیژي له مخې به اول د طالبانو کلیدي نظامي، فکري، علمي او سیاسي مشرتابه وپیژندل شي او وروسته د پیژندلو به د پوځې ځواک له مخې په نښه شي، پاتی طالبان به د کمزوري موقف او ځواک له کبله خبرو اترو ته تیار کړی شي. جمیز ډوبینس زیاته کړه: ” طالبان باید دیته مجبور کړو چې د امریکا سره خبرو اترو ته کیني او دا کار یوازی هغه وخت شونۍ دی چې طالبان په ټوله مانا ناچاره شي.  د طالبانو د زوف نښی داسی مالومولی شو کله چې دوئ له تاوتریخوالی لاس واخلي، خپلی وسلې په ځمکه کیدې، د القاعدی سره اړیکه پرې کړي  او د کابل اداری اساسي قانون او قوانینو ته ژمن شي”.

جمیز فرانسیس ډوبینس څوک دی؟

جمیز فرانسیس ډوبینس په کال ۱۹۴۲ د مې په ۳۱ نېټه د نیویارک په ښار کې زیږیدلی، دا یو ډپلومات دی چې د امریکا متحدو ایالتونو د سفیر په توګه  دنده کړی او په  د کال ‍۱۹۹۱ – ۱۹۹۳په اروپایئ اتحادیه کې یې د یو استازې په توګه په بوسنیا، صومالیه او کوسوو کې دنده ترسره کړی.  د بون په کنفرانس کې یې هم خورا مهمه ونډه درلوده. دی د راڼد کارپوریشن لپاره د  نړیوالو سیاسی او امنیتي پالیسیو مشر هم پاتی شوی چې دا کارپوریشن د جهاد، اسلامي عقیدی، اسلامي تحریکونو او اسلامي ارزښتونو په هکله څیړنه کوي او ددی څیړنو له مخی د امریکا لپاره په راتلونکی کې سیاسی تګلاره جوړاوي.

سوال دا دی چې که چرې امریکا واقعي غواړي چې د طالبانو سره خبری اتری وکړي نو بیا ولی غواړي د طالبانو مشرتابه مالوم کړي او بیا یې په نښه کړي ایا دا کار به بر عکسه پایلې ونه لري مطلب دا چې طالبان به بلکل د خبرو اترو لړئ بنده کړي؟
نه، دا ځکه چې د طالبانو اکثره مشران شهیدان شوی او پاتی برخه یې پټ او ګمنامه دی.  دا پاتې برخه له ډیره د طالبانو فکر ته ژمن دي او دوئ د خپل تحریک سره خوره وفاداره دي نو ځکه امریکا د کال ۲۰۱۴ د پاۍ څخه مخکی ډیر په تلوار غواړي چې د طالبانو د تحریک دا بشری قوت مالوم کړي او د پوځې فشار په احساس له منځه یووړل شي. د جمیز ډوبینس په وینا ” طالبان باید دیته مجبور کړو چې بغیر له کوم قید او شرط د امریکا سره خبرو اترو ته کیني او دا هغه وخت امکان لری چې د طالبانو د تحریک ځاړه مشران مالوم شی او ووژل او د طالبانو په تحریک کې د نوی غړو د فکری زوف او د سیاسی تجربې د نشتوالی په ګټه اخیستلو سره دوئ د خبرو اترو میز ته دعوت او بیا ورسره د خپلی خوښې د پخلاتیا تړون لاس لیک شي”
.

زما په اند امریکا غواړي اول د طالبانو کلیدي مشرتابه د سولی د پورسی له لاری وپیژني او وروسته یې د بی پیلوټه الوتکو د لاری په نښه کړی آن که طالبان د خبرو اترو لپاره هم چمتو شي او په ورته وخت کې به دوئ هڅه وکړي چې هغه ضعیف النفسه طالبان د خبرو اترو میز ته راکاږي چې د خپلو ځانوي د ژغورنۍ په وجه د طالبانو د اساسي غوښتونو څخه لاس په سر شي او تحریک لخواه خورا کمزوری دریځ خپل کړي. زما په اند د طالبانو دا کلیدي مشران ځکه امریکا په نښته کول غواړي ولی چې د طالبانو ځاړه مشرتابه په خپلو غوښتنو کلک ولاړ دی، عزم لری او  د افغانستان جنګ د مسلمانانو په ګټه تمامه ول غواړي  دهمدی لپاره امریکا غواړي چې د خبرو اترو دا پروسه  منځني یا کشرتابه طالبانو ته وسپاري. امریکا غواړي چې د طالبانو د مشرتابه په وژلو د طالبانو په اداری جوړښت کلک ګزار وکړي او ددی فشار له کبله ددوئ داخلی سیسټم د اضطراب او ناهلئ ښکار کړي.

محترمو طالبانو  تاسو په راتونکی کې د یو خورا خطرناکه پړاو څخه تریږئ  نو ددی لپاره تاسو ته په کار ده چې په هر کار کې د حکمت، او حوصلی څخه کار واخلی او په خپلو کارونو کې د نظر تبادله او د یو بل سره مشوره وکړی، په مشوری کې ډیر زیات خیر وي. تاسو خپله حوصله هیڅ کله ونه بایلۍ د افغانستان مسلمان ولس مو ترڅنګ ولاړ دی او تاسو به هیڅ کله دښمن ته یواځې پریږ نږدی.

په اخره کې زه غواړم چې تاسو ما تشویق کړی او زما غلطې صحیح کړي او ما ته ښه مشوری راکړی. که چرته زما دا لیکنه مو خوښه شوه او فکر کوئ چې زما لیکنه په حقیقت نغښتی ده نو حتمن یې د نورو مسلمانانو سره شریکه کړی زه د ځان او تاسو ټولو ولستونکو لپاره د لوۍ الله نه د اجر غوښتونکی یم او هیله لرم چې یو ورځ به افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ له دی کفارو خپله ریښتني خپلواکي ترلاسه کړي او مسلمانان به بیرته  د ریښتني څوکالۍ او عزت خاوندان شي – انشاء الله

تل دی اسلام او ژوندی دي مسلمانان.

ستاسو ورور

ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x