افغانستان

عمر داودزی راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندیدیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس «عمر داودزي» په یوې تازه مرکه کې ویلي چې د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.

نوموړی وايي: «حق لرم، اراده هم لرم چې د خپل ولس په وړاندې خپل مسؤولیت اداء کړم، خو د دې کار لپاره به درې نیم کاله انتظار کوم، اراده مي کړې، خو دا کار به د ټولو ټیمونو او ملګرو په مشوره کوم».

عمر داودزي چې په دې وروستیو کې یې د پګواش غونډي په ترڅ کې له طالبانو سره له نږدې مخامخ ملاقاتونه هم کړي، ویلي دي چې له طالبانو سره د سولي خبري امکان لري او دغه خبري باید په افغانستان کې دننه وشي.

هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې دننه باید یو ولایت یا ښار کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري اوربند اعلان شي، او بیا همدغه ښار د مذاکراتو کوربه توب وکړي».

نوموړی څلور اړخیزو مذاکراتو ته په اشارې وايي: «له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې باید بهرني هیوادونه دخیل نه وي، طالبان افغانان دي، مونږ هم افغانان یو، د افغانستان په چارو کې هیڅ کوم هیواد باید مداخله ونه لري».

عمرداودزي د پګواش په تېر کانفرانس کې ویلي وه چې د حامد کرزي په وخت کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر په خلاف د حامدکرزي د موقف ملاتړی نه وه. خو زیاتوي چې حامد کرزي طالبانو ته وروڼه ویل او غوښتل یې چې یو توافق ته ورسره ورسیږي.

نوموړي د اوسني ګډ حکومت پر جوړښت د انتقاد په توګه ویلي چې نه باید واکمنو ټیمونو د افغانستان امنیتي ځواکونه سیاسي کړي وای، لکه اوس چې د ملي دفاع وزارت په یوه ټیم او د کورنیو چارو وزارت په بل ټیم پوري ارتباط لری، او په همدې اساس یې ټولي ادارې په ۵۰/۵۰ (نیم په نیمه) سره ویشلي دي.

داسي ګمان کیږي چې اوسنی ګډ حکومت به خپله پنځه کلنه دوره پوره نه کړي، په دې اړه په کابل کې په حکومتي کړیو کې هم پوښتني زیاتي شوي او بل لوري ته د امریکا جګپوړو چارواکو هم په عامو رسنیزو غونډو کې د اوسنۍ ګډي ادارې د سیاسي سقوط خبرداری ورکړی.

عمر داودزی په ګاونډيو هیوادونو ایران او پاکستان کې د افغانستان سفیر په توګه دندې ترسره کړي، د حراست او ثبات په نامه د نوې اعلان شوي شورا غړیتوب هم لري، د پخواني ولسمشر حامدکرزي د سیاستونو او دریځونو څخه دفاع کوي خو په ځینو مواقفو یې نیوکې هم کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

جوبونه پت كرى

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x