افغانستان

حکمت کرزی: څلور اړخيزه ناسته کې د طالبانو د نه ګډون اعلان يو تکتيکي ګام دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی وايي، چې راتلونکې څلور اړخيزه ناستې په اړه د طالبانو د نه ګډون اعلاميې سربېره حکومت هيله من دی، چې طالبان به د سولې لپاره افغان حکومت سره د خبرو اترو پرېکړه وکړي.

ښاغلي کرزي تېره شپه ناوخته بهرنيو چارو وزارت کې د برتانيې بهرنيو چارو وزير فيليپ هامونډ سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د سولې په اړه د طالبانو وروستی غبرګون سياسي نه، بلکې تکتيکي دی او حکومت لا هم هيله من دی، چې طالبان به د څلور اړخيزې ناستې له بهير سره يو ځای شي.

دبهرنيو چارو سياسي مرستيال زياته کړه: «دوه درې ورځې وړاندې مې د طالبانو هغه اعلاميه واورېده، چې افغان حکومت سره يې د سولې له مخامخ خبرو انکار کړی و، مګر موږ لا هم هيله من يو، چې وسله‌وال مخالفين به په لنډ وخت کې حکومت سره خبرو ته تيار شي او زموږ د بحثونو پايله دا ده، چې د طالبانو وروستۍ اعلاميه تکتيکي ده، نه سياسي او موږ هيله من يو، چې د سولې خبرې به ډېر ژر ګټورې پايلې ته ورسيږي.»

حکمت کرزی، چې څلور اړخيزو ناستو کې د افغان حکومت استازيتوب کوي، وويل: «د دوی تمه دا وه، چې د مارچ په لومړيو کې به د طالبانو ګڼو ډلو، ملا اختر محمد منصور، ملا محمد رسول، حقاني ډلې او نورو مخالفينو سره مخامخ ناسته وشي.»

د برتانيې بهرنيو چارو وزير فيليپ هامونډ دغې ګډې خبري ناستې ته وويل، چې هېواد يې افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او د سولې دغه بهير بايد د افغان حکومت په مشرۍ وي.

هامونډ زياته کړه، هېواد يې پاکستان سره په دې سلا شوی، چې د افغانستان سوله کې بشپړه مرسته وکړي او د هغو خلکو مخه ونيسي، چې د دواړو حکومتونو لپاره سرخوږی پيدا کوي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې طالبان به هېڅکله هغو خبرو ته زړه ښه نه کړي، چې امريکا او حکومت ورسره د طالب او مخالفينو په نوم نورې ډلې يو ځای کوي او دا کړنه د حکومت له لوري د طالبانو د وېش او کمزوري کولو هڅه بولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x