نظــر

گوندونه – هېوادونه او هدفونه

(فرهنگ فارسى عميد) د حزب او گوند په برخه كې ليكي، چې زه يې په هماغه بڼه وړاندې كوم:

“   حزب-۱. [ع] (ح- زّ) گروه، دسته، گروهى از مردم كه داراى مرام ومسلك معين مباشد و نيز بمعنى بهره و نصيب و يك چهارم جزو قرآن، و مجموع قرآن سى جزو است، احزاب جمع“.

دا وه د گوند او حزب فرهنگي معنا. په دې حساب گوندونه جوړول او په گوندونو كې ځان داخلول ځانگړى هدف لري او هغه هدف زياتره د ځان گټه او ځان واك و ځواك ته رسول دي.

دا بله فرهنگي معنا يې ډېره سپيڅلې او مقدسه ده، چې هغه د عظيم الشان قرآن له بشپړتيا سره اړه لري او تقدس ساتل يې د هر گوند او ډلې اسلامي دنده ده.

 

له گوند او حزب څخه پخپله گټه كار اخيستل او خپله د فشار ډله د خلكو د كړولو او ځورونې لپاره كارول او په دې توگه واك و ځواكمني ساتل او د فشار د ډلې په بركت د واكمنۍ او ځواكمنۍ پر پسته گدۍ تكيه كول او خلك د خپلو غلامانو په شان كارول عظيم او نه بښونكى ظلم دى، چې د رب العلمين او احسن الخالقين د عذاب وړ گرزي.

په اسلام كې ډېر مقدس يو حزب دى، چې هغه حزب الله دى.

qateel-khozyani
لیکوال: قتیل خوږیاڼی

له دې پرته گوندي خوزښتونه او حزبونه اروپايي ډالۍ ده، چې مسلمان غاړه نه ايښودلو ته هڅوي.

 شرقيانو، اروپايانو او غربيانو په خپلو ستنو ډېر ناوړه شيان منلي او دوى هم په ډېره مينه غېږه ورته پرانستې ده.

[د السياسة والادارة شرعيه فى ضوء ارشادات خيرالبرية] په كتاب كې، چې د هر راز يقين وړ دى راغلي دي:

د ځمكې پر مخ دوه ډوله نظامونه روان دي: وضعي او الهي، خو ډېر گټور يې الهي نظام دى.

په الهي نظام كې له حزب الله پرته بل حزب او گوند ځاى نه لري؛ ځكه په حزب الله كې، چې د احسن الخالقين په كلام كې يې ذكر شوى وحدت دى او په وضعي گوندونو كې تفرقه اچول او دښمن ته لاره پرانستل دي.

سره له دې، چې سيدالمرسلين د خپل رسالت د سرته رسولو په غرض ډېر دښمنان درلودل؛ خو له يوه حزب څخه پرته بل حزب وجود نه درلود، چې د پيغمبر په وړاندې ودريږي. دا، چې د بېلو بېلو دسيسو پكار اچولو لپاره درې- څلور گوندونه سره ائتلاف كوي؛ كله دلته غونډه كوي او كله هلته، دا پخپله د دښمنۍ قفل پرانستل دي.

دوى دې وپوهيږي، چې دغه كار له ځان څخه پردۍ شوې هلې ځلې د افغان ملت، چې دوى په كې له غړيتوب كركه كوي،وسپنيز هيكل او جوړښت نه شي ماتولى او نه په دې بريالي كيداى شي، چې دغه يو موټى تاريخي او لرغونى هېواد د دوى په دښمنانه هڅو بل شى شي او دوى يې په داسې لار برابر كړي، چې پاى يې تباهي او بربادي ده.

دغه تباهي د افغان ملت يو غړى هم نه شي منلاى، چې ځينې طفيلي چينجي يې په بله لار روان كړي او د خپلې منحوسې ډلې ټپلې له هدف سره سم بل شى ترې جوړ كړي.

افغانستان به افغانستان وي او افغان به په كې تر قيامته اوسي.

رابه شو په ژبه كې د پرديو لغاتو كارول :

كومې هڅې، چې د پارس ايرانيو چارواكو پيل كړي ترې د افغانستان له تباهۍ پرته بل څه نه جوړيږي او نه به دغه هدف ته د رسيدو لپاره شيطاني هڅې بريالۍ شي.

 ايران لگيا دى د خپلو هڅو د برياليتوب لپاره ځينې غلط  لغتونه لكه (چالش) او دغه راز نورې كلمې له ځان څخه د پردو شويو له خولو څخه دكلمه كوي. (چالش) چې په كومه معنا د ځينو پلورل شويو كسانو له خولو، چې ځانته نطاقان وايي د جنگ، جگړې او جنجال په نامه راوباسي.

د ايران د پلويانو دغه رواج شوى لغت د لام په كسره په غياث الغات، برهان قاطع او شمس الغات كې چالش د حملې او جنگ په معنا او چاليش د خراميدن په معنا ثبت شوى دى.

دغه راز د معين په فرهنگ كې دواړه يو لغت گڼل شوي او په درې معناوو راغلى دى:

الف: د (چال د چليدن د فعل ) له ريښې په ناز او نخره د كبر و غرور له مخې تگ، د جولان په معنا راغلى دى.

ب: چالش، چاليش د[مباشرت او جماع ] په معنا.

ج: په ( تركي ژبه كې د نښتې، لاس اچولو، جنگ او جگړې په معنا.

د: د خيال په فرهنگ كې له تكبرډك تگ او د كار زار د حريف په وړاندې ناز كول، چې چالشگر هم ورته وايي.

هـ: چالش د آموزگار په فرهنگ كې د ناز، غمزې او سركشۍ په معنا.

و: په ايران كې د (چالش) دوديدل په سياسي، ادبي، اجتماعي او حتا اقتصادي اصطلاحاتو كې د مشكلاتو، ستونزو پيداكولو، د يوه امر په وړاندې دريدل او ضد كول، تمرد او سپين سترگي كول، مجادله او تقريباً د عصياني په معنا هم كاريږي.

په افغان ټولنه كې د نهه نوي خلكو ذهنونه له دغه لغت سره بلد نه دي او ځينې دغه لغت له تركي ژبې اخيستل شوى بولي.

د ريښې پېژندنې له مخې د چالش كلمه:       

دغه كلمه د پوهاند محمد نسيم نگهت په (دري- انگليسي) قاموس كې، چې د دري ژبې ټولې افغان دود شوې كلمې يې له انگليسي ژباړې سره خوندي كړي او د نبراسكا هو-ما-ها پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو په مركز كې په (۱۹۹۲) كال چاپ كړى، د (چالش) كلمه په كې نشته.

لكه څنگه، چې په دري ژبه كې دود نه ده؛ دې قاموس د (چال) كلمه، چې د (چالش) د جوړښت ريښه ده دوه ډوله معنا كړې:

چال= Trick= نيرنگ، غولول(سينگارول يا تېرايستل).

چال= گودال- په ځمكه كې ژوره كنده يا كوهي.

نمك چال = د تروو اوبو لرونكې څاه.

چالش د ريښې، تركيب او جوړښت له مخې له دوه برخو جوړه شوې كلمه ده(چال+اش=چالش).

چالش د چليدن له مصدر څخه په ناز او خرام د تللو معنا لري او چاليدن د چال تللو يا چال بازي كولو په معنا دى، چې د (اش) په روستاړي د فعل نوم جوړوي او دغه ډول جوړښتونه او بېلگې په دري ژبه كې شته او د دغه (روستاړي) الف په كسره تلفظ كيږي.

دوكتور پوهاند خليل الله هاشميان وايي: زه د يو ژبپوه په توگه، چې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې د دري ژبې د قواعدو استاد وم، د استاد فرهار د استنتاخ په تائيد فتوا وركوم، چې د چالش لغت او تركيب د دري ژبې د قاموس جز نه دى او ( د مشكل، مشكلاتو او مشكلتراش) په گډون په هيڅ يوه پورتنۍ معنا په افغتانستان كې دود او معنا نه لري؛ خو استاد فريار او نورو پوهانو په عقيده (چاليش) د لام په كسرې ناز و خرام، جنگ و جگړه او عجب تگ  گڼل شوى دى.

دغه راز التباسي كلمې په خبرونو او تبصرو كې كارول سړى زړه نا زړه كوي. په تېره مستشرقينو ته دا تكليف پېښيږي، چې دا كلمه په كومه معنا كارول شوې ده.

د ډلو او وياندويانو دغه راز التباسات هېوادنيو ارزښتونو ته د گټې په ځاى تاوان رسوي. 

——

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x