افغانستان

طالبان وايي امريکايان یوه لار لري؛ «حماقت او جګړه پای ته رسول»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته ګواښ وکړ، طالبانو يې پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې که طالبانو د دوی پر معیارونو برابرې سولې ته غاړه نه کېږدي، نو دوی به د افغان حکومت ملا وتړي او طالبان به وځپي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر طالبانو غږ وکړ چې دوی دوه لارې لري؛ یا له موږ سره يا هم له دوښمن سره.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه امریکا مخاطب کړې او په توندو الفاظو يې ورته لیکلي چې د امریکا او د دوی د غلامانو زور يې لیدلی دی.

«موږ په تیرو ۱۴کلونو کې ستاسو او غلامانو قوت ازمویلي او باید تاسو ته هم زموږ زور او زړورتیا ثابته شوې وي، ترڅو مو نه پریږدو چې ټول عسکرمو ونه باسئ.»

مجاهد پر امریکا غږ کوي چې تاسې یوازې یوه لار لرئ چې باید پرې لاړ شئ «تاسو یوازې یوه لار لرئ، حماقت او اشغال پای ته ورسوئ!»

مجاهد امریکا ته د جګړې د پیل وخت ور یادوي چې د نوموړي په خبره د امریکا عقل کار نه کاوه او د خبرو پر ځای یې جګړه وټاکله.

«موږ ۱۴ کاله مخکې ستونزې د خبرو له لارې حل کیدل غوښتل، خو هغه امریکا وه چې عقل یې کار نه کاوه، اخطارونه یې پیل کړل اوجګړه یې انتخاب کړه.»

ياده دې وي امریکا د سولې په نوم د څلور اړخیزو ناستو یو اړخ هم ده، چې طالبانو يې له ناستو ناخبري ښوودلې او د اسلام اباد په ناسته کې يې له ګډونه انکار کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x