تېر کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ۳۷ سنله لوړ شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو له دفتره د ښځو د نړيوالې ورځې په پلمه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د افغان مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دې اعلاميې له مخې په تېر ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف ۳۷ سلنه لوړ شوی دی، چې خورا اندېښمنوونکی دی.

د دوی په خبره، جګړه، تبعیض او توپیري چلند هغه څه دي چې د مېرمنو پر وړاندې يې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

په تاوتريخوالي کې پر ښځو کاري محدوديتونه، وهل، د بدن د غړي پرېکول او روحي شکنجې هم يادېږي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي چې نږدې پنځلس کاله يې د افغان مېرمنو د ژوند د ښه والي او پرمختګ شعارونه ورکړي دي.

ياده دې وي د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځې د ورځې په نوم نمانځل کېږي، خو په افغاني فرهنګ د ښځې لپاره د يوې ورځې ټاکنه د هغې په حق کې زیاتی ګڼل کېږي.

په خواله رسنیو کې د دې ورځې په مناسبت بېلابېلې انګېرنې لیکل شوې دي، د مينه انتظار په نوم افغان شاعره پخپله فیسبوک پاڼه ليکي: «هره ورځ زما ده، ما تر يوې ورځې مه محدودوئ!»

لیکوال داد محمد ناوک هم ورته نظر لري هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «هغوی چې د ښځې غوندې هستۍ، تکیې، اړتیا، سا، ژوند ته؛ د یوې ورځې په ټاکلو قانع دي، په لوی لاس د دې سترې هستۍ عظمت تر خاورو لاندې کوي.»

لومړۍ افغان مېرمنې رولا غني دوه ورځې وړاندې د همدې ورځې په مناسبت په ننګرهار کې د افغان ښځو په اړه غونډه وکړه او ژمنه يې وکړه چې لا به ورته په دولت کاري زمينې برابرې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

د کفارو له خوا د مسلمانانو خلاف د فکری جنګ یو له مهمو اصولو نه هم همدا د ښځو د حقوقو او آزادی په شیطانی اغراضو او اهدافو ولاړه موضوع او مسله ده کوم چی د کفارو له خوا د مسلمانانو خلاف د فکری جنګ له څلورو محاذونو الاستشراق، الاستعمار، العولمه او الرده یا تنصیر له خوا همیشه په ‌ډیره درز کی روانه او تازه ساتل شوی له کوم نه چی ددوی هدف یوازی او یوازی د مسلمانانو له ایلولو او تابع کولو او په ټوله کی خپلو شیطانی او دجالی موخو ته له رسیدلو نه بغیر بل څه ندی… نور لوستل »