افغانستان

د لښکرګاه د سقوط اندېښنې يو ځل بيا راپارېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند مرکز لښکرګاه د سقوط اندېښنې يو ځل له خلکو سره پيدا شوي دي.

د هلمند مدني ټولنې، د ولايتي او ملي شورا غړي او ولسي مخور اندېښمن دي، چې د طالبانو بريدونه يو ځل بيا زيات شوي او دا وېره رامنځته شوې، چې کېدای شي لښکرګاه د طالبانو له لوري سقوط شي.

د هلمند مدني ټولنو او ولايتي شورا استازو د هلمند نا امنۍ په اړه په خپله تازه غونډه کې وويل، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د طالبانو بريدونو او چاودنو کې پام وړ زياتوالی راغلی، دوی اندېښمن دي، چې امنيتي ځواکونه د لښکرګاه د ژغورلو توان نه لري او کېدای شي طالبان د لښکرګاه په سقوطولو خپل زور حکومت او بهرنيو ځواکونو ته وښيي.

د لښکرګاه امنيت په اړه د جوړې شوې غونډې ګډونوالو وويل، چې ولايتي چارواکي د طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو د پيلولو خبرې کوي، مګر دوی ګوري، چې د هلمند ګڼې سيمې عملا د طالبانو لاسو ته لويږي او امنيتي ځواکونه په شا روان دي.

د هلمند ولايتي شورا کې د امنيتي کمېټې مشر احمد شاکر وويل، چې ولايتي اداره د هلمند امنيت ساتلو کې پاتې راغلي، د ولس د اندېښنو ځواب هم نه وايي او که حکومتي چارواکي همداسې پټه خوله پاتې وي، نو د هلمند ولس به د ولايتي چارواکو پر ضد پراخ لاريونونه پيل کړي.

د غونډې نورو ګډونوالو هم وويل، چې ولايتي چارواکي او امنيتي قوماندان له مافيايي کړيو سره په معاملو بوخت دي، د هلمند ولس ترې نهيلی شوی او پرېکړه يې کړې، چې کابل ته ولاړ شي او له مرکزي دولت سره د هلمند امنيتي حالت په اړه جدي خبرې وکړي.

له تېرو شپږو مياشتو راهيسې هلمند کې جګړو نور هم زور اخيستی، د موسی کلا، نوزاد او نورې ولسوالۍ طالبانو نيولي او اوس د لښکرګاه په څنډو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه او چاودنې کوي.

د منځنۍ اسيا د چارو کارپوه امريکا مېشتي ليکوال او ژورناليست احمد رشيد نيويارک ټايمز ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان سويل کې هلمند ولايت هغه ستراتيژيکه سيمه ده، چې د هر چا په لاس کې وي، د ټول سويل د فتحې او شکست دعوه پرې کولای شي.

احمد رشيد زياتوي، چې د افغانستان سويل کې د نورو ولايتونو په ګډون د هلمند ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او کولای شي، چې هر وخت هر ځای وغواړي، پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي ودانيو بريدونه او چاودنې وکړي.

د بريتانوي عسکرو پخوانی مشر جنرال پيټروال بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې دوی فکر کاو، چې د افغانستان لپاره يې د يو شمېر معلومو نظامي دندو لپاره عسکر په کار ګمارلي، مګر اوس په زغرده اعتراف کوي، چې دوی په خپلو اټکلونو کې تېروتي وو.

جنرال وال زياتوي، چې د هلمند ولايت پوځي مسؤوليت دوی سره و، مګر دی په دې خبره اعتراف کوي، چې د افغانستان په اړه د دوی اټکلونه او يرغل په بشپړه توګه غلط و او دی په زغرده وايي، چې دوی د هلمند پوځي ماموريت کې پاتې راغلي او هيڅکله دغه دعوه نه شي کولای، چې دوی خپل مسؤوليت ترسره کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x