نظــر

له بشري حقونوڅخه دبرتانوي ځواکونوسرغړوني

بي بي سي موندلې چي برتانوي ځواکونو۹۰تنه افغانان بې له کوم تورپوري کولوله اوږدې مودې راهسیي په بندکي ساتلي دي ،دغه افغان بندیان  په هلمندولایت کي دیرغلګروځواکونودباسټن نومي لویې اډې په یوپټ  زندان کي  اچول شوي دي  ،ځینویې څوارلس میاشتي دلته  تیر ي کړي  خولاهم محاکمه شوي نه دي .

څه وخت مخکي دبرتانیادفاع وزارت  چارواکوویلي ووچي ایساف ځواکونه په افغانستان کي دشکمنوکسانودنیوني حق نه لري ،مګراوس دادی دفاع وزارت هم منلې چي ۹۰تنه افغانان یې چي دهلمنداوکندهارولایتونوکي یې دچاپوپرمهال نیولي  په بندکي ساتلي  دي .

دځینوبندیانومدافع وکیلانوویلي چي موکلان یې څوارلس میاشتي دکوم رسمي تورلګولوپرته په بندکي ساتل شوي چي همدایوغیرقانوني عمل دی ،دوی دبرتانیاله ستري محکمې اودفاع وزارت څخه غوښتي چي غه کسان خوشي کړي ،ځکه برتانوي ځواکونه داحق نه لري چي دومره اوږده موده شکمن کسان په توقیف کي وساتي  ، دغه رازدوی همدغه زندان دامریکایانودګوانټاناموله بدنام محبس سره پرتله کړی دی .

که څه هم دکابل ادارې ددفاع وزارت ویاندظاهرعظیمي دافغانانوزنداني کول  غیرقانوني عمل بللی ،خوبرتانویان وایې چي همدغه افغانان یې  دکابل حکومت سره دیوې موافقې له مخي نیولي چي وروسته به یې بیادوی ته سپاري .

مشهوره خوداده چي  امریکایان  افغانان نیسي اوبې له محاکمې اورسمي تورپوري کولو یې  تراوږودې مودي پوري په بندخونوکي ساتي  ،خوواقعیت داچي دلته دیره ټول یرغلګرځواکونه  لکه څنګه چي هریویې په  جلا- جلاتوګه دورځي اوشپې خپل سري  عملیات کوي ،چاپې وهي ،بمبارکوي ،همدغه ډول دهرهیوادپوځیانو بیلابیل زندانونه جوړکړي ،جاسوسي نیټ ورکونه  اوتبلیغاتي شبکې یې فعالي کړي دي .

نیواکګرځواکونه په افغانستان کي عموما خپلوکرغیړنوموخوته درسیدولپاره دهیڅ ډول وحشتونواوجرمونوڅخه مخ نه اړوي ،دوی که په خپلوهیوادونوکي  هرڅومره دبشري حقونودساتني ،قوانینوته ددرناوي ،دمذاهبودبرابري اودتمدنونودیوالي  اوزغم خبري کوي دلته یې بیاپه همدمره پیمانه دغیرقانوني اوغیرانساني  کړنوګراف لوړساتلی دی .

برتانویان  ځان  ترنوروډیرمتمدن اومهذب ګني، مګردواقعیت په نړۍ کي  تروحشي امریکایانوکم نه دي ،همدې برتانویانوچي یوازي په تېره لسیزه کي دلته  څومره جنایتونه کړي ترحساب تېردي ،دمشت نمونه ای خروارپه توګه څویې په دې ډول دي  :  په هلمندکي یورانیم په ناقانونه توګه کیندني اوپه پوځي الوتکوکي یې برتانیاته انتقالوي ،اخلاقي فسادخپروي،بېلګه یې تېرکال په خواله رسنیوکي  هغه بوږنونکې ویډیوده  چي برتانوي عسکرښیې افغان ماشومان جنسي بې لارۍ ته هڅوي  ، اوس یې دادي رسما ومنله چي تریوکال ډیره موده یې یوازي دشک بربنسټ څه کم سل تنه  افغانان په بندکي ساتلي دي .

خلاصه داچي برتانیادافغانانوپه وژني ،نیوني ،ځوروني کي دامریکایانودښي لاس رول لوبولی اوترسره کوي  .

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x