fbpx
د ګډ حکومت اجرایوي رئیس عبد الله عبد الله

عبدالله عبدالله: دولتي ادارو او پوهنتونونو کې د ښځو جنسي ځورونه عادي شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې په دولتي ادارو او پوهنتونونو کې د ښځو جنسي ځورونه اوس یوه عادي چار ښکاري.

نوموړي چې د اسلام له نظره د ښځو د حقونو د سیمینار په پای کې يې خبرې کولې وويل چې دولتي ادارې، دولتي پوهنتونونه د مېرمنو او نجونو د جنسي ځورونو پر ډګرونو بدل شوي دي.

د هغه په خبره په داسې یوه اداره کې چې امر يې مامورین تر جنسي ځورونې لاندې نیسي ګوزاره ګرانه ده، هغه پر مخاطبینو غږ وکړ تاسې یو ځل داسې تصور وکړئ داډېره سخته ده.

عبدالله عبدالله اعتراف وکړ چې که څه هم د ښځينه کارکوونکو کمښت د بې سوادۍ له امله ګڼل کېږي خو په وينا يې هیڅوک هم دې ته نه دي حاضر چې د دغسې قیمت په بدل کې په یوه اداره کې کار وکړي.

د هغه په خبره دا ډول خبرې اوس په دولتي ادارو او پوهنتونونو کې عادي شوې دي او چاته د کوم جرم په څېر هم نه ښکاري.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د وزیرانو شورا په ناسته کې يې هم پر دې موضوع بحث کړی دی.

نوموړي پر دیني علماوو غږ وکړ، چې د دې ډول چارو په اړه دې وعظونه وکړي، هغه د نجونو او مېرمنو جنسي ځورونه په «ګور کې ژوندي ښخول» یاد کړل.

اجراییه رییس په داسې حال کې پر دولتي او ښوونیزو ادارو کې پر اخلاقي فساد اعتراف کوي چې تر دې وړاندې هم ګڼو ښځینه کارکوونکو له جنسي ځورونو شکایتونه کړي دي.

د «WCLRF» په نوم يوه اداره د خپلې سروې په راپور کې وايي چې د دوی د څېړنو له مخې په ښوونیزو ادارو کې ۹۱ سلنه مېرمنې د جنسي ځورونې ښکار دي چې دا په نورو ټولو برخو کې لوړه شمېره ګڼل کېږي.

د دوی د راپور په اساس د جنسي ځورونې په دویمه برخه کې کاري ادارې ځای لري چې ۸۷ سلنه مېرمنې پخپلو کاري ادارو کې له جنسي ځورونو سره مخ دي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

ته چی خپل زان سینګاروی او بیا دخپل ګلمرجانی رزالت همدا نتیجه جهان والو ته او دجال پالو خلکو ته اعلانوی تر سو دی نورهم ونازوی دجالیان خو همدا دخزو حقوق غواړی ! دجالی قانون کی خو د پیغلی جلی واده ظلم بولی او وایی پریږدی چی لږ ثمر ته ورسی اوخپل همدا ثمره خپلی جامعی خلکو ته وروبخی بیا چی خه همداسی خدمات وکاوو که بیا یی موډ (زړه) وو واده وکوی او بیا اموخته خور نو!!! نو ته اوس نور خلک هم ورته متوجه کوی او زړه ورته ورکوی چی کوم خلک تراوسه داریږی پردی بیسیرته خزی نه… نور لوستل »

شبیراحمد عثماني
میلمه
شبیراحمد عثماني

ډاکترصیب له چانه ګیله کوې؟ دا خو ټول ستاسو خپل حکومت دی، ستاسو مأمورین دي، او ستاسو خصوصیت دی نو بیا ولې داسې خبرې کوې او دا ښځې هم دهغو له جملې نه دي چې ټول عمر یې ددې کار ارمان درلود نو بیا ځورونې له کومه شې ؟ډاکترصیب تاسې خو ځانونه مجاهدین ګڼئ ستاسو جهاد او مبارزه دهمداسې حکومت لپاره وه؟ ډیرشرم دی په خدای ډیرشرم.

احمد شاه
میلمه
احمد شاه

اسلام عليكم داچي اوسني حكومت د ع او غ دي او اجرايه ريًس جنسي زورول كيگي دا د اشرف غني كارونه دي خو چي زان ته سفيده وهي او لبسرين كوي نو خامخا به بيا د چا گمان درباندي بد وي او دا خو دموكراسي ده چي نر به اوس نر ته واده كيگي او ادارو كي خو تاسي ناست ياستي په خپل زان اريزه كوي او سه علما د دي سياف نه پري يو فتوا واخله او يا هم وزير نه پري مكتب واخله نور به فعالان مدني درته سنگار وكري او حقوق بشر به درته نيكا خت جور… نور لوستل »

نن ټکی آسیا
غړی
نن ټکی آسیا

دغرو په ډه ډو او هوارو کې بیا ګل پسرلئ له ازادي سره را ځې انشاالله بل پسرلئ به خزانونو باندي وار کړئ پرئ به اور بله وي ورته په قهر په جزبه ده زمونګ اتل پسرلئ خوشبو خوشبو په رنګینیو او وګمو پوښلئ باندي مین یم په ما ګران ده زما خپل پسرلئ څڼې یي غوړئ کړې اوګو باندي خورئ ورئ دي الله په زیب زینت ځلې ګی ول په ول پسرلئ دوخت دتور شپو زوال ده هیمتو نه لري دتورو شپو غیګې به ولې سفین مشل پسرلئ دازادي لي لا هم ډیر په مینه ؤویلو مادئ راایښې ما… نور لوستل »