نظــر

آیا د حضرت علی رضی الله عنه مقبره په مزار کی ده؟

فضل الرحمن «شریف»

ځینی خلک په دی باور دی چی ابو مسلم خراسانی د امام جعفر صادق په سفارش د حضرت علی رضی الله عنه جسد بلخ ته انتقال کړ.

د دغه شک رد:

امیرالمومنین د مزار په ښار کی هیڅ کورنی اویا بازماندګان نه درلودل پس څه ډول هغوی وتوانیدل چی د حضرت علی رضی الله عنه په وینو کی پټ جسد د ۳۰۰۰ کیلومتره فاصلی په طی کولو سره هغه هم د هغه وخت په وسایلو(آس، مرکب او اوښ) باندی د لوړو غرونو له لاری په ۴۰ یا ۴۵ درجی ګرمی کی له عراق څخه مزار ته راوړي.

«دا نه عقل منونکی ده او نه انسانی منطق. تش په هوایی ادعاوو دا نه منل کیږی»

حقیقت!

ورسته له هغه چی حضرت علی رضی الله عنه په کوفه کی د یو شعیه (ابن ملجم مرادی) له خوا په مسجد کی په شهادت ورسید د هغه جسد د نجف ښار (په یو نامعلوم ځای کی) خاورو ته وسپارل شو.

په دې اړه د موافقو محققینو دلایل!!!

۱. زرتشت Zoroaster په بلخ کی زندګی کوله او په همدی ښار کی یی خپل کلتور او قانون (آیین) خورولو، د هغه د دفن ځای آتشکده (آنوش آزر) یا خانه نوبهار یا ننی مزار پيژندل شوی او د دغه آتشکدی ځای هماغه شین رنګی مسجد قلمداد شوی.

۲. هر کال د حمل په لومړی ورځ په دغه ځای کی یو لوی او پراخ جشن نیول کیږی.

توجه!!!! دا چی د حضرت علی رضی الله عنه د ولادت او شهادت تاریخ په هیڅ یو د دغه ورځو کی ندی واقع شوی….( په داسی حال کی چی آریايي تاریخی اسناد او لیکنی دا څرګندوی چی د زرتشت د زیږیدو ورځ د حمل په میاشت کی وه).

دلیل!!!! زرتشتیان یا زردشتیان د مسلمانانو په شان د خاکسپاری (مړیو خښولو) اصول نه لري د هغوی مقبری یوازی نمایشی او ښکلا بڼه لري… بناءً که چیری (خانه نوبهار) یعنی ننی روضه آتشکده وبولو نو په یقین سره دا ځای د زرتشت د عبادت او وژل کیدو ځای دی او له همدی امله د زرتشت مقبری ته ورته شوی او پیژندل شوی.

په لومړیو پیړیو کی ایرانی مشرانو د باستانی اثارو د ساتنی او هغه تخریب د مخنیوی لپاره دغه ځایونو ته مذهبی نومونه ورکړی دی مثلاً شیز- آتشکده آذر ګشب،،، تخت سلیمان، آرامګاه کورش کبیر مادر سلیمان…

۳. د ارشاد پور داود معاصر ایران شناس له قوله چی وایی: مزار شریف آرامګاه حضرت زرتشت است.

۴. مسعودی په خپل مشهور کتاب المذهب کی لیکی: د سلطان حسین بایقرا په وخت کی د زرتشت ارامګاه د (روضه علی) په نوم ورغول شوه.

پس!!! صحیحه احادیثو ته په کتوسره حضرت علی ابن ابی طالب رضی الله عنه له نهو تنو نورو عشره مبشره سره په جنتونو کی دی…

ولی افسوس افسوس د دغه ګمراه ډلی په حال چی د حضرت په مقابل کی د دا ډول لوی توهین او بهتان تړلو او د شرک او فحشاء د دغه لوی مرکز په دروازه، قلف، مرمرینو ډبرو او جنډه باندی په ځان موښلو سره یی هم دنیا او هم اخرت خراب کړل…

که چیری حضرت علی رضی الله عنه ژوندی وی نو اولین کس چی د دوی سرونه به یی پری کول، خپله آنحضرت وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x