نظــر

طالبانو دغني چارچوب دړې وړې کړ!

خالق یار احمدزی

ولسمشر غني چې د انتخاباتي منډوترړو په درشل کې یې اغیزناک بیانونه او دلچسپې ویناوې کولې یواځنی تکیه کلام یې چې هر مشکل کار او ارزښتناک لیدلوري به یې کاراوو هغه د چارچوب لفظ ؤ چارچوب دومره عام شو لکه د اجرایه ریس ګلمرجان او هرڅه به چارچوب په بر کې رانیول

د مقتضا سره سم اشرف غني نیم واکې ګدۍ ونیوله او دیو کلن ستونزمن سفر وروسته یې دخپل ویل شوي تکیه کلام په عملي بیلګه پیل وکړ.

لکه څنګه چې د ولس سره ټولې غوړې وعدې او کلکې ژمنې یې له همدې چارچوبه خارج شوې همداسې دا چارچوب هم د اشباحو دحصول په نوم شو

غني د چارچوب یا څلور اړخیزو غونډو درشل پرانیست چې د دوو ښکیلو لوریو په ګډون څلور هیوادونه یې څلور پایې شوې

دغني لمړۍ لوبه د دې ناستو تشکیل ؤ پدې ترتیب که دچارچوب معنا موږ ولټوو نو دپنځمې زاویې یا پنځم چوب امکان لغو او بې فایدې ده ځکه هر څه چې څلور قوایم ولري نو نورو ته اړتیا نلري.

خو غني له دې لارې غوښتل ترڅو پنځم ملغا پایه یا له کاره وغورځوي او یایې هم تسلیمۍ ته اړکړي

تر دې مخکې دپاکستان د مري پروسه په دې ناکامه شوه چې پاکستان په داسي ناسمو فشارونو يوازې دومره وتوانيد چې یو څو داسي خلک خبرو ته حاضر کړي چې په اصل کې د طالبانو په لیکو کې ډیر د پام وړ رول هم نه لري .

غني او اداره یې په دې ډیر وار خطا دي چې وروستي راپورونه ښیې چې په ۲۰۱۵م کې ۳۶۰۰۰ پوځیان د ملي اردو له ليکوڅخه تښتېدلي دي، هغه ملي اردو چې نړیوالې ټولنې یې په تجهیز او روزنه باندې ۲۸ ميليارده امريکايي ډالر مصرف کړی دی.

د افغان ملي ارود له لیکو څخه د یادو پوځیانو د تیښتې لامل د افغان امنیتي چارواکو اداري کمزورتیا ، مالي فساد او د وسله والو طالبانو لخوا د بریدونو زیاتوالی ښودل کیږي

نړیوالې ټولنې په تیرو ۱۵ کلونو کې د افغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو په روزلو باندې په لسګونه میلیارده ډالره لګولو سر بیره هغوی د وخت په تر ټولو پرمختللیو وسلو مجهز کړي

د څو کالو په تېرېدو، چې امريکايان د خپل اټکل خلاف د افغانانو مقاومت سره مخ شول، نو امريکايي جنرالانو د جګړې له ډګره اعلان وکړ، چې جګړه د حل لاره نه ده او نه به طالبان د بمباريو او جګړو په زور له منځه ولاړ شي.

تر اوسه پورې داسې یو باور او میکانیزم هم نه شته چې دواړه اړخونه پرې باور وکړي. اوس دواړه طرفونه د دې لپاره کوشش کوي چې څنګه خپل موقف لوړ وښيي نو دوی هغه سخت موقف نیسي، نو که د سولې د ممکن کېدو څرکونه پیدا شي بیا یوڅه کېدلی شي.

طالبانو ځیرک لیدلوری درلود او دپردې ترشا په اهدافو هم خبر وو ځکه بیلګې یې په تیر کې ډیرې وې
د دې یو ښه مثال په ۱۹۸۸ کې په جینوا کې و، چې عین څلور اړخیزه غونډه وه، روسیه امریکا پکې وه، د کمونیستانو اداره او پاکستان هم پکې و، هلته چې کومه معامله وشوه مجاهدین همداسې محروم پاتې شول، چې تر اوسه پورې هم کېدای شي څوک پرې خبر نه وي چې هلته څه وشول،

او بالاخره افغانستان په داسې وران حال کې پاتې شو چې لا تر اوسه مشکلات وینو.
ښایې بیا هغه ډول هڅه تکرار شي او دا د ټولو افغانانو په ګټه نه ده،

طالبانو خپل ادرس دقطر سیاسي دفتر په ګوته کړی وو

کله چې د ګډوله نظام ټینګار په چارچوب وو، او پاکستان هم له امریکا څخه د طیارو او په سیمه کې د ځواک پخاطر امتیاز غوښت نو طالبانو دا چارچوب صراحتا رد کړ

دوی وویل دا چې له یوې خوا امریکایان افغانستان ته نوي تا زه دمه ځواکونه را لیږي, په مختلیفو جبهو کې لاهم هوایې بمبارد ته دوام ورکوي او دشپي په چاپو کې په خپله ونډه اخلي, له بلې خوا دکابل ادارې په مختلیفو ولایتو نوکې جګړي پرا خي کړي دي او په سره ژمي یې په زرګونو کورنۍ دخپلو مېنو پرېښو دو ته اړ ایستلي دي, ورسره په څنګ کې دمذا کراتو او څلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات هم ښه په قوت کې روان دي, دغه دوه متضاد حرکتونه په داسې حال کې جریان ته لویدلي دي چې داسلامي امارت سیاسي دفتر له پيله څخه دمذاکراتو په اړه په جر یان کې نه دی اچول شوی او نه هم دافغاني مطرحو شخصیتونو غوښتني په پام کې نیو ل شوي دي.
له دې سره سره دا اوازي هم خپریږي چي په راروانو غوڼدو کې به د دوی استازی په ګډون کوي
دوی صراحاتا وویل چې موږ دا ډول افواهات ردوو

د پیښو څارونکي دایو ستر ګوزار بولي چې د چارچوب ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې او د دوی په وینا خبرې تر نامعلومې نیټې وځنډیدې

وړاندې تر دې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د مارچ لسمه راتلونکې پنجشنبه به له طالبانو سره مخامخ په اسلام اباد کې خبرې پیل شي، خو د اجرايیه ریاست د ویاند مرستیال وايي چې دا خبرې وځنډېدې.

جاويد فیصل د اسلام اباد د دې ناستې چې دوی له طالبانو سره مخامخ ناسته ګڼله، د ځنډ په اړه وايي چې دوی لا ورته بشپړ تیاری نه دی نیولی.

د شنونکو له نظره د داسې یوه حکومت له لوري چې تمویلوونکی جهت یې تر سولې جګړې ته ترجیح ورکوي ، او مسلطې مُهرې یې د جګړې لپاره عملې هڅې کوي د سولې په نوم هرډول ناستې او غونډې د وخت له ضیاع پرته هیڅ نتیجه نه لري.

تېره شپه ناوخته بارک اوباما هم د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره د يو ويډيويي کنفرانس له لارې د افغانستان حالاتو او سولې په اړه خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې بارک اوباما وويل، چې دی هيله من دی، د څلور اړخيزو ناستو له لارې به افغانستان او سيمه کې تاوتريخوالی پای ته ورسيږي او طالبانو سره به د سولې بهير ګړندی شي.

اشرف غني لا هم هيله من دی، چې پاکستان به د خپل اغېز له لارې طالبان وهڅوي، چې طالبان د اسلام اباد راتلونکې ناسته کې حاضر کړي، مګر د سولې چارو کې د ولسمشر سلاکار قطب الدين هلال ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، د دوی معلومات دا دي، چې طالبان د څلور اړخيزې ناستې راتلونکې غونډه کې ګډون قطعا نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x