شعـــــرونه

زهرا، د مولوي عبد الاحد حماد شعر د حامد په ښکلي غږ کښي

(یادونه : زهرا دزابل اوسیدونکې هغه مجاهده پیغله وو چې دامریکایانو په مقابل کې په جهاد کې شهیده شوه )

بېچاره مې پرون وليد

تر شاعر هم لیونی وو

لکه څوک چې په یوچا باندې مین وي

لکه څوک چې بس په تا باندې مین وي

هلته لرې په صحرا کې

دغاټول په خوا کې ناست دی

دشهید قصیده وایي

غرڅنۍ ورسره ژاړي

ددې تور غره په لمن کې

هاغه توره کیږدۍ وینې

هاغه سور سالو دناوې

هغه ټیک او پیزوان وینې

واخ ، دا چا سره راټول کړل

په دې ټکنده غرمه کې

زما ګومان دی چې دا بله ښاپيرۍ ده

دهغې ښاپیرۍ خور ده

چې پرون ترېنه میراث شو

دا سالو او پیزوان دواړه

دشهیدې خور دویر سندره وایي

دباچا دشوم تدبیر سندره وایي

شنه شوه شنه شوه له غوسې نه تکه شنه شوه

لکه څانګه چې په ملا باندې کږه شوه

ته به وایې چې دشنې زرغونې لور ده

دلمر څرک ته له بریښنا سره خوره شوه

تم شوه تم شوه نوک نیولې

دګودر په لنډه غاړه

آخ دمات منګي ټوټه یې

دسرو وینو فواره ده

سرګردانه لالهانده

لکه بوره هوسۍ تاو شوه

دچنار په ماته څانګه

دشهیدې خور دسمال ته

ځنګېدله ژړېدله

بیچاره مې پرون ولید

ترشاعر هم لیونی وو

لکه څوک چې په یوچا باندې مین وي

لکه څوک چې بس په تاباندې مین وي

لکه څوک چې له ټول کلي مرور شي

په صحرا دګلورینې غونډۍ خواته

ددې پورې مرمرینې غونډۍ خواته

لکه خدای چې کوه طور ته وي بللی

دغونډۍ په پراخه زنه

له سپوږمۍ سره راز وایي

کله لاس ترینه چاپیر کړي

کله ی وړانګو ته غځیږي

دچینې له راڼه تله

لپې لپې اوبه وڅښي

ښه نرۍ شمال لګیږي

هم په ده هم په ګلپاڼو

شونډې سرې هم یې خوږې دي

په ګورګورو په مماڼو

دجهان له کاره خلاص دی

هم دځان له کاره خلاص دی

غلی غلی دی غوږ غوږ دی

دړنګ بنګ چینار سرود ته

خوبولی خوبولی

سترګې ی نه سره خلاصیږي

شغ شو تیره یوه هوسۍ شوه

ترګړنګه پورې لاړه

دلیوه له وهمه ریږدي

له دې ترپ سره ی دخیال دنیا شوه ړنګه

ورپه یاد شوه یوه پیغله ړنګه بنګه

چې په ترپ یې ټول وجود ذره ذره کړ

روح یې وسپاره دلمر دنور شغلو ته

دحیا تاریخ یې پرېښود پښتنو ته

دلیوانو له پنجو یې

له ګړنګه ځان ګوزار کړ

دسپیڅلي ژوند په هیله

                                                            یې څو رنګه ځان ګوزار کړ

هغه لاړه دسپوږمۍ سکنۍ خور شوه

دشفق په سره سالو کې شوله پټه

دجنت لار یې جارو کړه په وریښمو

په پنجره دتن یې (الله اکبر )کړ

په تنکۍ ځوانۍ یې تک ژیړ مازدیګر کړ

ناهیده شوه لکه سپینه ملغلره

خدای ترې جوړه کړله تکه سپینه حوره

دجنت په شینکي باغ کې

د(زهرا ) په انتظار شوه

زهرا پیژنې چې څوک وه

په میوند کې ملالۍ به دې په یاد وي

چې په پرېکنده جګړه کې

په ملا ماته حماسه یې

په وریښمین دسمال تړله

په میوند کې ملالۍ به دې په یاد وي

چې ټکرۍ یې په سر تاو وو

چې د تورو په میدان کې یې

                                                                 دننګ ټپه ویله

هغه داسې

( که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه )

په میوند کې ملالۍ به دې په یاد وي

چې زلمي یې هڅول دجنګ میدان ته

دا زهرا او دا ملاله

دنازو انا لمسیانې

دتاریخ په پاڼه پاڼه

دننګونو امامانې

خوبس دومره ی سره فرق دی

ملالۍ دننګ ټپه وه

هم ټپه وه هم نغمه وه

خو زهرا دتن په وینو

حماسه ولمبوله

حماسه یې تکه سره کړه

تر مڼې یې لا خوږه کړه

زهرا پیژنې چې څوک وه

لکه تکه سپینه حوره

تابه وېل چې له جنت ځنې راغلې

دشهید اشنا په ورا ده

بیچاره مې پرون ولید

تر شاعر هم لیونی وو

لکه څوک چې په یوچا باندې مین وي

لکه څوک چې بس په تاباندې مین وي

لکه څوک چې دافعی مار وي خوړلی

ترهېدلی ، قهریدلی ، خښمیدلی

کله کله له خپل بخت سره په جنګ وي

کله کله بیا له وخت سره په جنګ وي

کله کله په خپل عقل بدګمان شي

کله کله دجنون کلک انډیوال شي

کله کله یې دخیال وزر وي کړي

دمغرورو بادشاهانو ورمېږ مات کړي

له تیاره له تروږمۍ سره په جنګ وي

له مایوسې زندګۍ سره په جنګ وي

دنړۍ له بدماشۍ سره په جنګ وي

کله لولي قصیدې د شهیدانو

کله ژاړي په ماشومو یتیمانو

بیچاره مې پرون ولید

بس کټ مټ لکه ( حماد ) چې

دجانان په غم کې ورک وي

لکه ښکلی مسلمان چې

دایمان په غم کې ورک وي

ځان جهان ورځنې هیر وي

خوښ په خپله ملنګۍ وي

بادشاهان ورځنې هیر وي …

——

 

عبد الأحد حماد


غز: حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x