افغانستان

کندهار ميوند کې دوه ماين پاکان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ميوند ولسوالۍ عزيز الله سيمه کې د ماين پاکۍ موسسې دوه کار کوونکي وژل شوي دي.

د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې نن غرمه يوولس بجې د ميوند ولسوالۍ عزيز الله سيمه کې د ماين پاکۍ موسسې دوه کار کوونکي د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د بريدګرو پلټنه يې پيل کړې ده.

د ميوند ولسوال عبيدالله هم د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې امنيتي ځواکونو د بريدګرو د نيولو په موخه پلټنې پيل کړي، مګر تر اوسه يې څوک نيولي نه دي.

د وژل شوو کسانو هويت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x