افغانستان

طالبان وايي په جلال اباد کي د سره صلیب پر دفتر برید کی لاس نه لري

نن ټکی اسیا: د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له طرفه نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي په جلال اباد کي د سره صلیب پر دفتر باندي برید کي طالبان لاس نه لري، او ننه دا دارنګه بریدونو ملاتړ کوي.

نومړي ویلي چي اسلامي امارت (طالبان) خپله مبارزه او جهاد د اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو په رڼا کي پيل کړی، اسلامي امارت هیڅ کله ملکي خلګ، او د هغوی رښتیني خدمت کونکي د خپل بریدونو هدف نه دي ګرځولي.

په دې اړه نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

په جلال آباد کې د سره صلیب په دفتر د برید په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
  ټولو ته  معلومه ده چي اسلامي امارت له پیل نه خپله مبارزه او جهاد د اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو په رڼا کې پیل کړی، چې تر ننه پورې دوام لري،  اسلامي امارت هېڅکله ملکي خلک او هغوی چې پرته له کومو استخباراتي تمایلاتو په ریښتیني ډول د خلکو خدمت کوي نه دا چې دبرید هدف نه دي ګرځولي بلکې تر وسه یې  د خپل ولس د هوساینې په خاطر مرسته ور سره کړې، چې څه وخت مخکې د خپل ولس  روغتیا ته د پاملرنې په خاطر په یوه اعلامیه کې د پولیو د واکسیناسیون ملاتړ کول  او د پلي کېدو په اړه يې د مرستې ژمنه کول ښکاره بیلګه ده.
 له همدې کبله اسلامي امارت ټولو ته په ډاګه کوي چې په جلال آباد کې د چهارشنبې په ورځ “دمې په۲۹نیټه د نړیوال سره صلیب پر دفتر برید کې لاس نه لري، او نه د دارنګه بریدونو  ملاتړ کوي.
داسلامي امارت و یا ند قاري محمدیو سف احمدي
۱۴۳۴/۷/۲۲ه ق
۱۳۹۲/۳/۹ ه ش
2013/5/31

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x