افغانستان

سياف: که د افغانستان جګړه پای ته ونه رسيږي، ټولې نړۍ ته به خپره شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): استاد عبد رب الرسول سياف وايي، که د افغانستان جګړه ژر تر ژره پای ته ونه رسيږي، نو دغه جګړه به د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپره شي.

استاد سياف نن کابل کې د پخواني مرستيال ولسمشر او د پخوانۍ شمال ټلوالې مخکښ غړي مارشال فهيم د مړينې دوهم تلين په مناسبت غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، که د افغانستان جګړه په سمدستي توګه پای ته ونه رسېده، نو ختيځ او لويديځ هېڅ هېواد کې به څوک په ارامه خوب ونه کړي او د دغې جګړې اور به ټولې نړۍ ته خپور شي.

استاد سياف سياف زياته کړه: «که طالبان د اسلام او افغانستان لپاره جګړه کوي، نو د دوی جګړه او مقاومت اسلام او افغانستان ته هېڅ ګټه نه لري.»

د شوروي يرغل پر مهال د اتحاد اسلامي جهادي ګوند مشر د تل په څېر يو ځل پر حکومت غږ وکړ، چې دی او پلويان يې تيار دي، د طالبانو پر ضد او هېواد امنيت لپاره د امنيتي ځواکونو ترڅنګ جګړو کې برخه واخلي.

استاد سياف ګواښ وکړ، که ملي مصالح له ګواښ سره مخ شي، نو دوی به د حکومت له اجازې پرته وسلې ته لاس کړي.

استاد سياف د خپلو خبرو په ترڅ کې پر پاکستان هم غږ وکړ، چې افغانستان سره خپلو اړيکو کې «رښتينولي وښيي» او د افغانستان په ټپونو پټۍ کېږدي.

دا لومړی ځل نه دی، چې استاد سياف د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کوي، چې د طالبانو پر ضد د وسله‌والې مبارزې اجازه ورکړي، بلکې له دې وړاندې يې هم په ګڼو رسمي غونډو او جلسو کې له پخواني او اوسني حکومت او بهرنيو ځواکونو په تکراري توګه غوښتنه کړې، چې امنيتي ځواکونه او ناټو پوځيان د طالبانو په له منځه وړلو کې پاتې راغلي او له دې وروسته بايد دوی ته واک ورکړل شي، چې د طالبانو پر ضد مبارزه وکړي.

د سياسي چارو څارونکي په دې اند دي، چې استاد سياف دا ډول څرګندونې يوازې د دې لپاره کوي، چې حکومت پرې ووېروي او له دې لارې حکومت کې خپله برخه نوره هم زياته کړي.

څه موده وړاندې پخوانيو مجاهدينو او د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ ځينو لوړپوړو چارواکو د حراست او ثابت په نوم نوې شورا اعلان کړه او په دغه شورا کې استاد سياف وويل، چې «افغانستان او اسلام په خطر کې دي.»

د استاد سياف د يادو څرګندونو په اړه د ټولنيزو شبکو فعالانو او سياسي شنونکو وويل: «ځينې ډلې او اشخاص، چې کله له واکه لرې وي، اسلام او افغانستان ورته په خطر کې برېښي او چې واک له دوی سره وي، اسلام او افغانستان ورته خوندي ښکاري.»

د يادونې وړ ده، چې استاد سياف د شوروي يرغل پر مهال وتلې جهادي څېره وه، هغه مهال يې هغه خلک هم له اسلامه وتلي بلل، چې کابل کې يې ژوند کاو او د شوروي  يرغل پر ضد يې جهاد نه کاو.

افغانستان کې د امريکا له لوري د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته د امريکا په راتلو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ له پيله استاد سياف د افغانستان نظام «شرعي او قانوني» وباله او د دې نظام پر ضد يې هر ډول فعاليت د اسلام او افغانستان دښمني وبلله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

دی ### او ## ته هسی مداری ګری ورپاتی ده خو انشالله ډیر ژر به دا مدارګری هم په ودریږی بس يو څه انتظار دی وکړی بل دا چی دا خو به ډیر ښه کار وشی چی دا جګړه ټولی دنیا ته وغزیږی چی لږ دنیاوال هم د افغانستان د خلکو له حاله راشی او پته ورته ولګیږی چی ۳۰ یا ۳۵ کاله دلته په افغانستان کی څه تیریدل او تحمل یی څومره زور غواړی دا ###باید پدی پوه شی چی نور خلک نشی دوکه کولای طالبان د افغانستان اصیل بچیان او داسلام او مسلمانانو واقعی مدافعین دی همدا طالبان… نور لوستل »

محمد عبدالله

ماته داسی خکاری چی سیاف اوس لږ لږ دخوبه را ویخیږی خو بیا هم د (ک ف ر) ددجال دفاع ته خلک رابولی اوهغه هم دهغه دالرو پخاطر چی دیوی دالرو نوت شاته یی ددوی دمشر سترګه دسمبول په طور راغلی اوخپلو کفری ملګرو ته دهوشیار باش او بیدار بیدار پیرداری غږ کوی او وایی زانونه تینګ کړی چی ستاسو دتولو زوال دامریکی روس،هندوستان انګریزی بچونی پاکستان اوتول جهان کفر په شمول راروان ده!! او دوی ته نصیحت کوی چی که تاسو زان بچول غواړی او مونږ دی خپل دجالی جنتونو کی ساتل غواړی نو زیرک واوسی او لږ تنازل… نور لوستل »

احمد شاه

اسلام عليكم هغه د رحمان بابا يو شعر دي علميت د به عملو عاليمانو له گنج د كتابونو په خره بارشي چي د صلح زاز نشي غگولي مي غگوه او چي نوم د سومره غت ده همدومره د غته كينه هم زره كي ده اسلام ته او منافقط خو د له يتنايي ده او شرم خو بيخي نه لري خو چي چا درته وخت در نه كر خو بيا مه ورپسي كيگه خو چي هر وخت درته صاحب دودي دركره بيا يي خوره او ته چي اوس توپونه اچوي خو د مجاهدينو مخه نسي نيولي او انشالله په توله نري… نور لوستل »

احمد

سیافیه ډیری خبری دی ما اوریدلی ستا دخپلی فتوا پر اساس هم ته کافر یی چی تاد هجرت کلی داستقبال غونډ دمجاهدینو کی د شپږم جدی دتقبیح په نامه جوړشوی کنفرانس ته په خپلو خبرو کی وویل چی ګوری مجاهدینو تاسو ته وایم که چیری ما ظاهرشاه تایید کړو نو زه به ددغو دوحالتو نه به په یوه کی یم چی یا به لیونی شوی یم او یا به کافر شوی یم په والله ما ترینه په خپل غوږ دا خبره واوریدله زه ددی کنفرانس یوغړی وم اوتر شپږ زرو به ډیر مجاهدین ورته ناست وو ځوک خبر وو چی… نور لوستل »

محمد عبدالله

دناتو غمخواره دیر غمونه مکړه چاته چی الله زوال راوستی وی سوک یی بچوی نشی دا دکفر دخلاصولو کوشش مکوه هغه ستا خبرولو ته ضرورت نلری دوی تا غوندی خوب وړی ندی دوی (ک ف ر)دتولی نړی دریم اوفیصله کن جنګ ته تر سل کلن دجالی تیاری وروسته خپل لخکری په مختلفو جغرافیو کی دمختلفو دولتونو په شکل چی تول دولتونه یی خپل دړوند دجال دی او دقاغذی پیسو په شکل دوی ته پیسی چاپیږی او ورته دخدمت لپاره برنامی ورکول کیږی چی ترهغه اخوا دیخوا سرغړاوی نشی کوی او لکه نواز شریف کله تری غل او کله تری دوطن… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

د ایساف د دی خبری ( که د افغانستان جګړه پای ته ونه رسيږي، ټولې نړۍ ته به خپره شي) پوری د یو ملا صاحب قیصه را په یاد شوه وایی [ یو کلی کی د غواګانو ناروغی ګډه شوی وه هره ورځ به دوه دری غواګانی پری مړی کیدی خلک چه به مسجد ته راغلل ملاصاحب څخه به یی د دعا هیله کوله ، ملا صاحب به ویل غم مه کوه دومره لویه خبره نه ده الله ج به خیر پیښ کړی تر دی چه ناروغی د ملا صاحب کورته هم ورسیدله ، نو په دغه ورځ ملا صاحب… نور لوستل »

محمد عبدالله

اوستا غوندی خلکو په واسطه او کمونستانو خلقیانو او دحقوق بشر او دخپلو دجالی تلویزونو په واسطه چی توله ورز فحشا ته دعوتونه چلوی او توله کامیابی په روشنفکری او دمتوب او هیرو یا مادل او ستاره په نوم خلک تشویقوی او دا خلک چی زانوته مسلمانان وایی دومره غافل ګیر شوی چی فکر کوی همدا کفری اومضر انسان دخمن پرمختګ به دوی دالله تعالی دعذابه وساتی او یا هم دقیامت دورزی کامیاب به هماغه وی چی دهامان غوندی قصرونه جوړ کړی ددین په نوم دجهاد سره جفاء کونکیه دا ستا خیانت به دبعضی ضعیف الایمانه مسلمانانو زړونه دجهاد څخه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x