افغانستان

قهرمان: د لښکرګاه د ساتنې لپاره مو ۳۰۰ کسیزه ډله جوړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د هلمند مدني ټولنو ولايتي شورا او ځينو بنسټونو د هلمند مرکز لښکرګاه د سقوط اندېښنه ښکاره کړه، په دې ولایت کې د جګړې عمومي مسوول عبدالجبار قهرمان وايي چې دوی ورته تدابير نيولي دي.

قهرمان نن رسنیو ته وویل چې د لښکرګاه د خونديتوب لپاره يې ۳۰۰ کسیزه ډله جوړه کړې ده، چې د ده په خبره له سقوط ساتل شوې ده.

هغه د لښکرګاه سقوط ته نږدې کېدل رد کړل، خو ويې ومنله چې د پوستو په سقوط کې امنیتي مسوولین وظیفوي غفلت کوي.

قهرمان وايي چې طالبان ډېری د شپې بريدونه کوي خو امنیتي مسوولین له خپلو دندو غافله وي، چې په پایله کې امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېږي.

جبار قهرمان چې وړاندې تر دې يې په هلمند کې جګړه د حل لار نه بلله، یو ځل بیا يې ټینګار کړی چې دوی به امنیتي ځواکونه جګړې ته لا غښتلي کړي او په خبره يې وظیفوي غفلت ته به يې پام ور واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

جبارخانه ! اوس اوبه له ورخه تیرې دي نه خو درې سوه عسکر کومه دفاع کولی شي او نه هم له لشکرګاه نه ساتنه زما په خیال اوس درې زره تنه هم کم دي چې له لشکرګاه نه دفاع وکړي ځکه چې دعسکرو مورال لویدلی دی زما په اند طالبان تراوسه نه غواړي چې لشکرګاه ونیسي ځکه چې لا وخت پاتې دی دهلمند په ولسوالیو کې باید طالبان نورې بریاوې هم ترلاسه کړي ترڅو دولتي ځواک ښه وځپل شي. بله دا چې دطالبانو قوت هم باید لږ زیات شي بیا به ګورو. زه پدې باور یم چې قهرمان لکه څنګه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x