ورزش

نړیوال جام: افغانستان له سکاټلینډ سره نن مخامخیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د کرکیټ نړیوال ۲۰ اوریز جام نن په هند کې پیل شو. لومړنۍ لوبه د هانګ کانګ او زمبابوۍ او دوهم د افغانستان او سکاټلینډ تر منځ ده.

د ۲۰۱۵ز کال له پیله تر دې دمه افغانستان ۱۶ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي چې له منځه یې ۱۳ ګټلي دي او دا د نړۍ په کچه تر ټولو ښه د ګټې – بایلات نسبت دی. هېڅ یوې لوبډلې په دومره فیصدۍ سره لوبې نه دي ګټلي.

افغانستان په دغو شپاړسو لوبو کې دوه دوه ځل عربي اماراتو او هالینډ ته، درې درې ځل سکاټلینډ او هانګ کانګ ته او څلور څلور ځل زمبابوبۍ، پاپو نیو ګینا او عمان ته ورکړې دي. دغه لوبډلو کې له افغانستان پرته هېڅ یوه هم د کرکټ نړیوالې شورا په لومړنیو لسو لوبډلو کې ځای نه لري.

افغانستان باندې د اسیاجام د غوراوي لوبو اغېز شاید تر دې دمه وي. له عربي اماراتو څخه په ۱۶منډو بایلات لوبډله له اسیاجامه پاتې کړه. اسیاجام کې له قوي لوبډلو سري لنکا، هند، پاکستان سربېره له بنګلادیش سره یوه یوه سیالۍ وه.

تر دې وړاندې افغانستان په ۲۰۱۴ کې نيپال ته ماتې ورکړه او اسیاجام کې یې ځای وموندلو. په ۲۰۱۴ کې افغانستان بنګلادیش ته ماتې ورکړه خو له نورو ټولو پر وړاندې بیا افغانستان مات شو.

افغانستان تر دې دمه په سکاټلینډ لاس بری دی. په ۱۴ نړیوالو یو ورځينیو او شل اوریزو سیالیو کې یې ۱۱ ګټلي او ۳ یې بایللي دي. په ۲۰۱۵ز کال کې افغانستان په نړیوال جام کې هم له سکاټلینډ څخه یواځېنۍ سیالي وګټله.

افغانستان ښه توپ اچوونکي لري. شاپور ځدران، دولت ځدران، حمید حسن تېز بالران ورسره دي، سربېره پر دې امیرحمزه او راشیدخان په څېر ورو او ښه بالران لري. په توپ اچونه کې افغانستان تر یوه بریده قوي دی او کولای شي مقابل لوبډله کنترول کړي.

خو د توپوهنې کمزورۍ لا هم شته دی. هېڅ یو لوبغاړي باندې تر ډيره حده باور نشي کېدلای. که لومړنۍ ویکټې ژر وغورځي، منځني لوبغاړي یا میډل آرډر تر ډير فشار لاندې راځي. سکاټلینډ لپاره دا یوه ښه چانس کېدلای شي چې لومړني لوبغاړي ژر وسوځوي او په افغانستان فشار راوړي.

تېرې سیالۍ

افغانستان په تېرو پنځو سیالیو کې څلور ګټلي او یوه یې بایللې ده. سکاټلینډ بیا درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

لوبه د کابل پر وخت ۶ نیمې بجې پیلیږي او نن ټکی اسیا کوښښ کوي چې د وېبپاڼې له لارې د کتلو زمېنه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x