نظــر

په ۲۰۲۰ کي به د افغانستان د جګړې مصرف 40 بلیونه پونډه ته ورسیږي. برتانوی مصنف

– که دومره پیسې ۵۰۰۰ نرسانو ته ورکړه سي، نو د ټول عمر د تنخا لپاره یی بس دي.
– په هلمند کي برتانوي ځواکونه د کال 2006 څخه تر اوسه د ورځي 15 ملیونه پونډه مصرف کوي.
– هیڅ یو داسي تروریست چي برتانیا ته خطر وي، په هلمند کي د برتانویانو او نه هم د ناټو له خوا وژل شوی دی.

————

په برتانیا کي د هر کور پر سر باندي به د ۲۰۰۰ فونډه اضافي بیل (مصرف) راسي، د برتانیا د حکومت د بهرنی پالیسي یو سلاکار په خپل وروستي کتاب کي ویلي.

نومړي ویلي چي له دې سره سره د افغانستان په هلمند ولایت کي یو هم داسي د القاعدې غړی نه دی وژل شوی چي هغه دي برتانیا ته په مستقیمه توګه خطر وي.

او په داسي حال کي چي د هلمند ولایت امنیت هم هغه سي دی، او یا تر هغه خراب دی له کومي ورځي څخه (2006) چي برتانوي حکومت خپل فوځ استولی.

د برتانیا د دفاع وزارت د رسمي احصائیاتو له مخي په افغانستان کي د 2001 څخه تر اوسه 444 برتانوي عسکر وژل شوی دی.

او ټاکل شوې چي د هلمند ولایت څخه به برتانوي عسکر په راتلونکي کال وزي، خو کوم ټپي پوځیان چي له ځانه سره بیايي، د هغوی ساتنه به تر کال 2020 پوري د جګړې قیمت 40 بلیونه پونډه ته پورته کړي.

او دا قیمت د 5000 نرسانو یا پولیسو افسرانو د ټول عمر د تنخاګانو لپاره کافي دی،  او همداسي په دغو پیسو درې داسي پوهنتونونه جوړیدای سي، چي د لسو کلونو لپاره به یی د شاګردانو فیس معاف وي، او داخله به یی وړیا وي.

دغه حساب کتاب د برتانیا د بهرنۍ پالیسي یو مشاور په خپل یوه کتاب کي لګولی، د کتاب نوم دی، (invistemnet in blood) په وینه کي سرمایه کاري.
دغه مشاور چي مسټر لیډواج ( Mr Ledwidge) نومیږي، د برتانیا د حکومت لپاره د ملکي مشاور په توګه په افغانستان، لیبیا، او عراق کي کار کړی.

نومړی وایي چي د 2006 راهیسي له کومي ورځي چي هلمند ته برتانوي عسکر تللي، تر اوسه د هرې ورځي مصرف 15 ملیونه دی، چي د برتانوي ولس د جیبونو څخه د ټکس په شکل وزي.

خو ددې سربیره د هغو زرهاوو فوځیانو باوجود چي په هلمند کي میشت دی، په هلمند کی د القاعده ډلي یو کس هم داسي نه دی وژل شوی چي برتانیا ته دي د هغه څخه کوم خطر وي.

د جګړې څخه یوازي د بهرنیانو خیریه مؤسسو ته ګټه رسیدلې، د افغانستان د مخدره موادو قاچاق برانو ته ګټه ورسیده، او د وسلو کمپنیانو ته یی ګټه ورسیده.

د برتانیا د کومک اکثره حصه بیرته د کومک ویشونکو مشاورینو، فوځي او ملکي سلاکارانو ته ورسید، او عادي ولس ته د چا لپاره چي کومک وو، هغوی ته ډیر لږ ورسید.

نومړي وايي چي د القاعده د خطر سره باید په امنیتي توګه چلند سوی وای، نه فوځي، برتانیا چي په دغه جګړه کي څومره زیات ځاني او مالي قیمت ورکړ، د هغه صرف یوه توجیه کیدای سی، او هغه داده چي دوی غوښتل د امریکا سره خپل اړیکي فعاله وساتي.

نومړی وایی چي څرنګه د هلمند د باسټن کیمپ څخه د برتانويانو وروستی هلیکوپټر ووزي، په هغه ورځ به هلمند د مخدره موادو ولایت او ګرم بازار جوړ سي، او ټول واک به یی د قاچاق برانو او د هغوی د بدمعاشانو په لاس وي.

او زیاتوي چي دلته نور درسونه نسته، بس یو هغه زوړ درس او تجربه ده، چي وايي: په جګړې کي د ښکېلدیدو مخکي یو ځل د جګړې د میدان په ماحول ځان پوه کړه، او دا له ځانه سره معلوم کړه چي ستا هدف څه دی، او د خپل هدف قیمت معلوم کړه چي څومره قیمت پرې کولو ته تیار یی، په بله معنی یو ستراتیژې ولره.

د افغانستان څخه د عسکرو د را ایستلو وروسته به هم د جګړې قیمت ورځ په ورځ پورته کیږي، ځکه چي تر 2600 زیات فوځیان ټپيان (معذور) دي، او 5000 نور په نفسیاتي ډول متاثره دي، او په دې کي هیڅ شک نسته چي د ټپیانو خدمت به یو بلیون پونډه نوره خرچه وغواړي.

په داسې حال کي چي د احتیاطي خزانې څخه شاوخوا 25 بلیونه ډالر یوازي د فوځي عملیاتو لپاره ایستل شوي دي.

سرچینه: ډیلي میل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x