د نن سرلیکنه

د ملي یووالي حکومت تر سیوري لاندې د ښځو نړیواله ورځ

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

په پلازمینې کابل سر بیره د ځینو ولایتونو په مراکزو کې هم د دې ورځې په مناسبت د ښځمنو غونډې جوړې شوې دي.

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت ایجادوونکی لوری (امریکایان) تر بل هرڅه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت پرښه کیدو ځان مکلف او په دولتي مؤسساتو او بهرنیو انجو ګانو کې د هغوی په مشارکت ډیر ټینګار لري.

همدا لامل دی چې د هغوی د مرستو ډیره برخه د ښځو په نوم مرستندویه سازمانو نوته خاصه کړای شوې او دا کوښښ کوي چې د افغاني میرمنو د حقوقو د اعادې په پلمه د هغوی بي لارې ته لاره پرانیزې .

خو د امریکایانو د دغو ټولو هڅو برخلاف په افغانستان کې د ښځمنو وضعیت د دې هیواد د نارینه وو په څیر ډیر خراب دی.

سره له دې چې د امریکا له سفارته نیولې د یوناما تر دفتره او خپله د ارګ تر ماڼې پوري ټول خپل ځان د افغاني ښځمنو د حقوقو مدافعین بولي خو په افغانستان کې د ښځمنو وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

د بیلګې په توګه تیرکال په دغو شپو ورځو کې ارګ ته په ډیر لنډ واټن کې د فرخندې په نوم یوه مسلمانه میرمن د وحشي صفته انسانانو لخوا په رڼاورځ ووهل شوه ، وکړول شوه او ژوندۍ په اور وسوځول شوه .

د امریکا سفارت څارونکي ، یوناما دفتر او د ارګ بي احساسه چارواکي ټول د دې پیښې تماشاچیان ول.

یوه یې هم نه پردې مسلمانې میرمنې باندې د وحشیانو د وحشت مخنیوی وکړ او نه يي هم ورباندې غبرګون ښکاره کړ.

پر هغه سر بیره اوس د دې بوږنوونکي پیښې پوره یوکال و شو چې نه یې عاملین مجازات شول او نه يې هم په اړه له امنیتي چارواکو څخه پوښتنه وکړای شوه؟

د فرخُندې مظلومانه شهادت د ښځود حقوقو په وړاندې د ګډ حکومت د بي پروايي مُشت نمونه خروار دی .

په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ورکړل شویو ارقامو له مخې په هیواد کې دښځو په وړاندې د تاوتریخوالې کچه تر بل هروخت اوس لوړه شوې.

په مرکز او ولایاتو کې د نامعلومو وجوهاتو له کبله د ښځمنو وژل کیدل ، د هغوی پوزې او غوږونه پري کیدل ، په دولتي محابسوکې پرهغوی باندې جنسي تیري کیدل، په مخدره توکو د هغوي معتاد کیدل، د فقر اونیستۍ له کبله د خپلو اولادونو خرڅوولو ته مجبوره کیدل ، د اجباري مهاجرت په مهال په سمندرونو کې د هغوی غرقیدل او … ټول هغه پرمختګونه دي !!! چې د ملي یووالي حکومت تر سیوري لاندې د افغان ښځي په برخه شوي .

نن که بي بي ګله (رولاغني )د غیرافغاني اوغیرمسلمانې لومړۍ میرمنې په توګه په افغانستان کې د ښځمنو د ترقي او د هغوی د حقونو د تر لاسه کولو دعواوې کوي د هغې موخه یواځې هغه پرمختګ دی چې د هیواد د مسلمانو ښځو د بي لاري په برخه کې د ګډ حکومت په واکمنۍ کې تر سره شوی .

نه داچې واقعا دي هم افغان میرمنې د خپلې اسلامي ټولنې د مقتضیاتو او غوښتنو مطابق له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شوې او یادې په دې برخه کې د پام وړ ترقي کړې وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x