
نړیوال جام: لومړنۍ سیالۍ کې زمبابوۍ هانګ کانګ ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۱۸مه ۱۳۹۴ل): د کرکیټ نړیوال شل اوریز جام په لومړنۍ سیالۍ کې زمبابوۍ کرکیټ لوبډلې هانګ کانګ ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه او لومړنۍ بریا یې خپله کړه.
د هند په ناګپور ښار کې نن د نړیوال شل اوریز جام لومړنۍ سیالي ترسره شوه. پچه هانګ کانګ وګټله او د لومړني توپوهنې پریکړه یې وکړه.
زمبابوۍ په ټاکل شوو شل اورونو کې ۱۵۸ منډې وکړې او هانګ کانګ ته يې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.
د زمبابوۍ له لوري، سیباندا ۵۹، چیکمبورا ۳۰، والر ۲۶ او مسکادزا ۲۰ ښې منډې وکړې.
په توپ اچونه کې د هانګ کانګ تنویرافضل او اعزاز خان ۲-۲ او ندیم احمد یوه ویکټ واخېستله.
د ۱۵۹ منډو په تعقیب کې هانګ کانګ په ۲۰ اورونو کې ۱۴۴ منډې جوړې کړې او زمبابوۍ ته یې په ۱۴منډو لوبه وبایلله.
د هانګ کانګ له لوري اتکینسن ۵۳، تنویز افضل ۳۱ او چاپمن ۱۹ ښې منډې وکړې.
د زمبابوۍ په توپ اچوونکو کې تریپانو او چاترا ۲-۲ او مسکادزا او سکندر رضا یوه یوه ویکټ واخېستله.
زمبابوۍ او هانګ کانګ د افغانستان سره په یو ګروپ کې دي. افغانستان نن له سکاټلینډ سره سیالي لري چې د کابل پر وخت په ۶:۳۰ بجې ماښام مهال به پیل شي.