نظــر

د طالبانو څخه د ملاتړ اعلان

نن تقریبا ۱۱ کاله کیږي چې صلیبي ښکیلاکګرو په افغانستان باندی یرغل کړی. دا یولس کاله یرغل یواځې زموږ د جهاد نه کولو په وجه دومره اوږد شو. یاد ساتې چې ددی یرغل د وروستي شهید د مرګ مسوولیت زموږ په غاړه دی ولی چې دا ټول زموږ د ضعف او سستي د لاسه کیږي. ددی یرغل اکثره قربانیان زموږ سپين ږيري، ښځې او ماشومان دي. مسلمانانو تر ننه پوری په امریکا یا اروپا یرغل نه دی کړې او نه یې په اصطلاح ” د څنګ په څنګ تاوان” یا ددوئ په اصطلاح د کولیټرل ډیمیج په نوم د امریکایانو یا اروپایانو سپین ږیری، ښځې او ماشومان وژلی خو امریکا او ناټو وړمه ورځ زموږ سپین ږیری، ښځې او ماشومان شهیدانه وي او د “کولیټړل ډیمیج” تر عنوان لاندی ځانونه ددی بشرضد جرم خلاصه وي.

په حقیقت کې دا ددوئ د عصري جنګ یوه مهمه برخه ده. د افغانستان نه تر فلسطین، پاکستان، عراق، صومالیه، مالي، یمن او په راتلونکي کې چې هر چیرې امریکا او ناټو د مسلمانانو په هریم یرغل کوي ددوئ به  دا کوښښ وي چې په دغه هیوادونو کې د جهاد او مجاهدینو مخه ونیسی او د همدی اهدافو لپاره یې د مسلمانانو په عام وژنه لاس پوری کړې. افغانان د امریکا سره کومه ستونځه نه لري او نه د امریکا  ازادئ او ارزښتونو مخالف دي. افغانان د امریکا څخه ځکه کرکه لری چې دوئ هره ورځ د بشریت ضد جرمونه ترسره کوي. امریکا په اصطلاح ” د ترهګرې په وړاندی جنګ” یواځې ددی هدف لپاره کوي ترسو د مسلمانانو اسلامي عقیده خرابه کړي او د پوځې یرغل په زور د مسلمانانو طبیعي زیرمۍ کنټرول کړي.

امریکا د خپل هیواد بې وزله د افغانستان د بېوزلو مسلمانانو د وژلو لپاره رالیږي. دوئ د خپلو ګټو لپاره د مسلمانانو د وینو سودا کوي. دا په ټوله مانا یوه عام وژنه ده چې امریکا یې د ټولې نړۍ پرمخ ښه په نره ترسره کوي. زه فکر کوم په داسی حساس وخت کې غلي پاتې کیدل او د خپلو مسوولیتونو څخه مخ ګرځول یو ستر جرم دی. په افغانستان باندی د امریکا یرغل یو نړیوال خیانت دی او د بشر ضد جرم، چې هیڅ یو بشري او آسماني قانون یې اجازه نه ورکوي. خو زه هیران دیته یم چې څنګه خلک  د امریکا د کړنو په وړاندی  د طالبانو مشروع مقاومت  او اوسنې جهاد د نیوکې لاندی راولي، ایا تاسو اوس هم د امریکا په اشغال خوشحاله یاست او د الله او مسلمانانو په وړاندی د شرم احساس نه کوې. د قیامت په ورځ به الله رب العزت ته څه ځواب ورکوې او څنګه به خپل عذر وړاندی کوې. تاسو د امریکا سره د مسلمانانو په مقابل کې د ملګرتیا او معاونت هیڅ شرعی او قانوني جواز نه لرې.

نن په افغانستان، پاکستان، عراق، فلسطین، صومالیه، مالي او د نړۍ په نورو ښکېل میشتو سیمو کې مسلمانان د کفري ظالم  پر وړاندی برحق او مشروع جهاد کوي او د خپلو مسلمانانو وروڼو لپاره د انساني کرامت او عزت غوښتونکی دي. خو هر څوک چې د امریکا پر وړاندی مقاومت کوي هغه  ” د یاغیانو او یا ترهګرو” په نوم یادیږي. طالبان زموږ وروڼه دی او مسلمانان دي، د طالبانو جرم یوازی دا دی چې  دوئ امریکا ته ددی اجازه نه ورکوي چې زموږ د عزت او غیرت سره لوبی وکړي. طالبان نه غواړي چې لکه د نورو اسلامي هیوادونو دی افغانستان هم ددوئ د اثر لاندی راشي او افغانستان دی د تل لپاره د امریکا غلام پاتی شي. امریکا افغانستان ته ددی لپاره نه ده راغلی چې موږ ته یو څوکاله، خپلواکه او پر ځان بیسا هیواد جوړ کړي. امریکا همدا نن کولې شي چې افغانستان پریدي خو دوئ دا کار نه کوي ولی چې دوئ په افغانستان کې خپلی ګټې او موخې لری نو ځکه د خپلو ګټو لپاره یې  په زرګونو میله مزل کړی ترسو په افغانستان کې خپلی ګټې خوندي او د اسلامي تحریکونو مخه ونیسي. بعضی افغانان پرته له دی چې ژور فکر او عملی څیړه وکړي په دی ګمان دي  چې امریکا د افغانستان جوړولو لپاره راغلی خو دی ۱۱ کلن یرغل دا نن په ډاګه کړه چې دوئ په اصل کې د افغانستان یرغل لپاره راغلی دي او ترهغه به دلته خپل اثراو رسوخ خوندی ساتی ترکومه چې ددوئ ګټې دلته نغښتې وي. یو سړې به ډیر ساده وي چې دا خبره وکړی چې یو امریکایي د امریکا ښکلې ژوند ددی لپاره پریښولی ترسو افغانستان اباد کړی او د همدی هدف لپاره د ځان قربانی ورکوي، نه نه داسی نه ده، امریکا ددی لپاره راغلی چې زموږ په بدن کې هغه پاتې وینه هم وچوبې که خبر نه یاست نو د امریکا تاریخ مطالیه کړی ترسو تور او سپین درته په ډاګه شي.
افغانان د امریکایانو سره هیڅ قسم همڅیرتیا نه لری، نه په دین کې، نه په رنګ کې، نه په جغرافیایي لحاظه نو له دی په ډاګه ده چې دوئ څه غواړي او ولی زیار باسی چې افغانستان کې پاتی شي.امریکا افغانستان ته ددی لپاره راغلی ترسو دلته خپلې دایمي اډې جوړې کړي او د همدی هدف لپاره یې خپله ټوله شتمنۍ مصرف کړه او د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره یې د هر قسم پوځې او سیاسی ځواک څخه کار واخیست خو تراوسه ناکامه دي. دوئ غواړي طالبان ختم کړي ولی چې طالبان یوازنې واقعي قوت دی چې د الله په فضل ددوئ د شومو پلانونو د شنډلو هڅه کوي. د کرزی په وینا امریکا غواړي چې په افغانستان کې نهه اډې جوړې کړي او د سترو شرکتونو لکه ایکسزون موبیل او بریټیش پټرولیم لپاره لاره هواره کړي چې دوئ ښه په آرامه زړه د افغانستان طبیعي زیرمۍ لوټ او تالان کړي.
.
 امریکا په افغانستان کې ځکه ډیموکراسی پلي کول غواړي ولی چې د پوځې یرغل وروسته په افغانستان کې د تل پاتې اقتصادي یرغل غوښتونکی دي.  امریکا خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره  په افغانستان کې د ډیموکراسی نظام تر ټولو غوره نظام بولي ولی چې ددوئ  هر کله زړه  وغواړي د پیسو او پوځې مداخلې په زور په افغانستان کې د خپلی خوښې ولسمشر او سیاسي ګوند رامنځته کولې شي. نن د امریکا د یرغل په وجه افغاني ټولنه د بی حیايي او فحشه دیار کزځیدلی، د خلکو په کورونو د چاپو، ولسي وژنو، هر ځاې پوستې، نیول ټکول، بندیزونه، په سړکونو کې د بی ګناه خلکو وینې تویه ول او هر طرف ته پرله پسې تاوتریخوالی په نظر راځې. افغانان باید نور ددی جرات په ځان کې پیدا کړې چې د امریکا کړنې وغندی. زه نن د طالبانو څخه د خپل پوره ملاتړ اعلان کوم  او ستاسو څخه هم غوښتنه کوم چې د طالبانو ملاتړ  وکړي. همدغه طالبان دی چې د امریکا ډاروونکي پوځې ځواک  مخته لکه د زبر ولاړ دي او د مسلمانانو وینې تویونکو صلیبي ښکیلاګارو سره مبارک جهاد کوي.  
نن ټول افغانان سوله غواړي، خو چرته چې د سولی لپاره هڅه ونه شي هلته سوله څنګه راتلی شي، نن طالبان له هرچا ډیر د سولی تږي دی خو سوله د خپلواکی نوم دی او خپلواکی په جهاد راځي. دلته بعضی خلک سوله او خپلواکی غواړي خو بیا په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکایانو شتون زغمي او ورته ښه خوشحاله دي. دا هغه خلک دي څوک چې د کرلو نه مخکې حاصل غواړي، د اسمان غوریدلو او بړچ  نه  مخکې باران غواړي، ګورئ افغانانو په غلامي مه خوشحالیږئ، غلامي چې هر څومره ښکلی او رنګینه شي بیا هم غلامي ده. موږ باید ددی امریکایي یرغل په وړاندی جدی مبارزه وکړو که  هغه اخلاقي مبارزه وي او که  مادي مبارزه، دواړه حتمی ده ترسو د امریکا پلانونه شنډ او د خاوری سره خاوری کړو او یو واری بیا د خپلو نیکونو او پلارنو تاریخ ژوند کړو. یاد ساتئ سوله او خپلواکی په غوښتنۍ سره راځې او ترکومه چې غوښتنه نه وي ترهغه سوله نشي راتلې. په دی ښه پوه شی چې روسان مو په زوره وشړل او امریکا به هم په زوره شړو – انشاء الله
موږ ټول باید خپل حقوق وغواړو او د خپلو حقوقو غوښتنه وکړو، موږ باید د خپلو حقوقو لپاره جهاد وکړو دا رباندی الله فرض کړی. د امریکا یرغل ته یوازی یو څو کسه فاسده او بی ایمانه خوشحاله دي نه ټول افغانان. که ریښتیا غواړو چې د امریکا د یرغل څخه افغانستان ازاد کړو نو باید لکه د تندر په دوئ غرغور جوړ کړو، ترشل او ریبل ورسره وکړو، خپل غږونه پورته کړو او ترهغه  دا زیار وباسو ترکومه مو چې له امریکا ریښتني خپلواکی  ترلاسه  کړې نیوي. سوله به هغه وخت راځې کله چې په افغانستان کې عدالت راشي او عدالت به هغه وخت راځي کله چې ګران افغانستان  اصیلو افغانانو ته وسپارل شی نه د امریکا مزدورانو ته!

افغانستانه خدائ د مه کړه سنګرونه خالی
چې دی ساتی له صلیبیانو دا اتل ځلمي
ستاسو ورور
ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x