نظــر

موږ هم خپلو بابک خېلو ته پانسۍ غواړو !

جیلاني پښتون

ایرانیانو خپل کار په میړانه وکړ، د بابک زنجاني په نوم ۴۱ کلن میلیادر چې د بیت المال په شتمنیو د ځنځې غوندې پړسیدلی و بالاخره یي شتمني ور مصادره او نوموړی یي د دار کړۍ ته برابر کړ.

اختلاسګر او د فساد مافیا هم نادرې کوي، بابک زنجاني چې تراوسه یي حسب او نسب نه دی معلوم په تیرو پنځلسو کلونو کې یي ۱۳ نیم ملیارد ډالر ګټلي، وایي لیوه له خدای باد غواړي یا باران . بابک زنجاني هم له باد او باران نه استفاده کړې، په ایران د نړیوالو تحریمونو له فرصت نه په استفاده یې د نفتو ملي قراردادونه په خپله ګټه څرخولي او د بیت المال پیسې یی په شخصي حسابونو کې جمع کړي دي. ویل کیږي چې ایراني سټبلیشمنټ بابک زنجاني ددې لپاره ګمارلی و چې ایراني ممنوع الصدور نفتو ته خریدار پیدا کړي، خو بابک په خپل څالاکۍ ټول ایرانی نظام دوکه کړی، په بیلابیلو هیوادونو یي ایراني نفت خرڅ کړي خو پیسې یي ددې په ځای چې ایراني بانک ته حواله کړي په شخصي کاروبارونو مصرف کړي دي. بابک زنجاني چې د ۲ ملیارده ډالرو په اختلاس پړ بلل شوی وړمه ورځ ورباندې ځانګړې محکمې د اعدام حکم وکړی او غالب احتمال دادی چې له پانسۍ وروسته به یي ټوله شتمنی هم مصادره شي.

دا خو د ایراني بابک کیسه وه چې ترډیره یو طرفه شوې ښکاري، موږ هم یو بابک لرو . حامد کرزی چې په دې وروستیو کې یي ورته حواریین بابک وایي .زموږ بابک هم داسې کارنامې کړې او دومره ډالر یي په بډه وهلي چې که حساب ورسره وکړو شاید تر ایراني بابک په مراتبو لوی شوړه مار وخیږي.

آبله ورځ راته یوه کندهاري سپین ږیري بیان کاوو چې : نن سبا عجبه هوښیاره دنیا ده، هرڅوک غلا کوي مګر جامې پاکې ساتي ، غلا په داسې مهارت کوي چې د چا پلار یي هم ورباندې ثابته نه کړي، له کندهار څخه حامد کرزی او جنرال رازق دوه داسې کسان بلل کیږي چې ځيني یي ډیر پاک او وطندوست اشخاص بولي چې له فساد نه ډیر لرې خلک دي. مګر دوی دواړو عجیب ابتکار کړی هغه داچې د پیسو د جمع کولو لپاره یي خپل وروڼه ګمارلي دي.

حامد کرزي دخپل ورور احمدولي په مټ د قشله جدید ټوله دولتي ځمکه غصب او د عینو مینې په نوم شهرک یي ورباندې ودان کړ، په دې سربیره یي له امریکایانو د لویو قراردادنو په خپلولو سره خورا ډیرې پیسې راجمع او په دوبۍ کې یي ورباندې بلها ځمکې واخیستې.

دا خو یوازې د بابک کرزي کیسه ده که خبره بابک خیلو ته کړو او د کرزي د څنګ او پرې انډیوالان وځیرو نو ویلی شو چې هر یو یي د فساد او اختلاس د سمندر دومره لوی نهنګ دی چې تر مشر بابک لویه ګېډه لري.

جنرال رازق چې ځان تر ټولو وفادار بابک خېل بولي د خپل ورور تادین په توسط دا څوکاله د کندهار ګمرک خوري، هر ورځ تر پنځوس لکه افغانۍ ډیرې پیسې جمع کوي او د دوبۍ بانکونو ته یي لیږي، نورو بابک خیلو لکه ګل اغا، فهیم ، احمد ضیا مسعود،محقق، سیاف، عطا نور،ظاهر قدیر ، بسم الله خان او نورو هم د اختلاس او لوټمار داسې کارنامې جوړې کړي چې شاید په اعدام محکوم زنجاني بابک یي په ګرد پسې هم ونه رسیږي.

دوی ۱۲ لکه جریبه دولتي ځمکه غصب کړې،لسګونه ملیارده د نړیوالو مرستو پیسې یي غلا کړې او خوړلې دي،د کابل بانک شاوخوا یو ملیارد ډالره نغده سرمایه یي غلا او له هیواده ایستلې ده ، اداري فساد او رشوت ته یي قانوني شکل ورکړی او د نفتو، ګازو، استهلاکي توکو او ټولو ضروري اجناسو سوداګري د یوې ځانګړې مافیا په توسط کنترولوي او په دې ډول د افغان اولس له رګونو وینې ځبیښي.

زموږ فسادګر او غاصب بابک خېل چې د نړۍ تر ټولو د غریب اولس په مرۍ غلي دي او هډوکي یي شپیلوي هر یو ددې وړ دی چې د اریانا په چاراهي کې پانسۍ او د قصاب په کُنډه راځوړند شي.

راځئ ددغو بابکانو د له منځه وړلو لپاره همآهنګه مبارزه پیل کړو تر څو مو دغه د مال،عزت اوملي ثروت لوټماران د خپلو جرمونو په سزا ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x