شعـــــرونه

حيرت: مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

په هر يو لوري کې شهيد هر خوا غازي يمه زه
که يم طالب، که مجاهد او که پوځي يمه زه

کافر ته اوس زما د ټوپک مردکۍ نه رسيږي
ورور مې ويشتلی او د ورور په ډز ټپي يمه زه

غمه راځه، ماته راځه خو په ولس دردېږم
هغوی ته ژاړم خپله غم سره عادي يمه زه

زه هيڅ مومن ته جنتي او دوزخي نه وايم
خپل ځان به ښايم چې غلط او که سهي يمه زه

ربه په داسې وحشتونو کې مې ژوند تيريږي
چې خوښي نشته او همېش غم کې رهي يمه زه

هغه زما، زه د هغه وينو ته تږی ناست يم
خدايه انصاف را! دغه څه ډول ياغي يمه زه

خپل ورور مې نه وژنم هغه ته هدايت غواړمه
خو صليبيانو ته سرتيری فدايي يمه زه

مشفقه خدای مو دې د دور له فتنو وساتي
بل هيڅوک نه يم، مسلمان او اسلامي يمه زه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x