افغانستان

طالبان: عطا نور د بې دفاع ملکيانو څخه غچ اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د بلخ سرپرست والي عطا نور د کشینده ولسوالۍ په عملیاتو کې د ولسي او بې دفاع ملکيانو څخه غچ اخلي.

په بلخ ولایت کې د سرپرست والي عطاء محمد نور په مشرۍ د نوروز جشن لمانځلو لپاره د امنیت د ټینګښت په موخه عملیات پيل سوي، په دغه عملیاتو کې چې هوایې ملاتړ یې هم کیږي د طالبانو تر څنګ ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي.

د وروستیو راپورونو سره سم د کشندې ولسوالۍ په پنج سیمه کې د عملیاتو پر وخت د عطا نور ملیشو د ولسي وګړو دوه کورونه سوځولي او په همدې سیمه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د بلخ د سرپرست والي ویاند منیر فرهاد رسنیو ته وویل چې د امنیت د ټینګښت په موخه د عطاء محمد نور په مشرۍ د بلخ په کشندې او زارې ولسوالیو کې عملیات پر مخ روان دي او مخالفینو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي.

نوموړۍ زیاتوي چې په مزار شریف کې هم د نوروز جشن لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول سوي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې دکشندې ولسوالۍ په پنج سیمه کې امنیتي ځواکونو د طالبانو سره د جګړې پر مهال د ولسي خلکو دوه کورونه سوځولي او ۷ تنه ولسي وګړي یې وژلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې پر مهال امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي، په خبرپاڼه کې وړاندي لیکل سوي: د ګوډاګي د ښمن وحشي عسکرو د خپل شوم عادت له مخي بیاهم د خپلو تلفاتو غچ له بې دفاع ملکيانو څخه واخیست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x