افغانستان

کندهار: عسکر یو ځوان په رینجر موټر پسې په قیر سړک کشوي ـ ويډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): په خواله رسنیو کې تازه خپور شوي ويډيو کليپ کې ښوودل کېږي چې پولیس یو تن ځوان چې په وجود خورا خوار معلومېږي د کوم چا یا پېښې په اړه د معلوماتو اخیستو په موخه په رینجر موټر پسې کش کاږي.

دغه کليپ چې ویل کېږي د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د پولیسو له لوري ثبت شوی، په ویډيو کې ځوان پر پاخه سړک په ژېړه کلکه ټوټه چې ګومان کېږي لونګۍ به وي تړل شوی پروت دی، پولیس او څو تنه په شخصي جامو کې پرې راګرځيدلي او پرلپسې پرې نارې وهي چې باید حال ووايي.

ځوان چې پښې يې د یو پولیس په لاس کې او نور پر سړک پروت دی، په اوږو کې په رینجر موټر پسې تړل شوی، یو تن غږ کوي: کرار کرار حرکت کوه! بل په زوره غږ کوي: پړمخي يې کړئ، کش يې کړه! کش يې کړه!

رینجره منډه اخلي او ځوان پر پاخه سړک په اړخونو ورپسې اوړي، له تېزې منډې وروسته درېږي او پولیس پرې راټولېږي.

ځوان له رینجرې خلاصوي یو تن چې اوږده ويښتان لري پر اوږه يې خوله ورلګوي، ښکنځلې ورته کوي او پرلپسې همدا ورته وايي: حال وايې که يې نه وايې!

د ځوان غږ تیت اورېدل کېږي، خو پولیس يې خبرې ته نه پرېږدي ښکنځل ورته کوي، یو تن غږ کوي: درۍ مړي مو کړي دا يې څلورم!

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ولسي وګړي یا هم د دوی وسله وال مخالفين په صحرايي محاکمو کې د پوستو د قومندانانو له لوري تر ډول ـ ډول شکنجو لاندې سا ورکوي.

وړاندې تر دې د ملي اردو عسکرو د زابل ولایت په یوه دښته کې د سیمې شپونکی ضربه او ځای پر ځای يې وواژه، تر هغه وړاندې په لوګر ولایت کې هم د اردو عسکرو یو تن په دښته کې د خپلو وسلو ضربو ته دروي.

د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د ورته کړنو پرلپسې تکرار سره سره د هېواد مدني بنسټونو او د بشري حقونو مدافعینو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو د شنونکو په باور دا ډول وحشتونه پر دولت د ولس باور لا له صفر سره ضربوي او په وینا يې د دولت حیثیت لا هم له خاورو سره خاورې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

او خلکو او مسلمانانو دا پولیسو څخه تمه مه ساتی دا ظالمان ددجال او (ک ف ر)په خدایی مست نشه ګرځی نن صبا خلک خپلو نږدی خلکو ته پیسی نه ورکوی دا امریک چی دپاک او افغان په نوم پولیس او فوج ته پیسی ورکوی او دملیاردونو دالرو په ارزش ورسره امداد کوی دا ولی؟ زه به نن تاسو ته دکفر لخوا ددوی ددجالی سترګو تاپی جوړول او ساتل او پخپلو یونیفورمونو او رینجرو کی استعمالول پام واړوم تاسو دلته دیوی دالرو نوت شاته دمثلث منځ کی سترګی ته سم ځیر شی چی دا سمبول دوی ولی استعمالوی او بیا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x