ورزش

نړیوال جام: شهزاد او ورو توپ اچوونکو سکاټلینډ مات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۴ل): افغانستان په یوې سختې سیالۍ کې د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه او په نړیوال جام کې یې لومړنۍ بریا خپله کړه.

که د شهزاد تېزې ۶۱ منډې، د راشدخان، سمیع الله شینواري او محمدنبي ښه توپ اچونه نه وای، ښايي افغانستان ډير په اسانۍ لوبه سکاټلینډ ته بایللې وای.

نننۍ لوبه کې د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي پچه وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه. د افغانستان پیل ښه و. لومړنۍ ویکټ يې نورعلي ځدران له لاسه ورکړ. هغه ۱۷ منډې جوړې کړې. وروسته شهزاد او اصغرستانکزي تر ۱۰۷ پورې ګډې منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد د پخوا په څېر نن هم تېزه لوبه وکړه. هغه په یواځې ۳۹ بالونو ۶۱ منډې وکړې، خو کپتان اصغرستانکزي بیا ۵۵ منډې په ۵۰ بالونو وکړې. اصغر څو ځل د یوه غلط شاټ وهلو په کوښښ کې بالونو مس کړل. سربېره پر دې نبي او شفیق الله یې رن اوټ کړل.

افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او ۱۷۱ منډې هدف یې سکاټلینډ ته وټاکه.

د سکاټلینډ پیل خورا تېز و. تر ۸۰ پورې یې هېڅ ویکټ ونه سوځېدله. د اور په حساب یې د منډو اوسط له نهو پورته و. داسې برېښيدله چې افغانستان لوبه له لاسه ورکړي خو لومړی سمیع الله شینواري ویکټ واخېستله او ورپسې راشد خان په بال اور کې مهم لوبغاړی وسوځاوه. وروسته په ۹۵ منډو درېیم او په ۱۰۸ څلورم لوبغاړی وسوځېد.

تر دې وروسته د سکاټلینډ منډې ورو شوې او د ګټې یو څه هیلې بیا راپیدا شوې. په وروستي څلورو اورونو کې ۳۹ منډې پاتې وې. ځدران ۱۲ منډې ورکړې. نبي یو ځل بیا د یوه کامیاب ورو بالر په توګه وځلید. اتلسم مهم اور کې یې یواځې ۶ منډې ورکړې او ماچان یې په ۳۶ منډو وسوځولو.

وروستي اور کې ۲۱ منډې پاتې شوې. دولت ځدران ۶ منډې ورکړې او افغانستان په ۱۴ منډو لوبه وګټله.

د لوبې ښه لوبغاړی محمد شهزاد شو. هغه د ۵ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۶۱ تېزې منډې جوړې کړې.

افغانستان بله لوبه له هانګ کانګ سره د مارچ په لسمه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x