نړۍ

قرضاوي: د شیعه ګانو ډله حزب الله نه بلکي حزب الشیطان ده

د اتحاد علماء اسلام مشر مشهور عالم شیخ القرضاوي په خپل وروستیو خبرو کي ویلي چي د حزب الله ډله په لبنان کي حزب الله نه بلکي حزب الشیطان (د شیطان ډله) ده.

او زیاته کړې چي دی د ډیري مودې لپاره د حزب الله او د ایران دشیعه ګانو په شعارونو او خبرو غولیدلی وو، او د همدې لپاره یی یو ځل ایران ته هم سفر وکړ، تر څو د مذهبونو تر منځ د نیژدې والي خبره وکړي، او د شیعه او سني مذهبونو تر منځ توپیر او نفرت را کم کړي.

خو قرضاوي ویلي چي اصل کي هغوی په ما لوبي کولي، او زه یی خطا ایستلم، هغوی په اصل کي غواړي چي اهل سنت ژوندي وخوري.

په یوه کانفرانس کي چي د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کي د اتحاد علماء اسلام له خوا د سوریا په اړه جوړ سوی وو، نومړي زیاته کړه، چي دوی پر ځان د حزب الله نوم ږدي، دوی په اصل کي  حزب الطاغوت، او حزب الشیطان دي، حزب الظلم او باطل دي.

او هغه په ضمني توګه اعتراف وکړ چي د سعودي علماء دده تر مخه د شیعه ګانو د ډلي (حزب الله) او د ایران د شیعه ایزم په اصل راز پوه سوې وه، او ده په دې اړه ډیر تاخیر وکړ، خو اوس پوه سو.

نومړي پر اسلامي، او غیر اسلامي هیوادونو غږ وکړ چي د سوریا د ولس سره کومک وکړي، او په مسلمانانو یې غږ وکړ چي د سوریا د ولس سره په هره توګه کومک کولای سی، باید وې نه سپوموي، او په خاصه توګه که څوک د جهاد لپاره ځان رسولای سي، نو باید هرو مرو ځان ورسوي.

باید وویل شي چي د سوریا د نظام مشر بشار الاسد د تیرو درو کلونو راهیسي د روسیا او ایران په ملګرتیا د سوریا د ولس عام وژنه کوي، او بل خوا هغه غرب چي په لیبیا کي ډیر ژر فوځي مداخلت وکړ، تر اوسه زړه نه ښه کوي، چي د سوریا د نظام لاس ونیسي، او د سوریې د ولس د عام وژني څخه یی را وګرځوي.

که له یوې خوا ټول اسلامي نړی، او نړیواله ټولنه لاس تر زني ناست دي، او د سوریا د ولس وحشیانه ټول وژنه په سړه سینه ګوري، نو د بلي خوا بیا ایران په لبنان او عراق کي خپل اتباعو شیعه ډلو ته امر کړی چي د بشار الاسد تر څنګ په علني توګه ودریږي.

ویل کیږي چي د (حزب الله) شیعه ډله په سوریا کي په ډیره وحشي توګه د سوریا مسلمان ولس په ډله ایزه توګه وژني، او هم په سوریا کي اسلامي تاریخي مساجد په خاصه توګه د اموي خلافت مساجد په لوی لاس تخریبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x