دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت «څلور اویایمه برخه»

مولوي محمد نعيم

دشهیدانو ژوند

دا چې شهیدا څه رنګه ژوندي دي، له نورو مومنانو سره یې توپیر په څه کې دی؟ مشهور حدیث دی چې کله انسان مړ شي، په قبر کې کېښودل شي هغه درې پوښتنې ترې وشي: رب دې څوک دی؟ دین دې څه دی؟ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم انځور ورته وښودل شي چې دا څوک دی؟
که چا سم ځواب ور کړ، بیا لومړی د دوزخ لوري ته یوه کړکۍ ورته پرانیستل شي او ورته وویل شي چې دا لومړی ستا ځای و، خو دا چې نیک عمله وي، الله جل جلاله له دې ځای نه وساتلې، بیا د جنت په لور یوه کړکۍ ورته پرانیستل شي او ورته وویل شي چې دا ستا ځای دی، نور نو بېغمه بېده شي، تر څو چې قیامت کېږي، د قیامت په ورځ به بیا جنت ته ځې.
او که چا پوښتنو ځواب ور نه کړای شو، بیا لومړی د جنت په لوري یوه کړکۍ ورته پرانیستل شي او ورته وویل شي چې دا ستا لومړی ځای و، خو دا چې ته بد عمله وي، له دې ځای نه بې برخې شوې، بیا به ددوزخ په لور یوه کړکۍ ورته پرانیستل شي او ورته وبه ویل شي چې اوس دا ستا ځای دی، دا کس به په قبر کې ډېر په تکلیف وي، او تر قیامته به کړېږي.
هغه نیک عمله سړي ته به د جنت په لوري کړکۍ پرانیستې وي، د جنت نعمتونه به وینې، او د جنت خوشبويي به ورته راځي، او د بد عمله لپاره به د دوزخ په لوري کړکۍ پرانیستې وي، د دوزخ عذابونه به ویني او له بدبویۍ او عذابونو نه به ځورېږي.
د یادونې ده چې قبر کې ژوند ته د برزخ ژوند ویل کېږي، یو انسان درې ډوله ژوند لري، یو  ددنیا دا کوم ژوند چې فعلا انسانان پکې دي، بل د برزخ ژوند چې هغه د قبر ژوند دی، اوبل د آخرت ژوند چې هغه ابدي ژوند دی.
کوم ژوند چې په قرآن کریم الله جل جلاله شهیدانو ته ثابت کړی هغه دغه د برزخ ژوند دی، له همدې کبله شهید خښېږي، میراث یې د ورثه وو تر منځ ویشل کېږي، مېرمن یې که وغواړي بل خاوند کولی شي، اولاد ته یې یتیمان ویل کېږي، له دنیا سره یې عملا تړاو پای ته رسي، که څوک ووايي چې دبرزخ ژوند خو د هر مومن لپاره شته، نو بیا د شهید ځانګړنه څه ده؟ د شهید ځانګړنه دا ده چې عملا د جنت مېوې ورته راځي او خوري یې. چې دا د نورو لپاره نشته. نور به له حساب او کتاب وروسته د جنت مېوې خوري، جنت ته به ځي، خو شهید له حساب او کتاب نه مخکې د جنت مېوې خوري،  د شنو یا سپینو مرغانو په ججورو کې، یا خپله د زرغونو او سپینو مرغانو  په بڼه جنت ته ننوزي.  پکې ګرځي را ګرځي، چکرې پکې وهي.
په دې اړه یو حدیث شریف داسې راغلی: ( عن ابن عباس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:” الشهداءُ على بَارق، نهر بباب الجنة، في قبة خضراء يخرُج عليهم رزقهم من الجنه بُكرة وَعشيًّا ) [۱]
له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  شهیدان به په زرغونه ګومبزه کې له بارق ویالې سره ( چې د جنت په دروازه کې یوه ویاله ده ) وي، سهار او بیګاه به یې روزي له جنت نه ورته راوزي.
په ځینو روایاتو کې راځي چې شهیدان په عرش پورې ځوړند څراغونو کې اوسي، له هغه ځایه جنت ته ځي، هلته چکرې وهي، او بیا بېرته خپلو څراغونو ته ځي.
عَنْ مَسْرُوقٍ قَالَ سَأَلْنَا عَبْدَ اللَّهِ عَنْ هَذِهِ الآيَةِ (وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ) قَالَ أَمَا إِنَّا قَدْ سَأَلْنَا عَنْ ذَلِكَ فَقَالَ « أَرْوَاحُهُمْ فِى جَوْفِ طَيْرٍ خُضْرٍ لَهَا قَنَادِيلُ مُعَلَّقَةٌ بِالْعَرْشِ تَسْرَحُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ شَاءَتْ ثُمَّ تَأْوِى إِلَى تِلْكَ الْقَنَادِيلِ فَاطَّلَعَ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمُ اطِّلاَعَةً فَقَالَ هَلْ تَشْتَهُونَ شَيْئًا قَالُوا أَىَّ شَىْءٍ نَشْتَهِى وَنَحْنُ نَسْرَحُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ شِئْنَا فَفَعَلَ ذَلِكَ بِهِمْ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ فَلَمَّا رَأَوْا أَنَّهُمْ لَنْ يُتْرَكُوا مِنْ أَنْ يُسْأَلُوا قَالُوا يَا رَبِّ نُرِيدُ أَنْ تَرُدَّ أَرْوَاحَنَا فِى أَجْسَادِنَا حَتَّى نُقْتَلَ فِى سَبِيلِكَ مَرَّةً أُخْرَى. فَلَمَّا رَأَى أَنْ لَيْسَ لَهُمْ حَاجَةٌ تُرِكُوا ).[۲]
ژباړه: له مسروق رحمه الله نه روایت دی، وايي مونږ له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ددې آیت په اړه وپوښتل چې: ( وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ) چې څه ډول ژوندي دي او خوراک څه ډول کوي؟
عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وویل مونږ هم ددې آیت په اړه وپوښتل، یعني له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مو وپوښتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د شهیدانو ارواح د زرغونو مرغانو په ګېډو کې دي، چې په عرش څراغونه ورته را ځړوند شوي، د جنت په هره برخه کې چې وغواړي چکر وهي، بیا بېرته هغو څراغونو ته راځي.
الله جل جلاله دوی ته په یو ځانګړي نظر وکتل، او ورته ویې فرمایل: آیا نور څه ته مو زړه کېږي؟ ویل څه ته به مو زړه وشي، په داسې حال کې چې مونږ د جنت په هره برخه کې چې وغواړو چکر وهو! الله جل جلاله درې ځلې دا خبره ورته وکړه، کله چې شهیدان پوه شول چې دوی باید خامخا یو څه وغواړي، نو ویې ویل: اې ربه! مونږ غواړو چې زموږ ارواح بېرته زمونږ بدنونو ته را و ګرځوې، تر څو بیا ستا په لاره کې ووژل شو!  کله چې الله جل جلاله ولیدل چې دوی څه شي ته اړتیا نه لري، نو یې پرېښودل.
د ابن ماجه، سنن بیقهي، مصنف عبد الرزاق، مصنف ابن ابي شیبة او ځینو نورو  روایتونو کې راځي چې د شهیدانو ارواح خپله د زرغونو مرغانو په څېر او بڼه دي، د یادونې ده چې د هغو روایاتو په اړه چې وايي د شهیدانو ارواح به د زرغونو مرغانو  په ګېدو یا ججورو کې وي، ددې معنی دا نه ده چې دا مرغان به ددنیا د مرغانو په څېر وي، بلکې هغه یو ځانګړی ځای او ځانګړي حالت دی. په دې اړه علماء کرام فرمايي چې کېدای شي زرغون مرغان داسې وي لکه په دنیا کې چې طیارې او موټر دي، خلک له یو ځای نه بل ځای ته پکې ځي او راځي، دا زرغون مرغان هم کېدای شي د طیارو په څېر وي، شهیدان به جنت ته په کې ځي او راځي، چکرې به پکې وهي. چې دا د شهیدانو یوه بله ځانګړنه ده، الله جل جلاله په جنت کې طیارې ور کړې دي، په طیارو کې به چګرې وهي. په دنیا کې که وګورو هر څوک طیارې نه لري، یو یو کس یې لري، او هغه هم داسې کس چې ښه په خوند بډای وي، خو الله جل جلاله په آخرت کې دا لویه پېرزوینه په لومړي سر کې په شهید کړې.  دا چې وروسته به بیا څه ډول پېرزوینې پرې  کېږي هغه یوازې الله جل جلاله ته معلومې دي.
نور بیا…
م. محمد نعیم
[۱] – رواه احمد، في مسند عبد الله بن عباس رضی الله عنهما. والحاكم في المستدرك, و الطبراني في المعجم الكبير, و ابن حبان في صحيحه.
[۲] – رواه مسلم، باب في بيان أن أرواح الشهداء في الجنة و أنهم أحياء عند ربهم يرزقون. والترمذي، باب و من سورة آل عمران, وابن ماجه, باب في فضل الشهادة في سبيل الله, المعجم الكبير للطبراني، ج۸, ص ۱۰۱٫ والبیهقي في شعب الایمان, باب و أما إنا قد سألنا عن ذلك فقال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x