شعـــــرونه

د مور پيغام

امان الله نصرت

زه د ژوند ډيوه يمه رڼا يمه
رنګ د زمانې يمه ځلا يمه

سوځمه خو وړانګی د سحر وېشم
زه توروتياروته سپين سبايمه

ماته پام په سپکوسترګومه ګورۍ
موريمه مريم يمه حوايمه

ما په خپله غيږه کی روزلی يۍ
ښځه يم ښايست ددی دنيا يمه

زه خوآمنه يم ډيره ستره يم
زه دعايشی دزړه درزا يمه

ای زما بچو راشئ دزړه قطرو
زه خويم نازو ستاسوانا يمه

ګورۍ ماته ګورۍ په درنوسترګو
موردميرويس خان او احمد شاه يمه

زه يمه انسانه حق دژوند لرم
ډکه له الفت او له وفا يمه

ستوری يم ځليږم ماښامونوکې
زه دژوند مشال يمه ښکلا يمه

زه سپينه رڼا درحمتونو يم
څرک دسباوون يمه بريښنايمه

بی له ما دژوند جونګړه ورانه ده
زه يم چی دردونوته دوا يمه

ډکه له وږموډکه له نوره يم
نه لرم ازغی ګل رعنا يمه

موريمه نصرته مينه مينه يم
زه خو فاطمه يم ستاترخوايمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x