افغانستان

په قطر کي د طالبانو د استاذو سره اوسیدونکی هندو چوکیدار مسلمان سو

نن ټکی آسیا: د قطر هیواد څخه د نن ټکی آسیا یوه همکار ویلي چي څو ورځي وړاندي د طالبانو د استاذو سره اوسیدونکی هندو چوکیدار په اسلام مشرف سو، او خپل نوم یی په رسمي توګه بدل کړ.

نوموړي ویلي نه یوازي خپله چوکیدار مسلمان سو، بلکي د هغه په ګډون د هغه ټوله کورنی چي یوه یې میرمن او دوه یې لورګاني دی، اسلام قبول کړل.

نوی مسلمان چي نوم یې طالبانو ورته محمد ایښی، او په قطر کي د نویو مسلمانانو د ټولني استاذو ورته تمیم ایښی، وايي چي د طالبانو د استاذو د دینداري او ښه اخلاقو له کبله اسلام ته مایل سو،

او د څه مطالعې وروسته او د طالب مشرانو د دعوت سره سم یې اسلام قبول کړ.

زمونږ همکار ویلي چي د نومړي د اسلام راوړلو او د کلمئ شهادت ویلو په مناسبت د طالبانو استاذو باقاعده یوه غونډه را غوښتې وه، چي په هغه غونډه کي مخکني هندو چوکیدار په عام مجلس کي د اسلام د قبلیدو یو ځل بیا اعلان وکړ او په لوړ غږ یی د شهاد کلیمه تکرار کړه، او د طالبانو مشرانو چي اکثره یې د افغانستان د تکړه او جیدو علماو ډله ده، ورته دعا وکړه او د الله جل جلاله څخه یې ورته د ثبات او استقامت غوښتنه وکړه.

د پخواني هندو او نوي مسلمان محمد تمیم په اړه د نن ټکی آسیا همکار وویل چي نومړی د چوکیداری او صفايي د یو شرکت عام کارکونکی دی، چي په ډیره معمولي تنخا هلته کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x