افغانستان

د ګريشک ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا ودانيو ډله‌ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ګريشک ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او دوو نورو سيمو کې پر دولتي پوستو هممهاله ډله‌ييز بريدونه روان دي.

راپورونه وايي، چې د ګريشک مرکز ته څېرمه يوې دولتي ودانۍ ته سرتيري بريدګر ننوتي او له هغه ځايه پر امنيه قوماندانۍ او د ولسوالۍ پر مرکز د سپکو او درنو وسلو بريدونه کوي.

د ګريشک شمال منار دشته کې هم پر يوه امنيتي قرارګاه خونړي بريدونه روان دي. د چارواکو په وينا دغه قرارګاه د نوزاد او موسی کلا ولسواليو پر عمومي سرک تر ټولو مهمه امنيتي قرارګاه بلل کيږي.

د ګريشک اوسېدونکي وايي، چې د ولسوالۍ بازار کې هم د سپکو او درنو ډزو اوازونه اورېدل کيږي او وسله‌وال بريدګر پر دولتي ودانيو ډزې کوي.

د ګريشک ولسوال محمد شريف رسنيو ته ويلي، چې د ولسوالۍ مرکز کې يوې لوړ پوړيزې ودانۍ ته بريدګر ننوتي او له هغه ځايه ډزې کوي.

د ولسوال په وينا دغه بريدونه نن سهار شپږ بجې په يو وخت پيل شوي، چې تر اوسه روان دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی څو تنه سرتيري  د ګريشک مرکز او شاوخوا ودانيو ته ننوتي او تر اوسه يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x