افغانستان

د کريکټ په خوښۍ کې هوايي ډزو دوه ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ افغانستان له سکاټلېنډه د کريکټ شل اوريزه نړيواله لوبه وګټله او په خوښۍ کې يې خلکو هوايي ډزې وکړې، چې له امله يې جلال اباد کې دوه تنکي ماشومان وژل شوي دي.

د افغانستان له بريا سره سم د هېواد په ګڼو سيمو کې خلکو د خوښۍ په موخه هوايي ډزې پيل کړې.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې په دغو هوايي ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د خوږياڼي په وينا يو وژل شوی ماشوم دوولس کلن او بل اته کلن و.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال هم رسنيو ته ويلي، چې د هوايي ډزو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

مشرقيوال زياته کړه، د راديو او تلويزون له لارې يې خلکو ته ويلي و، چې  د خوښۍ نمانځلو پر مهال دې له هوايي ډزو ځانونه وساتي، مګر د دوی خبره چا نه ده اورېدلې.

د مشرقي وال په وينا د دواړو ماشومانو د وژونکو پلټنې روانې دي او دوی هڅه کوي، چې د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، چې په هوايي ډزو کې د درېيمې ناحيې د استراج په نوم يو اته کلن ماشوم وژل شوی دی.

د جلال اباد اوسېدونکو په وينا، ډېری ډزې زور واکان او امنيتي ځواکونه کوي، مګر څوک يې د مخنيوي نه شته.

د هېواد لروبر کې د ټولنيزو شبکو فعالانو هم د دغو ماشومانو په وژنه خواشيني څرګنده کړې او دا يې د حکومت ناکامي بللې، چې د هوايي ډزو او زورواکانو د کړنو مخنيوی نه شي کولای.

دا لومړی ځل نه دی، چې  دکريکټ بريا له امله په هوايي ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځل، ننګرهار، کابل او ګڼو نورو سيمو کې د هوايي ډزو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، مګر تر اوسه هم د دغو پېښو عاملين نه دي محکمه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الله تعالی خو دا کرکيټ ورک کړي ….
د اشغال يو هدف دا دی چې خلک د مهمو او سترو قضاياوو پر ځای په وړو مسائلو مصروف او مشغول کړي
کله نن يې چې ځوانان د درس او تعليم پر ځای په لوبو او داسې ورزش چې ديني واجباتو د ترک سبب دی مصروف کړی دی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x