بګرام

پر بګرام هوايي اډه توغندیز بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): په پروان کې د بهرنیانو پر مشهور پنډغالي او پوځي هوايي اډې تېره شپه توغندیز برید شوی دی.

سییمې ته څېرمه اوسېدونکي وايي چې دوی د توندغیز برید غږونه واورېدل او رووسته يې د بګرام په هوايي اډه کې د اور لمبې وليدلې.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې دوی تېره شپه شاوخوا نهه بجې پر بګرام پوځي هوايي اډه بريد کړی او په وینا يې توغندي يې پر دقیق ځای لګيدلي دي.

دوی د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو په وینا يې د اور لمبو، دقیق ويشتنېې او د امبولانسونو له غږونو معلومېږي چې تلفات يې ور اړولي دي.

تر اوسه په کابل کې د بهرنیانو مطبوعاتي مسوولینو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې طالبانو پر امریکایانو غږ وکړ، چې دوی د یوازې یوه لار لري: « حمقات او اشغال پای ته رسول.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د