fbpx

له کندهاره خپرې شوې ويډيو، د امنیتي ځواکونو پر ضد توند غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د کندهار له پنجوايي نه د پولیسو هغه ويډيو خپره شوه، چې پر نیول شوي کس خولې لګوي او په رینجر موتر پسې يې کشوي، په خواله رسنیو کې د دې ويډيو له امله د امنیتي ځواکونو پر ضد توند غبرګونونه راپاريدلي دي.

په ويډيو کې یو ځوان ښوودل کېږي چې په قیر سړک پر رینجر موټر پسې تړل کېږي او د معلوماتو اخیستو په موخه له يادې شکنجې وروسته پولیس پرې پرلپسې خولې لګوي.

د احمدالله احمدزي په نوم یو تن پخپله فیسبوک پاڼه ليکلي چې ښايي د دې تن غچ بیا پر انصاف ولاړ نه وي، نوموړی لیکي: «له مظلومه به هېڅکله د انصاف تمه نه کوئ! پرون راهيسې، په رسنيو کې داسې يوه ويډيو ترسترګو کېږي، چې د کندهار امنيتي چارواکو يو ځوان رينجر پسې تړلی، پر پاخه سړک يې کشوي او بيا يې وهي ډبوي او خولې پرې لګوي، نو د ده خپلوان او خواخوږي به تړلي لاس کيني؟ يا به پر امنيتي چارواکو سرپه وکړي؟د ويډيو خپرولو جرئت مې ونه شو کړای، خپله يې په رسنيو کې وګورئ!»

د خواله رسنیو یو بل فعال عزيز مومند بیا لیکلي چې دا ډول ظلم او وحشت يهودو له فلسطینیانو سرهم نه دی کړی، هغه امنیتي ځواکونو ته پېغور ورکوي چې پخپل ولس دې نرتوب نه ثابتوي، لیکي: «هغه پنجاب او پاکستان چې د دوی خولې يې پر ضد شعارونو تل خلاصې وي، ترې ټوله ګوشته ونیوله، په کونړ کې همدا نن دوه کیلومتره نور هم مخکې راغلي، په پکتیا او کندهار کې خو یې روغې ولسوالۍ تر ستونې تېرې کړي…. خو دوی ورته په خړو سترګو ګوري او خپل نرتوب په بې دفاع ولسي افغانانو ثابتوي.»

عزیز مومند وړاندې لیکي: «هغه چې له خولۍ نیولې تر بوټانو پورې په امریکايي احسان پوښل شوی وي هیڅکله ترې له هیواد او ولس سره د خیر تمه نه شي کیدی.»

لندن مېشتی افغان لیکوال ميرویس افغان بیا په ویډيو کې خولې لګوونکی کس د زرداد د سپي په څېر د قومندان عبدالرازق سپی بللی، هغه لیکي: «ما لا د زرداد غږتر افغان چارواکو نه وو رسولی چې ناببره مي دیوه بل زرداد(جنرالرازق اڅګزي) دیوه سپي پر ویډیو سترګي ولګېدې، په فیس بوکې خپره شوې دا ویډیو دکندهار دپنجوايي پېښه ده او هلته له یوه افغان تنکي ځوان سره پولیس داسي غیري انساني ، غیري اسلامي او غیري افغاني چلند کوي چې ښايي زرداد نه وي کړی . »

ميرویس افغان لیکلي چې ورته پېښې هره ورځ تکرارېږي، خو دا یوه يې د کیمرې سترګو ساتلې او تر نړۍ ورسېده: «که څه هم دا یوه موضوع خو دکیمرې په سترګه کې خوندي شوې ده او ښايي هغه عکاس هم یا اوس وژل شوی وي او یا ووژل شي ، خو ورته پېښي په افغانستان او په ځانګړي ډول په سویل لوېدیځه حوزه کې هره ورځ کېږي . »

د عصمت الله عمري په نوم بل تن لیکلي:

«چېرته چې انسانیت مړ دی!
چېرته چې انسان د انسانیت په مفهوم نه پوهېږي!
چېرته چې حیوانیت ته غیرت ویل کېږي!
چېرته چې د مظلوم د وینې ارزښت وړیا دی!
چېرته چې د شیطان کړنې اوج ته رسېدلي دي!
چېرته چې د اسلام او یا خاورې د ساتنې په نوم هر وحشت روا ګڼل کېږي!
چېرته چې مرګ تر هرې چارې اسان ښکاري!
او چېرته چې….
دا ویډیو یې یوه بېلګه ده، د جګړې د ښکېلو غاړو په هر لوري کې دا ډول بدې بېلګې لرو!
الله تعالی ته راباندې ورحمېږې!»

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم منلې چې د دوی پولیسو په کندهار کې یاد وحشت ترسره کړی، دې وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د دې پېښې د ترسره کوونکو د نیولو په لټه کې دي.

ياده دې وي دا لومړی ځل نه دی چې افغان امنیتي ځواکونه په صحرايي محاکمو کې پخپل سر له ولسي وګړو یا هم مخالفو نیول شویو وسله والو سره ورته چلند کوي، تر دې وړاندې په زابل ولایت کې هم یو شپونکی د اردو د عسکرو له لوري په دښته کې شهید کړل شو، تر هغه وړاندې په لوګر کې امنیتي ځواکونه په یوه دښته کې ولسي وګړی ضربه کوي او تر یادو پېښو مخکې په پکتیا کې نیول شوي دوه طالبان په ډبرو ویشتلو وژني.

تر اوسه په هېواد او سیمه کې د بشري حقونو مدافعين او مدني بنسټونه د ترسره شویو کړنو په اړه چوپ دي، چې د شنونکو په باور دا مرموزه چوپتيا يې ښايي موقف ته تاوان لري.

ياده ويډيو دلته ووينئ!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

او خلکو او مسلمانانو دا پولیسو څخه تمه مه ساتی دا ظالمان ددجال او (ک ف ر)په خدایی مست نشه ګرځی نن صبا خلک خپلو نږدی خلکو ته پیسی نه ورکوی دا امریک چی دپاک او افغان په نوم پولیس او فوج ته پیسی ورکوی او دملیاردونو دالرو په ارزش ورسره امداد کوی دا ولی؟ زه به نن تاسو ته دکفر لخوا ددوی ددجالی سترګو تاپی جوړول او ساتل او پخپلو یونیفورمونو او رینجرو کی استعمالول پام واړوم تاسو دلته دیوی دالرو نوت شاته دمثلث منځ کی سترګی ته سم ځیر شی چی دا سمبول دوی ولی استعمالوی او بیا… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

دامریکی اوروسیی او اروپا(عالم ک ف ر) کمک ته ضرورت لرو؟ دغه ددجال اقتصادی کمک اوترقی خو نه یوازی مسلمانیت بلکی انسانیت یی هم داسی کندی ته برابرول غواړی چی بیا دانسان واده روبوتونه سره وشی ایا الله ج انسانان دهمداسی دجالی اقتصادی او دجالی ترقی پرمختګ لپاره پیدا کړی ده او که یی کړی وو نو بیاخو باید تول پیغمبران دهمدیشیانو امر کړی ول دا داسلام دین تر قیامته به باقی وی نو الله ج خو داوله اوبیا سوارلس کاله مخکی پر دغه ننی سلویخت یا سل کلن ترقی عالم وو نو رازی چی احادیثو کی اوقران کی ددی… نور لوستل »